شننونکی: په حکومت کې په لوړه کچه له وسله والو مخالفانو مـلاتړ کېږی

- ۲۵ جوزا ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په خورا یوشمېر حساسو او مهمو ځایونو بریدونه وکړل او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، یوشمېر شننونکی وایی، چې په حکومت کې په لوړه کچه له وسله والو مخالفانو ملاتړ کېږی.
دغه راز شنناندی زیاتوی، چې طالبان له بېخه د اوسنی حکومت نسکورېدل غواړی.
د پوځی چارو شننونکی عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، سږکال یو خاص کال دی، چې له یوې خوا بهرنی ځواکونه له افغانستانه وځی، له بلې خوا هند ته د ولسمشر تګ او د قطر او ایران مسایل دی، چې ویل کېږی طالبانو په کې دفترونه پرانیستی او خبرې یې ورسره کړی دی.
نوموړی وایی، په ټوله کې دغه خوځښتونه د هغو کسانو حرکتونه دی چې طالبانو ته پلان او پروګرام ورکوی، چې دغه ډول فعالیتونه ورکړﺉ.
د ده په خبره، د دې لپاره چې له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړو، هغوی به هم په دې برخه کې فشارونه راوړی.
ښاغلی امرخېل د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه ځانمرګی بریدګر مهمو او خاصو ځایونو ته ځانونه رسوی، وویل: له لارښود او ملاتړ پرته نشی کېدای وسله وال د هوایی ډګر، سترې محکمې او نورو مهم ځایونو ته ځان ورسوی.
هغه وایی، د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو استازی په حکومت او امنیتی ځواکونو کې شتون لری، چې هغوی ته کار کوی او ځانمرګی د هغوی په واسطه دغه ډول مهمو ځایونو ته ځانونه رسوی.
جنرال عتیق الله امرخېل وویل، له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه روانه ده او د حکومت وسله وال مخالفان کلک او پیاوړی ارتباطات لری.
نوموړی زیاته کړه، په داسې حکومت کې چې په کې انظباط، دسپلین، پوښتنې او نظم نشته، په فساد اخته او ډالرو ته یې وازه خوله نیولې، نو مخالفین په کې د خپلو فعالیتونو پر وړاندې څه ستونزه لری.
د هغه په خبره، طالبانو په تېرو دولسو کلونو کې چریکی جګړه مخ ته بېولی او له دې دا ګټه تر لاسه کوی، چې حکومت بې باوره کړی، په ولس کې به وېره واچوی، دا تصور به پیاوړی کړی، چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته به وضعیت خرابېږی او خلک به تېښتې ته اړباسی.

امرخېل زیاتوی، هغه خلک چې شتمن دی او پیسې لری هغه به بهر ته پښې سپکې کړی او حکومت به کمزوری کړی، چې دا د طالبانو په ګټه دی.
همدارنګه د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال ماندګار ورځپاڼې ته وویل، هر څومره چې د حکومت او خلکو تر منځ واټن ډېرېږی او ستونزې را پیدا کېږی، فضا د وسله والو مخالفانو په ګټه څرخی.
هغه وایی، د حکومتی مشرانو ضد و نقیض څرګندونې په خلکو کې د بې باورۍ د رامنځته کېدو لامل شوی او خلک نور په حکومت کم باور لری.
دی زیاتوی، قطر ته د ولسمشر تګ د طالبانو موضوع، طالب ته د ورو او کله هم د دښمن خطاب کول او د سولې لپاره نورو هلو ځلو په خلکو کې دا نظر پیاوړی کړی، چې ګویا حکومت له وسله والو مخالفانو سره د مبارزې توان نه لری او د امنیتی ځواکونو مورال یې یو څه راکم کړی دی.
استاد جلال وایی، حکومت تر اوسه د مخالفانو پر وړاندې یو روښانه او قاطع دریځ نه لری.
د هغه په اند، دا چې وسله وال هوایی ډګر او سترې محکمې ته رسېږی، روښانه کوی چې تر شا یې څوک چې دوی تر دې ځایونو پورې را رسوی.
ده وویل، دا عادی خلک نه دی، نه د ټولی، کنډک، قوماندانانو او حتی د معینانو کار نه دی، بلکې له دې هم د لوړو چارواکیو کار دی، چې وسله والو تر خاصو او مهمو ځایونو رسوی.
نوموړی زیاتوی، دا کار د هغو چارواکیو په وس پوره دی چې د افغانستان او افغانانو د برخلیک په اړه د پرېکړه کولو صلاحیت لری.
د کابل پوهنتون دغه استاد په دې باور دی، چې طالبان په دغه ډول بریدونو سره غواړی، هېوادوالو ته وښی، چې حکومت د خپلو هوایی ډګرو، محکمو او نورو ځایونو د ساتنې وس نه لری او خلک په حکومت بې باوره او د چارواکیو ارام خوب پرې زار کړی.
ده دغه راز وویل، چې مخالفان تر یوه حده په دې کار کې بریالی هم دی او حکومت یې د مبارزې وس نه لری.
استاد فیض الله جلال وایی، په حکومت کې دننه ټول په یوه خوله نه دی او نفاق کې پیدا شوی، ولسمشر له مرستیالانو، وزیرانو او ملی شورا سره د نظر اختلاف لری.
د هغه په باور، حکومت طالبانو ته ډېر امتیازونه ورکړل، د هغو زندانیان یې خوشې کړل خو له دې ټولو عقب نشینیو سره سره مخالفانو حکومت ته زرغون څراغ ښکاره نه کړ.
نوموړی زیاتوی، که څه هم چې حکومت په واک کې د هغوی د شریکېدو خبره کوی؛ خو طالبان له بېخه د دې حکومت نسکورېدل غواړی.
ده وویل، په هوایی ډګر او سترې محکمې بریدونو وښوده چې وسله وال په حکومت کې له خورا سترو ملاتړو برخمن دی او هر چېرې وغواړی رسولی یې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.