عتیق الله امرخېل: سږکال به جګړه د برخلیک ټاکوونکې بریا لپاره وی ګېلانی: سږکال به ډېر شخصیتونه ووژل شی

- ۳۰ ثور ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې د ملی دفاع وزارت چارواکیو ویلی، طالبان سږکال د افغانستان جګړې ته د ګټونکې جګړې په نامه راستانه شوی او په پاکستان کې یې یوشمېر مدرسې د دې لپاره تړلی چې سږکال به په افغانستان کې د جګړې له لارې د کابل حکومت سقوط او پر ځای به یې خپل حکومت جوړوی، یوشمېر پوځی شنناندی وایی، چې سږ کال به په هېواد کې جګړه خورا سخته وی.
هغوی وایی، نړیوال او افغان ځواکونه او وسله وال مخالفان ټول فکر کوی، چې روانه جګړه یې د بریا لپاره برخلیک ټاکوونکې ده او هر لوری به د خپلې بریا لپاره جګړه وکړی.
د ولسی جرګې غړی سید اسحاق ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، له دې وړاندې څو ځله د اوړی په راتلو سره افغانان دا پیغامونه اوری، چې طالبان د دې لپاره برید کوی، څو په کابل کې خپل حکومت جوړ کړی.
هغه وایی، فکر کوی افغان او بهرنی ځواکونه دا وړتیا لری چې د کابل د سقوط مخنیوی وکړی؛ خو یوشمېر سیمې او ولسوالۍ به په روان کال کې د وسله والو لاس ته ولوېږی.
د ده په خبره، یوشمېر لرې پاتو ولایاتو کې له دی یې چې استازیتوب کوی، ستونزې شته چې په وار وار یې ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته په دې اړه خبر ورکړی.
ښاغلی ګېلانی وایی، تر اوسه یې هیچا په غوښتنو غوږ نه دی ګرولی او ښایی بله ورځ د ګوشتې غوندې پېښې رامنځته شی، چې د خلکو غصه به را وپاوری.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، په حکومت کې د شته نا غېړۍ او بې غورۍ له امله به ډېرې سیمې د حکومت له واکه ووځی، ډېر شخصیتونه به ووژل شی او د بغلان د پېښې په څېر خونړۍ پېښې به ډېرې تکرار شی.
نوموړی هیله من دی، چې دې مسالې ته یوه سمه لاره وموندل شی، څو افغانان ترې خلاصون پیدا کړی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې حکومت په دغسې حساسو شېبو کې بې غوره پاتې کېږی وویل، کاش په دې پوهېدای ځکه هغوی یوازې پر وکیلانو خوله خلاصولی شی په داسې حال کې چې دوی خپله د خلکو غږ نه اوری او د وکیلانو اندېښنې نه اوری.
د ده په خبره، دوه میاشتې کېږی، چې د پکتیکا له کټواز سیمې نه یوشمېر قومی مشران راغلی، د کابل په سختو او ستونزمو شرایطو کې چې هر یو اقتصادی ستونزې لری په کابل کې شپې تېروی؛ خو تر اوسه هیڅوک چمتو شوی نه دی چې له دوی سره وګوری او ستونزې یې واوری.
همدارنګه د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، هر کله چې جګړه پیل کېږی د ناکامۍ لپاره نه پیلېږی.
هغه وایی، جګړه تل د بریالیتوب او ګټې لپاره پلانېږی، که څوک وپوهېږی چې په جګړه کې ناکامه کېږی جګړه نه پیلوی؛ خو دا چې بریالیتوب ته څوک رسېږی که نه هغه بېله خبره ده.
دی زیاتوی، جګړه کوونکی تر پایه د بریالیتوب لپاره جګړه کوی او طالبانو هم د همدې لپاره اوس دغه اعلان کړی دی.
ښاغلی امرخېل وایی، سږنی کال به د حکومت، بهرنیو ځواکونو او وسله والو مخالفانو لپاره د جګړې تر ټولو سخت کال وی او هر لوری به د جګړې کولو زیاتې هڅې وکړی.
د ده په خبره، ځکه هر لوری فکر کوی چې سږنی کال ورته د جګړې د بریا لپاره ډېر مهم دی او هر لوری داسې انګېری چې باید دغه کال یې د بریالیتوب کال وی.
د پوځی چارو دغه شننونکی وویل، طالبان هم د دې لپاره چې له افغانستانه ډېری بهرنی پوځیان وځی غواړی سخته جګړه وکړی، څو افغانانو، نړیوالو او خپلو پلویانو ته وښیی، چې دوی جګړه ګټی او په کابل کې به حکومت جوړوی، چې د همدې لپاره ورته څرګندونې هم کوی.
ښاغلی امرخېل زیاته کړه، دا تر اوسه یو شعار او د تبلیغاتی جګړې یوه برخه ده؛ خو عمل به یې هغه مهال په ډاګه شی، چې وسله وال طالبان په جګړه کې یو ستر فعالیت وکړی، لکه یو ولایت ونیسی او هلته موقت حکومت کړی، یا هم په جبهه کې یو ستر فعالیت وکړی.
نوموړی وایی، تر اوسه یوازې هغه جګړې دوام لری، چې چېرته ماین ږدی، یا هم چاودنې او ځانمرګی بریدونه کوی، چې دا د جګړې ګټل نه دی.
د هغه په باور، د جګړې ګټل هغه مهال شونی دی چې طالبان یوه سیمه په پراخه کچه تر لاسه کړی او د ځان لپاره یې پاکه کړی او له هغه ځایه په جګړه پیل وکړی؛ څو حکومت له سقوط سره مخ کړی.
ښاغلی عتیق الله امرخېل وویل، طالبان به په دغو فعالیتونو سره کولای شی، اقتصاد زیانمن کړی، تلفات رامنځته او بې باوری خپره کړی؛ خو دا چې حکومت چپه او د چارو واګې په خپل لاس کې واخلی، د هغه لپاره جبهه یی جګړه او د یوې سیمې کاملاً نیول په کار دی،
چې له نیول شوې سیمې نه تعرض په مرکز او بلاخره د مرکز نیول دی، چې دغه کار اوس نه دی شوی.
د نوموړی په وینا، که چېرې طالبان سږکال په روانه جګړه کې ماتې هم وخوری خو په یوشمېر سیمو کې به یې چریکی بریدونه دوام ولری؛ ځکه دا په نړۍ کې یو منل شوی حقیقت دی چې د جګړې په هر ډګر کې چریکې جګړې تر اوږده وخته دوام لری.
هغه د هېواد کورنۍ جګړې ته په اشارې وویل، چې لا اوس هم په یوشمېر سیمو کې پخوانی وسله وال شتون لری، نو که طالبان هم مات شی یوشمېر واړه ګروپونه به یې تر ډېره وخته دوام وکړی.
د پوځی چارو دغه شنناند زیاتوی، افغان ځواکونو ته لا وخت شته څو د دې جوګه شی چې د وسله والو د بریدونو مخه په بشپړ ډول ونیسی او یا هم دومره فعال شی، چې د وسله والو مخالفانو بریدونه په نطفه کې خنثی کړی او هر کله یې چې دغه ظرفیت پیدا کړ، هغه مهال په افغانستان کې امنیت راتلی شی.
ښاغلی امرخېل وایی، په دقیقه توګه نشی ویل کېدای چې افغان ځواکونه به سږکال د وسله والو د بریدونو د مخنیوی څومره وړتیا ولری او یا به کوم لوری بریالی کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.