د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د افغانستان او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېز کوی

- ۲۱ حوت ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی ویلی، امریکا او طالبان هره ورځ په اروپا کې خبرې کوی او دواړه د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه اوږدوی، د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې دغه ډول خبرې به د افغانستان او پاکستان اړیکې زیانمنې کړی.
هغوی و ایی، افغانستان په یوه حساس وضعیت کې دی او باید دغه ډول څرګندونې نه وای شوی.
د ولسی جرګې غړی پیر سیداسحاق ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، له دې یوه حقیقته سترګې نشی پټېدای، چې امریکا له افغانستان سره ډېرې مرستې کړی دی؛ زیاتوی یوه مهمه مسله دا ده چې موږ توان نه درلود، چې له دې مرستو نه سمه ګټه پورته کړو او یا امریکا ته دا زمینه برابره کړو چې دلته د بیارغونې کارونه وکړی.
دی وایی، بله مسله دا ده چې امریکایان ونه توانېدل په افغانستان کې داسې یو سیاست غوره کړی، څو د خپلې ملامتۍ ښکار نه شی، لکه جګړه یې نه وای اختیار کړې، د افغانستان سرحدونه یې ساتلی وای، خلکو ته یې د کار روزګار غم خوړلی وای او د افغانستان په بیارغونه کې یې کار کړی وای؛ نو نن به هر سړی ورسره ډېره مینه درلودای.
د نوموړی په وینا، افغانستان په یوه حساس جغرافیوی موقعیت کې پروت دی او دې ته اړتیا لری؛ څو یو پیاوړی دوست ولری، چې ترې دفاع وکړی او د ګاونډیانو له منګلو یې وژغوری.
د ښاغلی ګېلانی په خبره، د ولسمشر دغه ډول څرګندونې نه یوازې دا چې د افغانستان او امریکا اړیکې خرابوی؛ بلکې نورې ستونزې هم پېښوی، هغه ډول چې د مجاهدینو په دوران او د شوروی اتحاد د ماتې پر مهال امریکا افغانستان یوازې، عربانو او پاکستان ته پرېښود.
دی وایی، پاکستان او عربانو په افغانستان کې درې میاشتی او څلور میاشتینی حکومتونه جوړ کړل او د نن ورځې ټولې بدبختۍ د هماغه مهال دی، چې په مجاهدینو کې داسې رهبر او مشر نه و، چې امریکا ته یې قناعت ورکړی وای؛ څو افغانستان یوازې پرېنږدی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، که چېرې اوس هم امریکا بیا افغانستان یوازې پرېږدی او ورته شاه کړی؛ نو کابل به بیا په وینو ولمبېږی او افغانان به د جګړو ښکار شی.
هغه وایی، دغه ډول څرګندونې په اوسنیو شرایطو کې د دې پر ځای چې خلکو ته یې ووایی، باید له امریکایانو سره یې په کراتو کراتو شریک کړی او ورسره پرې خبرې وکړی او خپلې خبرې پرې ومنی.
ده وویل، افغانستان په یوه حساس وضعیت کې دی او په کار ده چې د دوستانو د کمولو پر ځای خپل دوستان ډېر کړی، ځکه ځینې وخت په دې ښه پوهېږو چې مجبوره یو، او د مجبوریت له امله سیاست د دې اېجاب کوی، چې په خپله خوله بنده او په خپل زړه لاس کېږدو.
همدارنګه د ولسی جرګې غړې وږمې ساپۍ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، افغانستان په یوه نازک وضعیت کې دی، له یوې خوا ۲۰۱۴ کال را روان دی، افغانستان یوه پیاوړی او لوی ملاتړی ته هم اړتیا لری، ځکه یوازې پاتې کېږی، افغان ځواکونه تجهیز او روزنې ته اړتیا لری او نړیوال له افغانستانه وځی؛ نو ښکاره خبرده چې د ولسمشر کرزی دغه ډول څرګندونې به د افغانستان او امریکا په اړیکو ناوړه اغېز وښندی.
هغه زیاتوی، دغه ډول څرګندونو ته خوشبینه نه ده او باید دغه ډول خبرې نه وای شوې. نوموړې وایی، ولې ولسمشر په تېرو لسو کلونو کې دغه ډول څرګندونې نه کولې او اوس چې نړیوال له افغانستانه وځی افغانستان ځانله پاتې کېږی دغسې خبرې کوی.
د مېرمن ساپۍ په خبره، ولسمشر دغه ډول خبرې د ټاکنو لپاره کوی، غواړی چې اوبه خړې کړی او ټاکنې چې په کوم وخت او کوم ډول وشی، ورته خنډ او ستونزې پیدا کړی.
نومو ړې وایی، په کار ده چې ولسمشر کرزی د دغسې مهمو مسایلو په اړه له ملی شورا سره چې د خلکو استازی دی مشورې وکړی د هغوی نظرونه واخلی او په ګډه یوه ښه تګلاره خپله او عملی کړی.
ولسمشر حامد کرزی تېره ورځ د ښځو په یوې غونډه کې وویل، چې اوس هم هره ورځ له هیواده بهر ورځ د امریکایانو او د طالبانو د استازیو ترمنځ خبرې روانې دی.
ښاغلی کرزی وویل؛ چې طالبان د دې لپاره چې بهرنیان تر ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته هم په افغانستان کې پاتی شی؛ خپلو حملو ته دوام ورکوی او خلک وژنی.
جمهور رییس وایی په هېواد کې وروستی ځانمرګی بریدونه چې په خوست او کابل کې یې ماشومان او عام خلک ووژل؛ د طالبانو له خوا بهرنیانو ته د خدمت لپاره ترې کار واخیستل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.