د ولسی جرګې مرستیال: ای اېس ای غواړی د افغانستان یوشمېر سیمې طالبانو ته وسپاری

- ۰۹ حمل ۱۳۹۲

په داسې حال چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا کړکېچنې شوی، د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، ای اېس ای غواړی چې طالبان له یوې افراطی ډلې په یوه سیاسی جریان واړوی، په واک یې شریک کړی او د افغانستان یوشمېر سیمې ور وسپاری.
هغوی دغه ډول وایی، چې ای اېس ای په شدت سره د لندن د سولې پرېکړه تخریب کړې ده.
د ولسی جرګې دویم مرستیال صالح محمد سلجوقی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په پاکستان کې هر مهال له افغانستان سره اړیکې پوځ او ای اېس ای د خپلو سیمه ییزو ګټو لپاره زیانمنې کړی او خرابې کړی دی.
هغه وایی، په پاکستان کې دوه حکومتونه شتون لری، ملکی حکومت چې د بهرنی سیاست تمثیل کوی او بل هم اصلی حکومت چې پوځ او استخبارات دی، چې خپلې بهرنۍ او سیمه ییزې ستراتېژیکې ګټې خوندی کوی.
د ده په خبره، د پاکستان ملکی حکومت تل په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی؛ خو د پاکستان اصلی حکومت چې استخبارات دی د خپلو ګټو د تامین لپاره یې تل هڅه کړې چې د طالبانو یوه افراطی ډله په افغانستان کې په یوه مطرح سیاسی جریان واړوی، په سیاسی واک یې شریک او له هغې وروسته وکولای شی چې د هېواد یوشمېر سیمې هم په واک کې ورکړی.
د ولسی جرګې د دویم مرستیال په وینا، کله چې په برېټانیا کې د افغانستان، پاکستان او برېټانیې مشرانو په افغانستان کې د سولې راوستو پرېکړه وکړه، خو په عمل کې د پاکستان استخباراتی ادارې په شدت سره د افغانستان د سولې پروسه تخریب کړه او د پاکستان اصلی سیاستوال نه غواړی چې په افغانستان کې سوله راشی او هر کله چې وغواړی د خپلې خوښې سوله په افغانستان کې پلې کړی، چې د پاکستان ګټې په کې خوندی شوی وی؛ نو پلې کوی به یې.
نوموړی زیاتوی، په دې وروستیو کې را پورته شوی تاوتریخوال هم د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استخباراتی شبکې د لاسوهنو محصول دی.
د ده په وینا، سوله د دوو رقیبو خواوو تر منځ د جوړجاړی په صورت کې منځ ته راځی چې یو لوری یې وړاندیز کوی او مقابل لوری یې منی؛ خو تر هغې چې د دواړو لوریو تر منځ توازن د پوځی کړکیچونو له لارې رامنځته نشی او د اهدافو پلی کېدل او واک ته رسېدل یې د جګړې لا لارې بن بست ته ونه رسېږی، هغه سوله د عملی کېدو وړ نه ده.
ښاغلی سلجوقی زیاتوی، یوشمېر طرف چې باید د سولې تضمین ورکړی او یا یې تر سره کړی، هغه پاکستان دی، کله چې د طالبانو د سولې پروسه چې په افغانستان کې نیابتی جګړه پر مخ وړی، د پاکستان له لوری تر سره نشی؛ نو د سولې خبرې او پروسه به پایله ورنه کړی.
هغه وایی، له افغان حکومت سره د معتدلو طالبانو په نوم شته کسان په خپله یو ډول د پاکستان د سیمه ییز اقتدار د پروګرامونو د پلی کېدو مخکښان دی.
د ولسی جرګې د دویم مرستیال په وینا، پاکستان باید د سولې په پروسه کې تضمین ورکړی او د سولې د پروسې یو طرف وی، له دې پرته افغان حکومت د سولې په پروسه کې چې وکولای شی، واک و صلاحیت ولری، مقابل نه دی.
ښاغلی صالح محمد سلجوقی وویل، دا چې حکومت اوس له پاکستان پرته د سولې پروسې د پرمخ بېولو اعلان کړی، په هېڅ صورت پایله نه ورکوی او نه به افغان حکومت سولې ته ورسېږی.
همدارنګه د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو شننونکی فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، له هغه مهال چې په ۱۹۴۰ کال کې پاکستان جوړ شو، له افغانستان سره یې اړیکې له دې امله ترینګلې وې، چې یو پر بل باور نه درلود، په ځانګړی ډول هغه مهال چې هند له افغانستان سره نېکې اړیکې ټینګوی او یا په دې وروستیو کې هند په افغانستان کې د بیارغونې چارې تر سره کوی.
هغه وایی، دا چې د هند او پاکستان اړیکې ښې نه دی، نو پاکستان غواړی په افغانستان کې یو تابع او لاسپوڅی حکومت ولری…. ادامه صفحه ۷
ای اېس ای غواړی د…

