د کندهار سرحدی ځواکونو پر ډیورنډ لګول شوې کټارې و ایستې

گزارشگر:دو شنبه 2 میزان 1397 - ۰۱ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د کندهار سرحدی ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه هغه کټارې له منځه وړی چی د پاکستانی پوځیانو له لوری د اغزن تار د غځولو لپاره نصب سوی وې.
دا کټارې د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کی ځای پر ځای شوی وې، چی د کندهار د امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی په امر د سرحدی ځواکونو له لوری لیری کړل شوې.
د راپورونو له مخی، پاکستانی ځواکونو د افغانستان سرتېرو ددې کار د مخنیوی هڅه وکړه او د جګړې اخطار ئې ورکړ، خو امنیتی – دفاعی ځواکونو پرته له کومی ستونزی کټارې له منځه یووړې او د پاکستانی پوځ د اخطارونو پروائې ونه کړه.
پاکستان هڅه کوی چی د ډیورنډ پر پوله اغزن تار وغځوی چی دا کار د ولسی وګړو د سخت غبرګون سره مخ شوی دی، تردې چې په ځینو سیمو کی افغانان د پاکستانی پوځیانو پر وړاندی درېدلی دی او دې ته یې نه پرېښودلی چی اغزن تار وغځوی.
رپوټونه وایی پاکستان دمګړی د اغزن تار غځولو کار درولی او د افغان چارواکو سره د خبرو وړاندیز کړی. د یادونی وړ ده، چی په ختیځو ولایتونو کی د شپږو میاشتو راهیسی د اغزن سیم غځولو کار روان دی او ۷۰ فیصده کار یې پای ته رسېدلی، خو حکومت یې په وړاندی کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.