له مشهـور سنـدرغـاړی استـاد ګل زمـان سـره مـرسته وشـوه

- ۳۰ قوس ۱۳۹۸

mandegarپه لوېدیځ کې هنرمندانو د افغانستان له مشهور سندرغاړی استاد ګل زمان سره چې د ده په خپله خبره له اقتصادی ستونزو سره مخ دی نقدی مرسته وکړه.
د استاد ګل زمان وویل: «هغه هنرمندان چې په اروپا کې دی، له دې خبر شول چې هغه استاد ګل زمان چې ډېر خدمت یې موسیقۍ ته کړی، ولې دومره غریب دی او څه نه لری، په اروپا کې یې ټولنه وکړه او څه یې چې وس کې ول رایې وړل او ماته یې راوسپارل.»
استاد ګل زمان وایی، په افغانستان کې تر ټولو بې وزلې طبقه هنرمندان دی او پکار ده چې لاس نیوی یې وشی.
ګل زمان چې په دې ورستیو کې د اریانا خصوصی تلویزیون په یوې خپرونه کې راڅرګند شو له خپل اقتصادی ژوند یې شکایت وکړ او په خپل دې حالت یې اوښکې تویې کړې چې تر هغې ورسته د یو شمېر افغان سیاستوالو، سوداګرو او هنرمندانو پام ورواوښت.
تازه په لوېدیځ کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم له استاد ګل زمان سره نقدی مرسته کړې.
دا مرسته بیګاه د طلوع خصوصی تلویزیون د افغان ستوری په پروګرام کې د وتلو افغان سندرغاړو فرهاد دریا او اریانا سعید له خوا ښاغلی ګل زمان ته وسپارل شوه خو رقم یې اعلان نشو.
استاد ګل زمان په خبره، ده خپلو هم مسلکو ته د مرستې نه وه ویلی خو هغوی یې لاس نیوی ته راودانګل.
نوموړی له افغان حکومت هم غواړی چې د افغان هنرمندانو ژوند او ورسره مرستې ته جدی پام واړوی.
ګل زمان زیاته کړه: «په افغانستان کې غریب ترینه طبقه د هنرمندانو ده، غریبترینه ځکه چې د حکومت هیڅ توجه ورته نشته، هنرمندان نه رشوت خواره دی، نه قاچقبر دی، هنرمندانو نه ځمکې غصب کړی، هنرمندان هغه طبقه ده چې خلک یې خوشحاله ساتلی دی.»
ګل زمان د افغانستان یو پخوانۍ مطرح سندرغاړی دی چې افغان موسیقۍ ته د پراخ کار له امله د استادۍ رسمی لقب هم ورکړل شوی دی.
نوموړی د دې تر څنګ چې خپل سندرې وایی، د افغان مشهور سندرغاړی احمد ظاهر په ګډون یې د لسګونو افغان سندرغاړو سندرې کمپوز کړې دی.
استاد ګل زمان سره د لویځ میشتو هنرمندانو د مرستې په اړه مو وغوښتل له ښاغلی دریا او اغلې سعید سره هم خبرې وکړو خو بریالی نه شوو.
مخکې تر دې د ښاغلی ګل زمان تر شکایت ورسته په تولنیزو رسنیو کې داسې راپورنه خپاره شوه چې ښودل یې، د افغانستان د ولسی جرګې رییس رحمان رحمانی او د جرګې غړی او د نوموړی زوی اجمل رحمانی هم له ښاغلی ګل زمان سره مرسته کړې ده.
په ورته وخت کې، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم وایی چې، چې پنځوس کسو هنرمندانو هر یو سره به د پنځوس زره افغانیو مرسته وشی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ سره د هیواد د اوو برخو د فرهنګ او هنر مخښکښانو ته نقدی مرستې منظور شوی چې هر یو ته پنځوس زره افغانی نقدی مرسته ده.»
وایی، دا مرستې به د راتلونکو چهارشنبې په ورځ پر مستحقینو وویشل شی او معیار دا دی چې، د پام وړ کارونه یې کړی،عمرونه یې له ۶۵ اوښتی، اقتصادی ستونزې ولری او یا ناروغان وی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم یو شمېر هنرمندانو دوی ته د حکومت د نه پاملرنې له امله انتقادونه کړی دی.
افغان ممثل او د تفریحی خپرونو جوړونکی مصطفی خیبر چې د زړه په رنځ اخته او د همدې ناروغۍ له امله په کور ناست دی وایی، څو پورې به هنرمند ژاړی، چې د خلکو او حکومت پام ورواوړی؟

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.