قطر ته د کرزی سفر به د امریکا او افغانستان اړیکې خرابې کړی

- ۱۹ جوزا ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی قطر ته سفر کړی یوشمېر د سیاسی چارو پوهان وای، چې دغه سفر به د امریکا او افغان حکومت اړیکې زیانمنې کړی.
همدارنګه شننونکی وایی، چې ولسمشر غواړی په دې سفر کې د عربی هېوادونو له لارې طالبان د سولې خبرو اترو ته وهڅوی.
د سیاسی او پوځی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ولسمشر لکه څنګه چې له پخوا نه یې هڅه کوله چې د خلیج حوزې په ځانګړی ډول د سعودی عربستان، قطر او یوشمېر نورو عربی هېوادونو له یو شمېر سیاسی او مذهبی مشرانو نه د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو او اړ کولو لپاره ګټه واخلی.
هغه وایی، خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوې او پاکستان د سولې له پروسې سره مرسته ونه کړه؛ نو ولسمشر په شدت سره هڅه کوی چې خپلې پخوانۍ هڅې بیا را ژوندۍ کړی او د سعودی عربستان او قطر له لارې کم تر کمه د طالبانو یوه لویه برخه د سولې خبرو اترو ته وهڅوی.
د ښاغلی کوهستانی په وینا، قطر ته د ولسمشر کرزی د سفر هدف دا دی، چې وکولای شی د عربی هېوادونو له لارې طالبان او پاکستان تر فشار لاندې راولی او هغوی وهڅوی، چې طالبان ورسره خبرو ته کېنی.
دی زیاتوی، په دې وروستیو کې یوشمېر یوشمېر هېوادونه غواړی، افغانستان ته هم چې سفرونه شوی او د نړیوالو غونډو په ترڅ کې چې هم کوم بحثونه شوی، هدف د سولې په خبرو کې د افغانانو د ځای ځایګی معلومول دی، که څه هم چې په دې مسالې له پخوا ټینګار کېده؛ خو تر اوسه یې کومه روښانه پایله ځکه نه ده ورکړې، چې ا بتکار عمل د افغان حکومت په لاس کې نه و.
ښاغلی جاوېد کوهستانی وایی، په حقیقت کې افغان حکومت له یوې پیاوړې ارادې او یو ښه او عقلانی پرېکړې سره د سولې او مذاکرې پروسې ته نه دی داخل شوی، هڅه دا وه چې د سولې له پروسې او له طالبانو سره د اړیکو نه په ۲۰۱۴ کال کې د حاکم ټیم په ګټه په ټاکنو کې استفاده وشی، یا په بله مانا د سولې له پروسې نه د یوې وسیلې ګټه پورته شی.
د ده په خبره، خو دا چې پایله یې ورنکړه او لازمې پایلې ترې تر لاسه نشوې نو د افغانستان په اړه د نړیوالو دوستانو نظر بدل شو او د ولسمشر کرزی د ټیم پر وړاندې بدبینه شول او دا یې ور وښوده که افغانان ونشی کولای دا پروسه په ښه ډول مدیریت کړی؛ نو امریکا به خپله د سولې په خبرو کې ښکېله شی او نړیوال ځواکونه به ابتکار عمل په لاس کې واخلی.
نوموړی وویل، ولسمشر هڅه کوی، چې په دې برخه کې له عربی ټولنې نه ګټه واخلی؛ خو ولسمشر به د کوم هدف د لاسته راوړلو لپاره چې قطر ته تللی هغه به تر لاسه نه کړی.
د سیاسی چارو دغه شنناند وایی، شک نشته چې امریکا، ترکیه او انګلیس په بېلابېلو کچو له طالبانو سره په اړیکو کې دی او د خپلو ګټو تر تامین پورې به دغه اړیکې ساتی.
ښاغلی جاوېد کوهستانی زیاتوی، چې د طالبانو له اکثریت مشرانو سره د ایران اړیکې له دې وړاندې محرمې او پټې وې، ایران ډېر وخت هڅه کوی چې د اطلاعاتو د لاسته راوړلو او د طالبانو د کنټرول کې اخیستلو لپاره چې بلوڅ سنیان یې په مقابل کې ونه درېږی او یا هم مخالف اپوزیسیون یې په مقابل کې وسله واله نښته پیل نه کړی، اړیکې درلودې او تر ډېره دا اړیکې د اطلاعاتو لپاره وې.

