د شېرزی او ظاهر تر منځ کړکېچ د ننګرهـار بازار په ټپه درولی

- ۰۱ ثور ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د والی او د ولسی جرګې د یوه غړی تر منځ ناندریو زور اخیستی او دواړه لوری له ولسی خلکو نه ګټه پورته کوی، یوشمېر خلک وایی، چې له دغو لاریونونو او ناندریو په تنګ شوی او د ژوند چارې یې ور سختې کړی دی.
همدارنګه په ولسی جرګه کې د ننګرهار یوشمېر استازی وایی، هیڅوک حق نه لری، چې په لاریون کوونکیو سره د نورو حقونه تر پښو لاندې راکړی. خو لاریون کوونکی وایی، تر هغې به لاریون ته دوام ورکوی، چې غوښتنې یې نه وی منل شوی.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی او لاریون کوونکی الحاج ذبیح الله زمری ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د اساسی قانون له مخې هړ سړی د لاریون حق لری او دوی هم د والی د بدلون په اړه خپل غږ پورته کړی دی.
هغه وایی، والی په فساد کې ښکېل دی، ځمکې یې غصب کړی، د ننګرهار د خلکو ستونزو ته پام نه کوی او د ولسمشر فرمانونه نه پلی کوی له همدې امله یې بدلون او څارنوالۍ ته یې پېژندل غواړی.
د ده په خبره، څه وخت وړاندې هم دوی د والی د بدلون غوښتنه او پر وړاندې یې لاریونونه کړی ول، چې قومی مشران، د ولایتی او ولسی جرګې غړی هم په کې شامل ول، خو یوشمېر کسانو له والی سره معاملې وکړې او لاریون پای ته ورسېد.
نوموړی وایی، دا چې یوشمېر کسانو معاملې وکړې او وضعیت سم نه شو نو دوی بیا په لاریونونو لاس پورې کړ او له هیچا سره به معامله ونه کړی؛ خو ویې ویل چې تېر ځل هم دوی او حاجی ظاهر قدیر نه معامله کړې وه او نه یې له والی سره اړیکې رغېدلې وې.

ښاغلی زمری زیاتوی، چې دغه لاریونونه یوازې حاجی ظاهر نه دی کړی، بلکې د ننګرهار ولسونو کړی، چې حاجی ظاهر قدیر او نوموړی یې هم غړی دی، چې تر هغې به لاریون دوام لری څو غوښتنې یې نه وی منل شوی.
دی وایی، والی له پاکستان سره په ګوشته کې د دروازې په جوړولو او د افغانستان خاورې ته په راننوتلو کې لاس لری، دغه راز والی د و لسمشر هغه فرمانونه چې د والی په زیان وی نه پلی کوی.
د هغه په خبره، همدارنګه والی د کانال ځمکې په اجاره ورکړی، چې ولسمشر د فرمان له مخې هیڅوک حق نه لری چې د کانال ځمکه په اجاره ورکړی، دغه راز والی له تېرو اوه کلونو راهیسې د بیارغونې په نوم پیسې جېب ته اچولی دی، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې پرې بندې کړی او اوس یې د غزنی د بیارغونې په نوم پیسې ټولول پیل کړی دی.
د ننګرهار د ولایتی شورا د دغه غړی په اند، د شېرزی په نوم د پولیسو لپاره جوړ شوی ښارګوټی غصب شو خو والی یې پر وړاندې چپ دی، په قاسم اباد ښارګوټی کې له خلکو سره اوېز شته خو ځمکه نه ده ورکړل شوې، په چمتلې ښار ګوټې کې وېشل شوې ځمکې والی او د والی پلویانو اخیستې او مستحقو کسانو ته نه دی رسېدلی او دغه ټولې خبرې لامل شوی، چې دوی د والی د لرې کېدو غوښتنه کوی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولس ته له زیان رسولو، ځورولو او پرې د لارو له بندولو بله لاره نه وه، چې دوی د والی د بدلون غوښتنه کړې وه وویل، دوی د ولس ځورول نه غواړی، بلکې د دوی د ولس استازی دی او د ولس اسانتیا غواړی، د ولس په خوښه د والی لرې کېدل او دغه ډول لاریونونه کول غواړی.
