د بشری حقونو کمېسیون: پـر ښځـو جنسـی تېـری کوونـکی بایـد اشـد مجـازات شـی

- ۰۶ دلو ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی چې پر ښځو د جنسی تجاوزونو عاملانو ته اشد مجازات غواړی.
د دې ادارې ویاند شکر الله مشکور پرون، د جنورۍ په ۲۵مه وویل چې د بامیان په یوه مرکزی سیمه کې پر یوې ځوانې نجلۍ د جنسی تجاوز رپوټ ورته رسېدلی او په اړه یې څېړنه کوی.
ښاغلی مشکور وویل: «د بامیان موضوع واقعاً زړه بوږنونکې او د تاسف وړ ده. د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون معلومات ترلاسه کړی. زموږ غوښتنه دا ده چې عدلی اوقضایی ادارې دا موضوع په جدی ډول وڅېړی او عاملان دې یې اشد مجازات شی.»
په بامیان کې د ازادی راډیو خبریاله د چارواکو په حواله وایی چې د دغه ولایت په مرکزی سیمه دره فولادی کې د جمعې په ماسپښین ناپېژندل شوو کسانو پر یوې نابالغې نجلۍ چې په کاریز کې یې کالی مینځل، جنسی تیری کړی دی.
په بامیان کې چارواکو ویلی چې نجلۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. تیری کوونکی له سیمې تښتېدلی دی.
د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون ویاند پرون ازادی راډیو ته وویل چې دوی ته د روان هجری لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په څېړنو کې معلومه شوې چې پر ښځو د تشدد پېښې اته فیصده زیاتې شوې دی.
ښاغلی مشکور وویل: «متاسفانه، په افغانستان کې د تېرکال په نسبت پر ښځو د جنسی تجاوزونو پېښې هم زیاتې شوې دی. د افغانستان دولت باید په دې مورد کې د ښځوپرضد د تاوتریخوالی د مخنیوی قانون عملی کړی.»
په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالی د مخنیوی قانون نسبتاً نوی دی.
د قانون د اوولسمې مادې په اول بند کې د افغانستان د جزا د قانون ۴۲۶ حکم خپور شوی دی.
د افغانستان د جزا قانون حکوم کوی چې که یو وګړی پر نابالغې ښځې جنسی تجاوز کوی، باید په دوامدار حبس محکوم شی او که چېرې له دې کبله هغه ښځه مړه شی، مجرم اعدامېږی.
ایا په افغانستان کې پر ښځو د جنسی تجاوز عاملان له قانون سره سم محاکمه او مجازات شوی دی؟
د بشری حقونو کمېسیون ویاند وویل، هو، خو یوازې په هغو مواردو کې چې دوی ثبت کړی، تعقیب کړی او عدلی ادارو ته یې سپارلی دی.
خو نوموړی زیاته کړه، د افغانستان په هغو سیمو کې چې د دوی مامورین کار نه شی کولائ، د جګړې سیمې دی، د افغانستان د حکومت حاکمیت نشته هلته داسې ډېرې زیاتې پېښې شته چې له ثبته پاتې کېږی.
په افغانستان کې د ښځو پر ضد د تشدد تعریف هم په خلکو کې ډېر نه دی پېژندل شوی.
له ښځو سره د خشونت، په ځانګړی ډول د جنسی تجاوزونو ډېرې پېښې د ټولنیزو باورونو او محدودیتوتنو له امله هم پټې پاتې کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.