د بشری حقونو کمېسیون: بادغیس کې د هوایی برید قربانیان ملکی خلک دی

- ۱۸ دلو ۱۳۹۸

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی چې د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د هوایی برید قربانیان ملکی خلک دی.
د کمېسیون ویاند، شکر الله مشکور پرون، د فبرورۍ په ۶ مه، ازادی راډیو ته وویل چې په بادغیس کې یې د بې پیلوټه الوتکې د وروستی برید په اړه څېړنه کړې او ورته څرګنده شوې چې ملکی خلک وژل شوی دی.
mandegarشکرالله مشکور وویل چې د دوی په راپور کې را غونډ شوی معلومات د بادغیس د عامې روغتیا ریاست هم تائید کړی دی.
شکرالله مشکور زیاته کړه: «متاسفانه، د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې پنځه کسان د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی چې څلور ماشومان دی او یوه ښځه ده، د بشری حقونو خپلواک کمېسیون تل په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې په هوایی بریدونو کې دقت وکړی څو ملکی خلکو ته تاوان ونه رسېږی.»
په بادغیس کې چارواکو د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون د دې نوی رپوټ په اړه خبرې نه دی کړې.
د بادغیس والی عبدالغفور ملکزی د تېرې شنبې په ورځ ازادی راډیوته وویل چې په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په کور کې ماین چاودلی او د هغه د کورنۍ ۶ غړی په کې وژل شوی دی.
خو د مقر ولسوالۍ یوه اوسېدونکی، عبدالوهاب ویلی و چې پر کور یې هوایی برید شوی او د هغه ۵ ماشومان او یوه ورېندار په کې وژل شوی دی.
هغه د اعتراض څرګندولو لپاره د مړو جسدونه د بادغیس مرکز قلعه نو ته وړی وو.
عبدالوهاب د ازادی راډیو خبریال ته په بادغیس کې ویلی و چې په یوه غیر دولتی اداره کې کارګر دی.
په بادغیس کې تر پېښې مخکې، د بلخ ولایت په یوه کلی، بوکه کې په هوایی برید کې د ملکی خلکو د وژل کېدو رپوټونه خپاره شوی و.
د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلکو د ملکی تلفاتو پر ضد د اعتراض څرګندولو لپاره لاریون وکړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.