د تهران په هوایی پېښه کې د وژل شویو افغانانو پېژندنې ځانګړې کمېتې کار پیل کړی

- ۲۳ جدی ۱۳۹۸

mandegarپه ایران کې د افغانستان سفارت د هغو کسانو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې په هغه هېواد کې د اوکراینې الوتکې د رانسکورېدو په پایله کې وژل شوی دی.
په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، تر اوسه یې د قربانیانو د ۹ کورنیو له غړو د ډی‌این‌ای ازمایښت لپاره وینه اخیستل شوې ده.
ښاغلی لېوال وویل، کمېټې خپل کار پیل کړی او دوی به د وژل شویو افغانانو د پېژندنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړی او د قربانیانو د کورنیو غوښتنو ته رسېدنه وکړی.
هغه وویل: «د سفارت دننه یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې، څو د قربانیانو د جسدونو د پېژندلو په برخه کې هر اړخیزه څېړنه وکړی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ورته یوه کمېټه جوړه کړې. د قربانیانو د کورنیو له ۹ تنو د ډی‌این‌ای لپاره وینه اخیستل شوې ده چې له مخې به یې جسدونه وپېژندل شی.»
ښاغلی لېوال زیاته کړه، له ازمایښت او پېژندنې وروسته به جسدونه د قربانیانو د کورنیو ته وسپارل شی.
بهرنیو چارو وزارت وایی، په دې پېښه کې نږدې ۱۳ افغانان وژل شوی چې له ډلې یې ۶ تنو یې د سویډن او درېیو یې د جرمنی تابعیت هم درلود.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله، د همغږۍ او ځواب ورکوونې نړیواله ډله په ایران کې ده او دا چې افغانستان هم د دې ډلې غړیتوب لری، نو کوم ځانګړی پلاوی تهران ته نه لېږی.
د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی، ایران له دې کبله چې د دې الوتکې د راغورځولو مسوولیت یې منلی دی، باید د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړی.
د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې د معیارې الوتنې او خوندیتوب رییس غلام جیلانی وفا وویل: «د بیمې د اصولو پر بنسټ، هوایی شرکت د مسافرانو د بیمې مسوولیت لری. هر مسافر ته باید تر ۱۵۰ زره امریکایی ډالر غرامت ورکړل شی. دلته ایران د دې پیسو د ورکړې مسوولیت لری، ځکه د الوتکې د غورځولو مسوولیت یې منلی دی. دا یوه طبیعی پېښه نه وه.»
د ایران له‌خوا د اوکراینی رانسکورې شوې الوتکې د قربانیانو د کورنیو غړی‌، اوس‌مهال دې ته شېبې شمېرې چې د خپلو عزیزانو ټوټه شوی جسدونه ترلاسه کړی.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوهان په شفاف ډول د دې پېښې پر څېړنې ټینګار کوی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او د پوهنتون استاد فردین بختیاری وایی، اړتیا ده چې د ایران او افغانستان حکومتونه د قربانیانو د کورنیو غړیو ته روښانه او څرګند ځواب ورکړی.
ښاغلی بختیاری وویل: «د حقوقی اصولو پر بنسټ، د اجسادو د پېژندنې په برخه کې لومړی باید ایران دا کار وکړی، خو که داسې برېښی چې ایران له دې کاره ډډه کوی، باید د افغانستان حکومت مداخله وکړی.»
د اوکراین ۳۷۳ بویینګ ډوله الوتکه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له دې چې څو دقیقې په هوا کې وه، رانسکوره شوه. په دې پېښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول.
ایرانی چارواکو ویلی، د دې الوتکې د رانسکورېدو دلیل، په انسانی خطا کې په غیر قصدی ډول یو توغندیز برید و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.