«تر هغې چې د کشمیر او ډیورنډ مسله حل نشی پاکستان همکاری نه کوی»

- ۰۳ ثور ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې نن افغان ولسمشر حامد کرزی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری او د پاکستان لوی درستیز پرویز اشفاق کیانی په بروکسل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په اړه سره جرګه کېږی، یوشمېر افغان شنناندی وایی، چې دغه ناسته به کومه پایله ونه لری.
شننونکی وایی، تر هغې چې پاکستان د امریکا او ناټو له لوری له فشار سره مخ نشی نو له افغانستان سره به رښتینې مرسته به ونه کړی.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، پاکستان هر ځل په ورته غونډو کې د مرستې ژمنه کوی خو تر اوسه یې په خپلې یوې ژمنې هم وفا نه ده کړې.
هغه زیاتوی، افغان حکومت له ډېر وخت راهیسې فکر کاوه، چې پاکستان به ورسره رښتینې مرسته و کړی؛ خو پاکستان له افغانستان سره په صداقت حرکت ونه کړ او دا چې د ولسمشر ویاند اوس وایی، د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې، دا کاسه ډېر وړاندې ډکه شوې وه.
د ده په خبره، له افغانستان سره د پاکستان د ټګۍ رفتار لامل دا دی، چې افغانستان له هند سره ښې اړیکې لری او پاکستان دا نه غواړی، هغه ډول چې څه وخت وړاندې حکومت اعلان وکړ، چې پاکستان له هند سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې ده.

دی زیاتوی، دا د دې ښودنه کوی، چې په افغانستان کې روانې شخړې او تاوتریخوالی د پاکستان د استخباراتی ادارې له لوری تمویلیږی او رهبری کېږی.
نوموړی وایی، تر هغې چې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ ستونزه حل شوې نه وی؛ پاکستان به له افغانستان سره رښتینې مرسته ونه کړی او نه به د سولې په پروسه کې په صداقت ګام واخلی.
د ښاغلی بشر په وینا، پاکستان غواړی په افغانستان کې یو ګوډاګی حکومت ولری او د دوی غوښتنې ومنی، نو تر هغې چې د ناټو او امریکا له لوری په پاکستان فشار رانه وړل شی پاکستان له افغانستان سره د صداقت همکارۍ هوډ نه لری.
د کابل پوهنتون دغه استاد وایی، له پاکستانه د امریکا دغه خواست ـ چې ملا عمر دې سولې ته راولی او د افغان سولې په برخه کې دې مرسته وکړی ـ تر هغې چې له زور سره مل نه وی پاکستان به د دې خواست منلو ته تیار نشی. هغه ډول چې په ۲۰۰۱ کال کې ولسمشر بوش پر پاکستان غږ وکړ، چې یا له موږ سره شه او یا زموږ پر وړاندې، کله چې دغسې غوښتنه له پاکستانه وشی نو پاکستان به رښتینې همکارۍ ته چمتو شی.
استاد فاروق بشر وویل، که چېرې اشفاق کیانی او د ای اېس ای وغواړی چې په افغانستان کې سوله راشی، چې په دریو میاشتو کې دننه دننه په افغانستان کې سوله راتلای شی او وایی، چې په افغانستان د فساد او شخړې اصلی جرړه د پاکستان څارګره اداره ده او تر هغې چې دغه اداره په افغانستان کې د سولې راوستل ونه غواړی بله هېڅ اداره یې نشی راوستلی.
نوموړی په بروکسل کې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزې غونډې ته په اشارې وویل، چې پاکستان به تر هغې له افغانستان سره همکارۍ ته غاړه کېنږدی، چې له لازم فشار سره مخ شوی نه وی.
همدارنګه د سیاسی چارو بل شنناندی میر احمد جوینده ماندګار ورځپاڼې ته وویل، له دې وړاندې په وار وار له پاکستان سره نړیوالې غونډې د افغانستان د اړیکو په اړه جوړې شوی دی؛ خو دا چې پاکستان په خپله له ناورین سره مخ دی نشی کولای پر ای اېس ای کنټرول پیدا کړی له همدې امله ده چې ورته غونډې پایله نه ورکوی او دې غونډې ته هم خوشبینه نه دی.
هغه زیاتوی، دا ځل امریکا د دې درې اړخیزې ناستې لپاره د پاکستان لوی درستیز اشفاق کیانی غوښتی او نه پوهېږی، چې امریکایان به دې کاره څه موخه ولری.
د ده په اند، په دې وروستیو کې پاکستان په سرحدی سیمو کې د دروازې په جوړلو او د افغانستان خاورې ته په راننوتلو پیل کړی، نپوهېږی چې امریکایان به دا فشارونه کم کړی او که به پر پاکستان کوم رول ولری.
ښاغلی جوینده وایی، که چېرې د پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کې د سولې راوستو هوډ هم ولری؛ خو غواړی چې له دې موجود وضعیت نه اعظمی ګټه پورته کړی او افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسی.
دی زیاتوی، له بلې خوا اوس هم امریکایان له پاکستان سره ښې اړیکې لری او امریکا پر پاکستان حساب کوی، نو له دې غونډې به څه هیله ولری؟
د سیاسی چارو دغه شنناندی وویل، پاکستان غواړی هند او افغانستان اړیکی پرې کړی، همدارنګه غواړی له افغانستان سره په پوله پاکستان تر فشار لاندې ونیسی او ولسمشر کرزی په دې موقف کې نه دی چې له هغوی سره دغه مسایل مطرح کړی؛ نو دې غونډې ته ځکه هیله من نه دی.
د هغه په خبره، په وار وار د افغان حکومت د صبر کاسه ډکه شوې خو څه پایله یې تر لاسه کړې ده؟ ځکه موږ تر اوسه کومه روښانه پالیسی یې په وړاندې نه لرو، حتی موږ تر اوسه په دې برخه کې خپل نړیوال دوستان قانع نه کړل شول، ناټو په افغانستان کې شتون لری؛ خو له دې مسایلو خبر نه ده، نو د ارګ له دې څرګندونو به موږ څه هیله ولرو.
دی زیاتوی، پاکستان هڅه کوی چې افغانستان تر فشار لاندې راولی او خپل شرطونه او غوښتنې پرې ومنی.
د ښاغلی میر احمد جوینده په وینا، د افغان حکومت له غوښتنو او ګواښونو سره سره تر اوسه پاکستان نه خپله دوازه لرې کړې او نه یې هم پوستې شاته کړی دی.
د نوموړی په اند، افغان حکومت تر اوسه خپل نړیوال دوستان له ځانه سره همغږی کړی نه دی؛ نو دا توان هم نه لری، چې له دې غونډې دې کومه ګټه تر لاسه کړی.
دی زیاتوی، په دې غونډه کې د اشفاق کیانی ګډون پر ولسمشر کرزی فشار راوستل دی، په کار وه چې دې غونډې ته افغانستان د ملی دفاع وزیر او یا هم لوی درستیز استولی وای؛ څو له پوځی اړخه یې له اشفاق کیانی سره خبرې کړې وای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.