زمری وایی، په دې کې د دوی شخصی ګټې نشته بلکې یوازینی هدف یې د ولس د حقونو غوښتنه او پر ځای کول دی.
خو د ننګرهار یوشمېر وکیلانو او قومی مشرانو له والی سره په غونډه کې دغه لاریونونه غندلی او ویلی یې دی چې هیڅوک د لارې د بندېدو حق نه لری.
د ننګرهار له ولایت مقام نه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی، چې په دې غونډه کې په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومندوویل، چې دغه لاریونونه غندی او له دولت نه غوښتنه کوی، چې د ځمکو غاصبین، دپوډرو کاروباریان او سړی تښتونکی ونیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاری، که نه نو ولسونه به یې پر وړاندې غبرګون وښیی.
خبر پاڼه همدغه راز وایی، چې په غونډه کې والی ګل اغا شېرزی خلکو ته ډاډ ورکړی چې قانون به پلی کوی.
شېرزی له ولسمشر نه غوښتنه کړې، چې د دې موضوع څېړنې لپاره باصلاحیته پلاوى ننګرهار ته ولېږی څو د موضوع ټول اړخونه په جدی ډول وڅېړی او لازمه پرېکړه وکړی.
خبر پاڼه د ننګرهار د والی له قوله وایی، چې تل یې د ننګرهار د خلکو قانونی غوښتنو ته درناوى کړى او بیا هم چمتو دى، چې د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره د خلکو قانونی غوښتنې ومنی.
خو په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د دې جرګې منشی انجینر سید اکرام ماندګار ورځپاڼې ته وویل، دوی د والی او د دغه ډول لاریونونو دواړو مخالف دی.
هغه وایی، لاریونونه د قانون له مخې د هر سړی حق دی خو دا حق باید دې لامل نه شی چې نورو خلکو ته زیان ورسوی.
د نوموړی په وینا، دوی له مرکزی حکومته غوښتی چې ننګرهار ته یو با صلاحیته پلاوی واستوی، د والی او نورو، شخصیتونو او ډلو چارې او پرې کېدونکې ادعاوې وڅېړل شی، هر هغه څوک چې په فساد، غصب او نورو ناقانونه چارو کې ښکېل وی باید په ډاګه شی او مرکزی حکومت ته خپل رپوټ وړاندې کړی او مرکزی حکومت مسوولیت لری، چې د هغو په رڼا کې د ننګرهار د خلکو دغه ستونزې حل کړی.
ښاغلی سیداکرام وویل، د ننګرهار د وضعیت په اړه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملی امنیت له چارواکیو سره خبرې کړی او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړی دی.
همدارنګه په ننګرهار کې د اقتصادی چارو شننونکی ډاکټر مخلص احمد ورور ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دغو لاریونونو د ننګرهار په اقتصادی وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.
هغه وایی، له کله چې دغه لاریونونه پیل شوی دی، د سوداګرو چارې په ټپه درېدلی دی، د ننګرهار ډېر شمېر مارکېټونه په ځانګړی ډول د اسعارو د تبادلې مارکېټ تړلی وی، چې د توکیو بیې هم ورسره لوړې شوی دی.
د ښاغلی ورور په وینا، هره ورځ د ننګرهار ـ تورخم په ټرانزیټی لاره له ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ موټره توکی وړی راوړی، چې په دغسې پېښو بیا دغه بهیر په ټپه ولاړ وی، چې اوس هم په ازاد بازار کې د توکیو د نشتون له امله بیې لوړې شوی دی او د ولس په ذهن یې منفی تاثیر کړی دی.
د نوموړی په اند، دغه ستونزه په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازی حاجی ظاهر قدیر او والی ګل اغا شېرزی تر منځ یوه سیاسی ستونزه ده، چې د عام ولس تر څنګ یې په سوداګرو هم ناوړه اغېز ښندلی دی.
هغه زیاتوی هیله من دی، چې مشران ژر تر ژره دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدی او له مرکزی دولت نه یو با صلاحیته پلاوی وضعیت له نېږدې وڅېړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.