ذبیح الله زمری: په ګوشته کې د پاکستان دروازه او تاسیسات پر خپل ځای ولاړ دی فریدون مومند: د ولسمشر ویناوې لنډمهاله دی

- ۱۵ ثور ۱۳۹۲

د ننګرهار د ولایتی شورا یوشمېر غړی وایی، چې د پاکستان له لوری په ګوشته کې د افغانستان په خاوره کې جوړ شوی تاسیسات او درول شوې دروازه پر خپل حال دی او یو یې هم نه دی نړول شوی.
له دې وړاندې داسې ادعا شوې وه، چې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د پنجشنبې په شپه په نښته کې افغان ځواکونه توانېدلی، چې د پاکستان جوړ شوی تاسیسات او دروازه له منځه یوسی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې حکومت د پاکستان پر وړاندې تند غبرګون ښیی؛ خو په عمل کې بیا سست حرکت کوی.

په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دی د افغانستان، ناټو او پاکستان د پوځی استازو د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزود لرې کولو په اړه سره ناسته کړې او بیا یې یو تړون لاسلیک کړی دی.
ده وویل، چې د تړون د جزیاتو په اړه پوره معلومات نه لری؛ خو هڅه کوی چې د ولسی جرګې له لوری له ملی دفاع وزارت نه د دې موافقې سند تر لاسه کړی.
تېره ورځ د ولسی جرګې غړی او ګوشتې ته د ولسی جرګې د استول شوی پلاوی مشر حمیدزی لالی ماندګار ورځپاڼې ته د فریدون مومند له قوله ویلی ول، چې افغان، امریکایی او پاکستانی ځواکونه د یوه تړون په کولو سره د پاکستان مخکې ته راتګ ته سلا شوی ول.
هغه وایی، دا چې په دې تړون کې څه راغلی او څه پرېکړې په کې شوی دی، نا خبره دی.
نوموړی زیاتوی، په ګوشته کې اوس وضعیت عادی حالت ته را ګرځېدلی او کومه ستونزه نشته او دواړه غاړې په خپلو سنګرونو کې ناست دی.
د ښاغلی مومند په وینا، دوی د ناټو، افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د جوړ جاړی او پاکستان ته د خاورې د سپارلو په اړه اسناد او شواهد په واک کې نه لری؛ خو زیاتوی چې په دې برخه کې د افغان چارواکیو د ناغېړۍ له امله پاکستان د افغانستان خاوره لاندې کړې ده.
دی زیاتوی، له کوم مهال چې عبدالرحمن خان د ډیورنډ تړون لاسلیک کړی پاکستان دې سیمې ته نه و راغلی، لکه اوس چې د افغانستان خاورې ته را ننوتی او لامل یې د حکومت لټی او بې غوری ده.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، د افغانستان هېڅ واکمن اجازه نه ده ورکړې، چې پاکستان مخ ته راشی، حتی د طالبانو واکمنۍ پاکستان ته دا اجازه نه وه ورکړې، بلکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان له اوسنۍ نقطې دېرش کیلومټره شاته و؛ خو اوس مخ ته راغلی دی.
د ده په اند، په هېڅ صورت به پاکستان چمتو نه وی، چې اوسنۍ نیول شوې سیمې تخیله کړی او نه د دې امکان وینی چې بېرته شاته لاړې شی.
فریدون مومند زیاتوی، چې د پاکستان او ډیورنډ کرښې په اړه د افغان حکومت اوسنی دریځ او د چارواکیو څرګندونې هم لنډمهاله دی. دی وایی، په تېرو یوولسو کلونو کې یې ولیدل، چې افغان حکومت تند غبرګون ښیی او تندې څرګندونې کوی؛ خو په عمل کې بیا ډېر سست دی.
د نوموړی په وینا، د حکومت په دې څرګندونو دوی او ولس باور نه لری او تل تند غبرګون د خلکو او ولس د ارامولو لپاره ښودل کېږی.
همدارنګه د ننګرهار د ولایتی شورا غړی حاجی ذبیح الله زمری ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دمګړۍ په ګوشته کې ارامی ده او وضعیت عادی شوی دی.
هغه وایی، د پنجشنبې په شپه چې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نښته شوې وه، داسې ادعاوې شوې وې، چې افغان ځواکونو د پاکستان له لوری جوړه شوې دروازه او نور تاسیسات وران کړی؛ خو دغه ټولې خبرې حقیقت نه لری.
نوموړی په دې باور دی، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له لوری جوړ شوی تاسیسات او دروازه پر خپل ځای پاتې او یوازې د توپ یوه مرمۍ د دروازې په یوه څنډه لګېدې؛ خو دروازه او تاسیسات نه دی نړل شوی.
د ده په خبره، د افغانستان خاورې ته د پاکستان مخکې راتګ د حکومت کمزوری او ضعف ښیی هم د ولایت او هم د هېواد په کچه.
ښاغلی زمری وایی، د پاکستان په مخکې راتک کې چې څو کاله وړاندې شوی امریکا هم ګرمه ده ځکه پاکستان ته یې د دې زمینه برابره کړې ده.
نوموړی وویل، خو اوس چې پاکستان په سیمه کې تاسیسات او دروازه جوړوی په دې کې ولایتی ادارې ډېره ناغېړی کړې ده، ولسمشر سره یې خبره نه ده شریکه کړې او هر څه یې بې پروا ګڼلی دی.
هغه زیاتوی، تاسیسات د یوې ورځې کار نه دی له ډېر وخت راهیسې یې چارې پیل شوې وې؛ خو له علایمو یې ښکاری، چې ولایتی مسوولین او د سیمې قومی متنفذینو په کې لاس درلود.
د یادونې وړ ده، چې ویل کېږی پاکستانیو ځواکونو په کونړ کې هم تاسیسات پیل کړی؛ خو موږ په وار وار هڅه وکړه چې په دې اړه د کونړ د والی نظر هم واخلو، په وار وار زنګ وهلو سره سره بیا هم ونه توانېدو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.