د عالمانو شورا پلاوی په پاکستان کې څه کوی؟

- ۲۳ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې د افغانستان د عالمانو او سولې د عالی شورا پلاوی پاکستان ته په سفر بوخت دی، د سولې د عالی شورا غړی وایی، چې په دې سفر کې له پاکستانیو عالمانو سره د دواړو هېوادونو د عالمانو تر منځ د ګډ کنفرانس په اړه بحثونه وشی.
د سولې د عالی شورا غړی مولوی شهزاده شاهد ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې پاکستان ته د سولې د عالی شورا او د عالمانو د عالی شورا د ګډ پلاوی د سفر موخه د هغه هېواد له همدغسې یوه پلاوی سره کتنه او په کابل کې د پاکستان او افغانستان د دینی عالمانو د کنفرانس په اجنډا او جوړېدو خبرې کول دی او په دې خبره کوی، چې څومره ژر کېدای شی دغه کنفرانس جوړ شی.
هغه زیاته کړه، هیله من دی چې دغه جوړېدونکی کنفرانس له مثبتو پایله ډک او ښه تر سره شی؛ د همدې لپاره د پاکستان جیدو او مخکښو مفتیانو او عالمانو ته بلنه ورکوی؛ خو دا جبری کولای نشی چې کوم عالمان دې په کې برخه واخلی.
د نوموړی په وینا، د افغانستان له طرفه د دې کنفرانس لپاره اته تنه جید علما ټاکل شوی، چې د عالمانو د شورا مشر مولی قیام الدین کشاف، قاضی امین وقاد، نور اکبری، شفیع الله نورستانی، مظفری، بلیغ او بلوڅ ګډون لری، همدارنګه د پاکستان له لوری هم یو لېست برابر شوی چې دغه عالمان به د دې کنفرانس په کاری ګروپ کې برخه اخلی او په ګډه به له افغان لوری سره کار کوی.
د ښاغلی شاهد په وینا، دا چې ولې دغه کنفرانس وځنډېده لامل یې دا و، چې افغان لوری مصروف شول، بهر ته سفرونه زیات شول او پاکستان هم پر وخت په دې برخه کې اقدامات ونه کړل؛ نو د همدې لپاره وپتېیل شوه چې یو ځل بیا دې د افغانستان او پاکستان دینی عالمان سره کېنی او د دې کنفرانس په جوړېدو دې خبرې وکړی.
د سولې د عالی شورا دغه غړی وایی، له شک پرته چې په افغانستان، پاکستان او سیمه کې ستونزې شته، جګړه روانه ده، بې اتفاقی ده او وژنې روانې دی، نو د دې ستونزو په لرې کولو او د پېښو په مخنیوی کې د عالمانو رول ډېر مهم دی او دینی عالمان کولای شی چې په مخنیوی کې خپله اغېزمنه ونډه تر سره کړی.
د هغه په خبره، د دې کنفرانس موخه به دا وی، چې عالمان د سولې او ثبات لپاره کار وکړی او د جګړې په ټول ښکېلو خواوو به غږ وکړی، چې خپل مسایل د سولې او خبرو اترو له لارې حل کړی او له جګړې لاس واخلی.

نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د دې کنفرانس د ترسراوی لپاره کوم شرطونه لری وویل، دا هغه څه دی چې د ورغلی پلاوی له سفر وروسته به روښانه شی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سولې عالی شورا ویلی ول، چې پاکستان د دینی عالمانو د کنفرانس په جوړېدو کې مرسته نه کوی.
د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ویلی ول؛ چې پاکستان ورسره تر دې مهاله په کابل کې د دینی عالمانو د غونډې جوړېدو په هکله همکاری نه ده کړې.
ښاغلی قاسمیار وویل، دا چې پاکستان تراوسه د دې غونډې په جوړېدو کې همکاری نه ده کړې، ممکن علت یې د وسله والو طالبانو وروستی اخطارونه وی؛ چې د دې غونډې پر ضد یې ورکړی دی.
وسله والوطالبانو د دې غونډې له جوړیدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
ټاکل شوې وه، چې په افغانستان کې د سولې راوستو په هکله د افغانستان، پاکستان او ځینو نورو اسلامی هیوادونو عالمانو په ګډون په کابل کې یوه غونډه جوړه شی. د دینی عالمانو د دې غونډې د جوړېدو پریکړه شاوخوا دوه میاشتې مخکې پاکستان ته د افغانستان د سولې عالی شورا پلاوی په یوه سفر کې شوې وه.
د افغانستان حکومت تمه لری، چې د دینی عالمانو په غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د ځان وژونکو حملو او د سولې په اړه د دینی عالمانو فتوا ترلاسه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.