د نوموړی په خبره، په لندن کې د سولې په اړه له شوې پرېکړې چې په شپږو میاشتو کې به سوله راولی، د افغانستان، پاکستان او برېټانیې مشرانو له پرېکړې وروسته افغانستان له پاکستان وغوښتل چې ملا برادر او نور طالب زندانی مشران باید خوشې او افغان حکومت ته وسپارل شی او یا هم د هغوی ادرسونه ورکړل شی؛ خو کله چې په افغانستان کې مولوی فقیر محمد ونیول شو پاکستان یې غوښتنه وکړه چې افغانستان یې په ځواب کې د برادر وویل.
د استاد بشر په وینا، په پاکستان کې دوه ګونی حکومتونه شتون لری، چې یو پوځی او بل ملکی حکومت دی، پوځی حکومت پاکستان اداره کوی او په ټولو بهرنیو سیاستو کې پراخه ونډه لری، ولسمشر او لومړی وزیر په پاکستان کې هغومره واک نه لری، چې اردو او ای اېس ای یې لری.
دی زیاتوی، هر کله چې ملکی حکومت له افغانستان سره د سولې په برخه کې د مرستې ژمنه وکړی، اردو او ای اېس یې مخه نیسی او په حقیقت کې همدوی دی چې ملکی حکومت کنټرولوی.
د سیاسی چارو دغه شنناند وایی، افغانستان تل پاکستان ته خپل ښه نیت ښودلی چې وکولای شی پاکستان د سولې پروسې ته راضی؛ خو پاکستانی دینی عالمانو څه وخت وړاندې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړه، بیا یې د دینی عالمانو کنفرانس کې له ګډون ډډه وکړه او له هغې وروسته یې پر کونړ د توغندیو بریدونه پیل کړل.
د هغه په خبره، د ټولو ستونزو لامل دا ده چې پاکستان له افغانستان سره د زړه له کومې حرکت نه کوی، هر کله چې افغانستان لاس ور غځولی پاکستان یې لاس پرې کړی او پاکستان چې نه غواړی له افغانستان سره ښې اړیکې ولری؛ نو افغانستان هم مجبوره دی چې پر وړاندې یې غبرګون وښیی.
ښاغلی فاروق بشر وویل، چې پاکستان غواړی له افغانستان سره ستراتېژیک او امنیتی تړون ولری؛ خو افغانستان رد کړی نه دی؛ بلکې ویلی یې دی، چې لومړی باید د سولې پروسه مخ ته لاړه شی، کله چې سوله راغله له هغې وروسته کېدای شی په دې مسایلو هوکړه و شی.
هغه وایی، له همدې امله افغان حکومت د پاکستان ولس خپل ورونه بللی، خو پاکستان پر افغان عقیده نه لری او له همدې امله یې څه وخت وړاندې په بلوچستان کې ادعا وکړه، چې داسې کسان په افغانستان کې تربیه کېږی، چې د پاکستان پر وړاندې استعمال شی، حال دا چې دا کار په افغانستان کې نه کېږی او افغان حکومت رد کړ.
دی زیاتوی، پاکستان په دې وروستیو کې دا ادعا کوی، چې له افغان پولې وسله وال ور اړوی او هلته بریدونه کوی، په داسې حال کې چې موږ له تېرو څو کلونو راهیسې دا چغې وهو، چې ترهګر له پولې هاخوا را اوړی او دلته بریدونه کوی، هغه ډول چې په دې وروستیو کې په هلمند کې پنځلس پاکستانی وسله وال ووژل شول او مړی یې پاکستان ته وسپارل شول.
استاد فاروق بشر وایی، اصلاً ستونزه دا ده چې پاکستان نه غواړی په افغانستان کې سوله راشی، که وغواړی چې په رښتیا سره په افغانستان کې سوله راشی؛ نو طالبان ورکولای شی او باید ورک یې کړی او اجازه ورنه کړی چې په افغانستان کې بریدونه وکړی.
په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ ناندریو زور اخیستی او یو ځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوی دی.
افغان حکومت اعلان کړی، چې پاکستان غواړی په افغانستان کې د سولې خلاف جګړه وغځوی او داسې شرطونه کېږدی چې ورته د منل وړ نه دی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی ویلی، چې له هند سره د اړیکو پرېکېدل، په پاکستان کې د افغان ځواکونو روزل او له دې هېواد سره د افغانستان ستراتېژیک تړون لاسلیکول د پاکستان له شرطونو څخه دی.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال جاوېد لودین ویلی ول، چې له پاکستان پرته هم سوله راتلی شی او دوی له پاکستان پرته د سولې هڅې وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.