دی وایی، له همدې امله د طالبانو مشرانو په وار وار تهران ته سفر کړی، پټ دفتر یې درلود او د ایران له ملاتړه برخمن دی.
د هغه په باور، په سوریه کې د جګړې په ګرمېدو سره نوی سیاسی صف بندۍ چې رامنځته شوې، ایران لږ په علنی ډول ډګر ته راووت او تهران ته یې د سفر لپاره طالبانو ته رسمی بلنه ورکړه.
نوموړی زیاتوی، چې په دې سفر کې د پاکستان د پوځ یو ستر او برحاله جنرال حافظ هم د طالبانو په ټیم کې شامل دی، چې غواړی د طالبانو د راتلونکیو عملیاتی پلانونو د ښې همغږۍ او له پاکستان سره یې په هماهنګۍ کې مرسته وکړی.
کوهستانی وایی، ایران غواړی د طالبانو په هڅونې سره یو ډول د سوریې علنی او انتقام جویانه موضوع ګیری نندارې ته وړاندې کړی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده ماندګار ورځپاڼې ته وویل، په دې کنفرانس کې چې په قطر کې جوړېږی، له عالم اسلام سره د امریکا په اړیکو را څرخی، ځکه امریکا هره ورځ په اسلامی نړۍ کې له یوې نوې ستونزې سره مخ کېږی او غواړی چې څنګه کولای شی له اسلامی نړۍ سره د امریکا اړیکې ښې شی.
دی وایی، د د کنفرانس په حاشیه کې به ولسمشر کرزی د قطر له امیر او نورو چارواکیو سره هم و ګوری او دسولې په اړه به ورسره خبرې وکړی.
د نوموړی په وینا، ولسمشر کرزی قطر ته له دې وړاندې هم سفر کړی و او له قطری چارواکیو یې غوښتی ول، چې د طالبانو لپاره پرانیستل کېدونکی دفتر به یوازې د طالبانو لپاره یو ادرس وی او د سولې له عالی شورا سره به په کې خبرې کوی.
هغه وایی، په دې برخه کې بله ستونزه هغه د ولسمشر کرزی او جان کېری تر منځ ده، چې په وروستۍ ټېلیفونی اړیکه کې جان کېری ویلی، چې افغان حکومت ډېر وخت ضایع کړ او سوله یې را نه وستله.
ښاغلی مژده زیاتوی، کېری ویلی چې وخت کم دی، طالبان هم له افغان حکومت سره خبرې نه کوی نو نور باید امریکا له طالبانو سره خبرې وکړی او له هغې وروسته بیا له افغان حکومت سره خبرې وشی، چې ولسمشر کرزی یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
دی وایی، که څه هم چې اوس ولسمشر کرزی ښکاره څه نه دی ویلی؛ خو له دې وړاندې یې ویلی وو، چې بهرنیان د سولې په پروسه کې مداخله نشی کولای او په قطر کې به بیا خپلې پخوانۍ خبرې له قطری چارواکیو سره شریکوی، چې دا دفتر به د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو اترو یو ادرس وی.
ښاغلی وحید مژده په دې باور دی، چې دا کار بې پایلې دی، ځکه طالبان په هېڅ صورت نه غواړی له افغان حکومت سره خبرې وکړی.
نوموړی وایی، چې د قطر اوسنی سفر به د امریکا او ولسمشر کرزی تر منځ اړیکې لا پسې کړکېچنې او زیانمنې کړی.
دی زیاتوی، چې یوازینۍ د حل لاره دا ده چې ولسمشر کرزی ومنی، چې طالبان له امریکا سره خبرې وکړی او له هغې وروسته د حکومت اپوزیسیون ورشی او له طالبانو سره خبرې وکړی.
د ښاغلی مژده په وینا، هلته بیا معلومېږی او نړۍ پرې پوهېږی چې کوم لوری پړ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.