پاکستان له زړو هنجرو کار اخلی

گزارشگر:26 عقرب 1393 - ۲۵ عقرب ۱۳۹۳

mnandegar-3تمه وه چې پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غنی له سفره وروسته به په هېواد کې د برېدونو لړۍ پای لور ته تقرب وکړی؛ خو د کارپوهانو په خبره چې دغه سفر شته توقوعات نه دی پوره کړی.
د ولسمشر غنی له سفر وروسته په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو د استازۍ شکریه بارکزۍ په موټر برید وشو، چې د نوموړۍ په ګډون پکې لږ تر لږه شلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
یاد برید د کابل ولایت د حبیبۍ لېسې ته مخامخ د دارالمان په سړک هغه وخت تر سره شو چې اغلۍ بارکزۍ ولسی جرګې ته په لاره وه.
چارواکی وایی، بریدکوونکی چې په ځان پورې چاودیدونکی توکی تړلی وو بارکزۍ یې په نښه کړې وه.
د ولسی جرګې غړې اغلې شکېبا هاشمی په شکریه بارکزۍ شوی برید وغانده او زیاته یې کړه چې افغان حکومت باید د داسې کړنو لپاره جدی اقدامات په کار واچوی.
اغلۍ هاشمی ماندګار ته وویل چې حکومت او امنتی ځواکونه دې په دې اړه ولسی جرګې ته وضات ور کړی؛ څو په هېواد کې د نورو بد امنیو مخه ونیول شی.
نوموړې ماندګار ته په خبرو کې وویل: ( په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ځانمرګو بریدونو او چاودنو زور اخیستی چې باید امنیتی ځواکونه یې په اړه ولسی جرګې ته وضاحت ورکړی، چې ولې د پخوا په پرته په دې وروستیو دوه، دریو اونیو کې په هېواد کې بد امنۍ زیاتې شوی دی.)
شکېبا هاشمی پاکستان ته د ولمسشر غنی د رسمی سفر په اړه وویل چې باید دغې سفر مثبتې پایلې درلودلې وای؛ خو دا چې پاکستان خپلې همکارۍ سپموی افغان دولت ګرم نه دی.
نوموړې زیاته کړه: ( افغان دولت هر کله له پاکستان سره په صداقت خبرې کړی، که هغه د کرزی حکومت وو او که د اشرف غنی حکومت دی، په خپلو خبرو کې یې تل ریښتیا ویلی او د خپلو سیالانو خبرې هم له صداقته ډکې ګڼی؛ خو پاکستان هېڅ کله له افغا دولت سره په خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې او تل یې د هغوی پر وړاندې په غېرې مستقیم ډول مخالفتونه کړی دی.)
اغلې هاشمی په خپلو خبرو کې وویل، اوس چې پاکستانی چارواکو له ولسمشر غنی سره کومې خبرې مطرح کړی ښایی صادقانه ونه اوسی خو دغه سفر بیا هم اغېزې درلودلای شی.
همدا راز د پوځی چارو کارپوه ښاغلی هادی خالد بیا وایی چې پاکستان د افغان سولې پر وړاندې دومره خندونه رامنځته کړی دی چې په موجودیت کې یې د سولې خبرې اترې اسانه نه دی.
هغه پرته د پاکستان له همکاریو د افغان سوله نا ممکنه و ګڼله او زیاته یې کړه چې که پاکستان غواړی په افغانستان کې سوله راشی ورته په کار ده چې له هرڅه د مخه دوی په افغانستان کې خپلې لاس وهنې ودروی.
ښاغلی خالد ماندګار ته وویل: ( پاکستان د افغان دولت او وسله والو ترمنځ د غرونو په شان خنډونه جوړ کړی دی چې له دې ټولو خنډونو له منځه تلل او یا پر دوی ور اوښتل اسان نه دی، دا ټول په هغه وخت کې امکان لری چې پاکستان په خپله دغه خنډونه له منځه یوسی.)
ښاغلی خالد په خپلو خبرو کې هغه غوښتنې چې افغان دولت یې له پاکستان څخه لری او ژمنې ورسره شوی دی د باور وړ نه ګڼی او زیاتوی چې: ( موږ هیله مند یو چې پاکستان به په افغان سوله کې مرسته وکړی، خو وړاندې له دې چې ولسمشر غنی پاکستان ته سفر وکړی زه په دې باوری نه وم چې دا سفر دې د سولې په اړه لازمې لاسته راوړنې ولری لکه چې له سفر وروسته په ډاګه شوه.)
نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې پاکستان په خپله ولسمشر غنی ته د ملمستیا بلنه ورکړې وه او د مېلمه پالنې دود یې ورسره تر سره کړ؛ خو له سفر وروسته یې ټول هغه توقوعات چې ولسمشر غنی او ولسونو یې له دې هېواده غوښتل په سم ډول ونه منل شو.
هغه وایی: ( پاکستان وروسته له هغې چې ولسمشر غنی رخصت کړی، د پخوانۍ هنجرې مولوی فضل الرحمن په خوله یې په افغانستان کې د جګړې اعلان وکړ.)
ښاغلی خالد وایی چې مولوی فضل الرحمن اوس د پاکستان لپاره سل په سله باوری کس دی چې په واسطه یې هغه فعالیتونه چې پوځ او استخبارات یې غواړی تر سره کړی.
د هغه په خبره پاکستان د دې لپاره سیاسی دینی عالم مولوی فضل الرحمن ساتلی چې له وسله والو طالبانو سره ډېرې نېږدې اړیکې لرې او له دې وړاندې یې هم د دې هېواد د اهدافو لپاره بیا بیا په افغانستان کې د جګړې فتواوې ورکړی دی.
که څه هم چې ښاغلی خالد پر پاکستان د نړیوالو فشارونه جدی ګنی؛ خو وایی چې دا هېواد بیا هم د افغان سولې لپاره خوشبین نه دی.
ولسمشر غنی د خپل دې رسمی سفر په اړه ویلی وو چې د دېارلسو کالو سفرونه یې په دوه ورځو کې طی کړل او لاسته راوړنې یې خوار مهمې وګنلې؛ خو بیا هم وروستی بریدونه د دې شاهدان دی چې پاکستان به په خپلو ژمنو لکه د تېر په شان بې تفاوته پاتې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.