په افغانستان کې د هند او پاکستان د لاسوهنو توپیر

- ۳۰ دلو ۱۳۹۱

په دې وروستیو کې هند او پاکستان په افغانستان کې د یو بل له نفوذ نه ډېرې اندېښنې لری، د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې له یو بل نه وېره لری او لاسوهنې کوی.
دغه شنناندی وایی، چې د یادو دواړو هېوادونو د لاسوهنو توپیر په دې کې دی، چې هند له دولتونو او پاکستان له اشخاصو سره د اړیکو لېواله دی.
د ولسی جرګې غړی سید اسحاق ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، په افغانستان کې د هند او پاکستان تر منځ له یوې خطرناکې لوبې نه دمګړۍ افغانان رنځ وړی وی.
هغه وایی، دې کې شک نشته چې هندوستان مو دوست دی او باید ورسره سیاسی اړیکې ولرو؛ خو له دې هم انکار نه شی کېدای چې پاکستان مو ګاونډی دی او هېڅکله باید هڅه ونه کړو، چې خپله خاوره د پاکستان او هندوستان تر منځ د جګړې ډګر وګرځوو چې په تاسف سره نن همدا کار شوی دی.
د نوموړی په خبره، د جنرال مشرف په وخت کې پاکستان ته د ولسمشر کرزی د سفر پر مهال مشرف له کرزی وغوښتل، چې له پاکستان سره پولې ته نېږدې باید هندیانو ته پروژې ورنه کړی، ځکه د دوی ورسره اړیکې خرابې دی او هسې نه چې د انجینرانو پر ځای به یې خپل جاسوسان ور استولی وی.
خو زیاتوی، چې څه وخت وروسته د کونړ ـ جلال اباد، کندهار ـ سپین بودلد او همدارنګه درېیمه پروژه نیمروز ـ فراه وه، چې په دې درېواړه پروژو کې هندی انجینران ووژل شول.
ښاغلی ګېلانی وایی، دا منی چې هند له افغانستان سره ډېرې مرستې کړی؛ خو باید له داسې کاره هم ډډه شوې وای، چې د پاکستان حساسیت یې را پاروی او هند ته د هېواد په نورو برخو کې پروژې ورکول شوې وای.
د نوموړی په وینا، نپوهېږی چې ولسمشر کرزی د دغو دواړو هېوادونو تر منځ له شته حساسیت نه څه ګټه پورته کوی، چې زمینه ورته برابروی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په اند، که چېرې هند د پاکستان په اړه اندېښنې او اعتراضات لری باید ورته وویل، چې ورسره دوه مشترک شیان لرو، چې یو هم ګاونډیتوب چې هېڅکله ترې بېلېدای نشو او چاره ترې نه لرو او بله هم اسلامی تړاو دی او دواړه اسلامی هېوادونه دی، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او ټول مالونه یې د پاکستان لارې تګ راتګ کوی.
هغه وایی، په دې برخه کې انګلستان ښه رول لوبولی شی، ځکه دا دواړه هېوادونه ورسره ډېر مشترکات لری او په دې مشترکاتو سره برېټانیه کولای شی دغه دواړه هېوادونه قانع کړی، چې د افغانستان پر وړاندې له خپلې دې پیل شوې لوبې لاس واخلی او کوم رقابت یې چې پیل کړی هغه یوه سالم رقابت ته واړوی.
د نوموړی په خبره، که چېرې افغانستان په خپلو اصولو چې هغه د ګاونډیتوب اصول دی پر هغې استوار و اوسېږی او له هندوستان سره خپله دوستی داسې عیاره کړی، چې د دوی د تحرکاتو باعث ونه ګرځی؛ نو په یقین سره چې دا انډول په ډېر ښه ډول سره افغان حکومت ساتلی شی.
ښاغلی ګېلانی زیاتوی، خو که دغسې ناخوالې شتون ولری او د پاکستان او هند تر منځ د انډولو ساتلو لپاره هېڅ دلچسپی نه وی، نو موږ به د دوی د زور ازمایۍ ډګر یو، چې نه دا زموږ په ګټه ده او نه د دغو هېواونو.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی احمد سعیدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې افغانستان او پاکستان له ۶۴ کلونو راهیسې دښمنی لری، چې درې ځلې یې جګړې هم کړی او دا جګړه یو ځل په دې تمامه شوه، چې ختیز پاکستان د بنګله دېش په نوم له پاکستانه جلا شی.
هغه وایی، په افغانستان کې دواړه هېوادونه خپلې اندېښنې لری، پاکستان غواړی چې په افغانستان کې یې لاسپوڅی حکومت وی، چې له هند سره دوستانه اړیکې ونه لری او د پاکستان په اشاره عمل وکړی.
د نوموړی په خبره، خو هند هیله لری، چې په افغانستان کې داسې حکومت وی، چې له نوې ډیلی سره یې اړیکې ښې وی، د پاکستان لاسپوڅی نه وی او د تاریخ په اوږدو کې پاکستان هڅه کړې چې په افغانستان کې له وګړو او اشخاصو سره اړیکې ولری؛ خو هند غواړی چې له دولتونو سره مناسبات او ارتباطات وساتی.
د ښاغلی سعیدی په خبره، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ افراطی او طالبانی دی، چې هند ترې اندېښنه لری او اندېښنې یې هم پر ځای دی.
نوموړی وایی، هر څومره چې د پاکستان نفوذ په افغانستان کې په مسایلو کې ښکېل وی د سیمې وضعیت به نا امنه وی.
د هغه په اند، په کار ده چې افغان حکومت د یوه خپلواکه او ازاد سیاست له مخې له دواړو هېوادونو نه د خپلو ملی ګټو لپاره استفاده وکړی او ځان د سیمې د هېوادونو د کشمکشونو قربانی نه کړی.
ښاغلی احمد سعیدی زیاتوی، پاکستان اندېښنه لری، چې نن په نوې ډیلی کې د افغانستان، هند او امریکا درې اړخیزه ناسته ده او بله اندېښنه یې دا ده چې د هند د ملی امنیت مشر چین او روسیې ته په سفر بوخت دی، همدارنګه د مشرانو جرګې د ۱۱۰ غړو نه یې ۹۴ تنه دمګړۍ په هند کې دی، پاکستان دا وضعیت له نېږدې څاری او فکر کوی، چې هند غواړی په افغانستان کې خپل نفوذ پراخه کړی.
هغه وایی، انګلستان د پاکستان پدر خوانده دی او د پاکستان په قضیو کې هڅه کوی چې د پاکستان په طرف ودرېږی او د برېټانیې لومړی وزیر ډېوېډ کامرون به چې دا مهال هند ته په سفر بوخت دی له هنده هیله وکړی، چې له پاکستان سره یې اړیکې حسنه و اوسی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ویل کېږی پاکستان له برېټانیا غوښتی چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسی او د هند د امنیت شورا رییس ویلی، چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ یې د اندېښنې مساله ده او په دې اړه به له چین او روسیې سره خبره وکړه.
د هند د امنیت شورا رییس دمګړۍ دغو دوو هېوادونو ته په سفر بوخت دی او د برېټانیې لومړی وزیر نوې ډیلی ته رسېدلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.