شېرزی: ختیز ته دې پنځه کلنه اقتصادی ستراتېژی جوړه شی

- ۰۸ حوت ۱۳۹۱

په ننګرهار کې د ختیزو ولایاتو لپاره د اقتصادی ودې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه په دوه ورځنی کنفرانس کې د ننګرهار والی وویل، ختیز ولایتونه د اقتصادی فعالیتونو، سوداګرۍ او صنعتی چارو لپاره مناسب فرصتونه او کافی زېرمې لری.
ګل اغا شېرزی کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، چې اړونده ادارې او وزارتونه دې د ختیزو ولایاتو لپاره یوه پنځه کلنه اقتصادی ستراتېژی جوړه او عملی کړی څو په وینا یې د د ختیزوو لایاتو د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره اسانتیا برابره او د بې کارۍ کچه ورسره کمه شی.
نوموړی وویل، د دې کنفرانس د جوړېدو موخه د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو ته د حل لارو موندل ، د مرستندویه ادارو د مرستو جلبول او له دې لارې د ختیز زون اقتصادی پرمختګ ته د زمینو برابرول دی.
همدارنګه د ننګرهار مستوفی محمد علم اسحاقزی وویل، ختیز ولایتونه اقتصادی پرمختګ ته مناسب اقلیم او فرصتونه لری او وړاندیز یې وکړ ، چې د دې ولایتونو د اوبو او نورو طبیعی زیرمو څخه باید کرنیز او صنعتی پرمختګ لپاره ګټه واخېستل شی.
د ننګرهار د سوداګرې خونې استازی ډاکټر مخلص بیا په پاکستان کې افغان سوداګرو ته د ور پېښو ستونزو یادونه وکړه او له چارواکیو یې وغوښتل چې د حل لارو د لټولو لپاره اقدام وکړی.
د ولسی جرګې د بودیجې د کمېسیون مشر امیر خان یار، د ننګرهار اقتصاد رییس سیدقیاس سعیدی او د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رییس استاد شېرعلم امله وال بیا غونډې ته په خپلو ویناوو کې د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو په برابرېدو ټینګار وکړ.
همدرانګه په کنفرانس کې د اسیا پراختیایی بانک رییس له خصوصی سکتور سره د خپلو مرستو د دوام پر ډاډ سربېره ژمنه وکړه چې دوی به د اقتصادی بنسټونو د پیاوړی کولو لپاره له افغان حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړی.
دمالیې وزارت د پالیسۍ برخې مرستیال شفیق الله قاری زاده او د اقتصاد وزارت مرستیال حکم خان د کنفرانس په اړوند خپل معلومات وړاندې او ډاډ یې څرګندکړ، چې خپل مکلفیت له مخې به د دې سیمې اقتصادی پرمختګ په موخه د کنفرانس پر وړاندیزونو کار وکړی او هڅه به وکړی، چې نور مرستندویان چمتو کړی چې په دې ولایاتو کې سوداګرو او صنعتکارانو ته لا ډېر کار وکړی .
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ د برېښنا او نورو اسانتیاوو د نه شتون له امله په ختیزو ولایاتو کې د سوداګرو او صنعتکارانو چارې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او پانګوال یې پانګونې ته زړه نا زړه کړی دی.
اقتصاد پوهان په دې اند دی که چېرې په ننګرهار کې د سمې رهبرۍ له لوری اقتصادی پرمختګونو ته توجه وشی، لرې نه ده چې دغه اقتصادی او ټرانزیټی ولایت په لږ وخت کې خورا پرمختګ وکړی او له دې پلوه به د اقتصاد په پښو درېدو، د بې کارۍ په مخنیوی او دولت ته د ډېرو عوایدو په ورټولو کې اغېزمن رول تر سره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.