په برېښنایی تذکرو کې د قومونو نومونه اړین دی!

- ۲۵ حمل ۱۳۹۲

تذکرې د یوه هېواد د وګړو د تابعیت او پېژندنې خورا مهم کارت او وسیله ده. له بده مرغه چې افغانانو تر اوسه دغه کارت له نړیوالو اصولو سره سم نه درلود، یوازې یو مهال یوه کتابچه او وروسته یوه پاڼه د تذکرو په نامه ورکول کېده.
دوه کاله وړاندې حکومت اعلان وکړ، چې هېوادوالو ته برېښنایی تذکرې وېشی. د مخابراتو وزارت په وینا، چې دغه تذکرې خورا مهمې دی، چې د نننۍ عصر غوښتنې په کې په پام کې نیول شوی دی. ټاکل شوې وه چې دغه پروژه د مرغومی میاشتې په لسمه پیل شی، خو وروسته د مخابراتو وزارت له لوری د دې لپاره وځنډول شوه چې تخنیکی چارې یې نه وې بشپړې شوې او د پیل نېټه یې د دلوې لومړۍ نېټه وښودل شوه خو بیا هم تر سره نه نشوه.
څه وخت وړاندې د کورنیو چارو وزارت اداری مرستیال مرزا محمد یارمند په کابل کې د برېښنایی تذکرو د ویش په اړه تر یوې مشورتی غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د دغو برېښنایی تذکرو د وېش لړۍ به د ثور یا غوایی په لومړۍ نېټه پیل شی.
هغه همدارنګه وویل، چې د حکومت مخالف وسله وال هم برېښنایی تذکرې اخیستی شی او هېڅ کوم ګواښ به ورته متوجه نه وی.
هغه وویل، اوسمهال په دې اړه د سولې عالی شورا څرګند فعالیتونه کوی او د افغانستان اسلامی جمهوریت هم د مصالحې ډېر پلوی دی، نو د افغانستان هر وګړی چې غواړی د تابعیت تذکره ترلاسه کړی دوی د دې ضمانت کوی چې نه به ځورول کېږی.
ښاغلی یارمند وویل، د برېښنایی تذکرو د وېش لړۍ له کابله پیلېږی او د دغه ولایت په هرې ناحیې او ولسوالۍ کې به د وېش یو مرکز پرانیستل کېږی او له کابل وروسته به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم غځول کېږی.
هغه وایی، که د افغانستان ټول یا ۵۰ سلنه هغو وګړو ته برېښنایی تذکرې ورکړل شی چې قانونی سن ته رسېدلی وی، نو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د همدې تذکرو په بنسټ ترسره شی.
دغه راز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر ضیاء الحق امرخیل ویلی، چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د رایو ورکولو پخوانی کارتونه او نوې وېشل کېدونکې برېښنایی پېژند پاڼې یو خېل د اعتبار وړ وی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د ټکنالوژۍ مشر ایمل مرجان وایی، د برېښنایی تذکرو د وېش لپاره د جوړیدونکی سافت ویر ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوی دی.
د ښاغلی مرجان په وینا، د برېښنایی تذکرو د وېش پر مهال د وګړو د معلوماتو د خوندیتوب لپاره به د برېښنایی تذکرو د وېش له هر مرکزه معلومات په برېښنایی توګه د کورنیو چارو وزارت ته لېږدول کېږی چې د غلا کېدو مخه یې ونیوله شی.
د برېښنایی تذکرو د وېش لپاره څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان د ازادې سیالۍ له لارې استخدام کېږی او په ټول افغانستان کې به د تذکرو د وېش چارې پر مخ وړی.
برېښنایی تذکرې د ټاکنو د شفافیت او د هېواد د تابعیت لپاره خورا مهمې دی، ځکه په ټوله نړۍ کې له دغو سټندرد پېژندپاڼو نه ګټه اخیستل د افغانانو په هویت او پېژندنه کې ښه رول لری.
بله دا چې د کورنیو ژبو تر څنګ ورسره انګلیسی ژبه هم ده چې په هر هېواد کې پرې خلک پوهېږی.
دغه راز د دغو تذکرو په وېش سره د نفوسو په شمېر او رایه ورکونه کې د درغلۍ مخه هم نیول کېږی او په هېواد کې یې پر مټ یوه کره سرشمېرنه هم کېدای شی.
د د تذکرو بله ګټه دا ده، چې د رایه ورکونې د کارت په توګه هم استعمالېږی او کله چې په بشپړ ډول دغه تذکرې هېوادوالو ته ووېشل شی نو د رایه ورکونې د کارتونو اړتیا به هم ختمه شی.
د رایه ورکونې د کارتونو له سره وېشل کابو اتیا میلونه ډالرو ته اړتیا لری او که چېرې په زړو کارتونو رایه ورکول کېږی، نو د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راځی، ځکه په دغو کارتونو کې ډېری یې جعلی دی چې په تېرځل ولسمشریزو ټاکنو کې کارېدلی ول.

ولسمشر کرزی ویلی، د دې لپاره چې بودیجه نه لری اړ دی په زړو کارتونو ټاکنو ته لاړ شی.
د دغو ګټورو او اغېزمنو برېښنایی تذکرو د وېش هر کلی ټولو افغانانو کړی او هغه ښه یې ښه ګام بللی؛ خو د دې پروسې پر وړاندې یو لړ ستونزې هم شته.
لومړی دا چې امینتی ننګونې به د دې تذکرو د وېشلو پروسه له خنډ سره مخ کړی او په ډېرو سیمو کې به تر هغې پلې نشی، چې نا امنی نه وی ختمه شوې.
بله ستونزه دا ده چې د افغانستان خلک غواړی، چې په دې تذکرو کې یې د «افغان» تر څنګ قومی او ملیتی نوم هم ذکر شی.
هېڅ افغان د افغانستان او افغان له کلیمې سر نشی غړولی؛ خو دا هم ښه نظر دی چې په برېښنایی تذکرو کې د افغان نوم تر چتر لاندې د قوم نوم هم ذکر شی.
دغه کار به دوه ګټې ولری، لومړی دا چې د افغان ملت یووالی به ثابت کړی او دویم دا چې د هغو افغانانو غوښتنه به هم پر ځای شی، چې غواړی په برېښنایی تذکرو کې د قوم نوم ولیکل شی او په دې توګه په هېواد کې د قومونو د نفوسو شمېر هم روښانه شی.
له دې سترګې نشی پټېدای چې په دې خاوره پښتون، تاجیک، هزاره، ازبک او ډېر نور قومونه اوسېږی او کله چې له دې سترګې نشی پټېدای نو په برېښنایی تذکرو کې د افغان ملت تر نامه لاندې د قوم نوم له ذکر کېدو سره ولې مخالفت وکړو؟
خلک غواړی د خپلو هویتونو او قومونو له لوری وپېژندل شی او دا یوه مهمه اړتیا هم ده، چې د وګړو د ازادۍ له اصل سره هم سمون خوری.
په کار ده چې حکومت په دې برخه کې جدی و اوسی لومړی دې د نا امنۍ د کابو کولو لپاره هر اړخیز اقدامات وکړی او بیا دې په برېښنایی تذکرو کې د (( افغان ملت )) تر څنګ د قومونو نومونه هم ذکر شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.