د قطر د دفتر پر وړاندې د مخالفتونو څپې!

- ۰۷ سرطان ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې د سولې د خبرو اترو لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل شو او د افغان دولت تند غبرګون یې له ځانه سره درلود، د هېواد په یوشمېر سیمو کې هم د دې دفتر پر وړاندې مخالفتونه مخ په ډېرېدو دی.
دغه مخالفت کوونکی وایی، چې له دې دفتره به طالبان د سولې پر ځای نورې ناوړه ګټه پورته کړی او په هېواد کې به جګړه ورسره زور واخلی.
تېره ورځ په کاپیسال کې سلګونه کسانو د دې دفتر پر وړاندې لاریون وکړ او خپل مخالفت یې په ډاګه کړ. دغو لاریون کوونکیو غوښتل، چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل هغوی ته امتیاز ورکول دی او باید حکومت نور له امتیاز ورکونې تېر شی.
دغه راز په ننګرهار کې هم سلګونه ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې له دې دفتر سره خپله مخالفت وښود.
دغو ځوانانو چې شمېر یې کابو پنځه سوه تنو ته رسېده ویل، چې د سولې په نوم دغه دفتر به د ګاونډیو هېواد ونو د استخباراتی همغږیو مرکز وی.
په ختیز کې د افغانستان د ځوانانو ملی ټولنی غړی لال محمد صمیم رسنیو ته ویلی، چې طالبان سوله نه غواړی او هېڅکله یې د سولې لپاره زرغون څراغ نه دی ښکاره کړی.
ده زیاته کړې، هر ځل چې په طالبانو د سولې غږ شوی، هغوی یې ځواب په درنو او خونړیو بریدونو ورکړی. د صمیم په خبره، د سیمې استخبارات به له وسله والو طالبانو سره د سولی د خبرو په نوم له یاد دفتر څخه ګټه اخلی او له همدې ځایه به د کوټې شورا په څېر پر افغان دولت او عامو افغانانو بریدونه طرحه کوی.
د دې غونډې ګډونوالو و یل، چې په دې صورت کې چې طالبان د سولې خبرې نه غواړی، باید حکومت هم د قطر دفتر منلو ته زړه ښه نه کړی.
دغه ډول د پنجشنبې په ورځ کابل هم په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانستې د مخالفت د لاریون شاهد و. په کابل کې د شنې لړۍ سلګونه کسانو د دې لپاره لاریون تر سره کړ، چې ادعا یې کوله، په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل د افغانستان د تجزیې په مانا ده.
دغو لاریون کوونکیو ( د طالبانو حکومت نه غواړو! ) شعارونه ورکول او له دې دفتر سره یې خپل مخالفت اعلانوه.
لاریون کوونکیو ویل، په هېڅ ډول چمتو نه دی، چې د افغانستان تجزیه ومنی؛ بلکې غواړی چې افغانستان یو ملی او واحد دولت ولری.
د زرغونې لړۍ غړو چې دا لاریون یې تر سره کاوه ویل، که افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره په یوازې سره جوړ جاړی ته ورسېږی او ولس حاشیې ته وغورځی نو دغه جوړجاړی به امن رانه ولی.
دا په داسې حال کې ده، چې کابو دولس ورځې وړاندې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې د خبرو اترو لپاره د اسلامی امارت او د طالبانو د سپین بیرغ تر را ځړېدا لاندې، دفتر پرانستل شو، چې د دې دفتر د اسلامی امارت نوم او د طالبانو د سپین بیرغ د افغان حکومت، د افغان حکومت د سیاسی مخالفانو، امریکا او یوشمېر د نړۍ نورو هېوادونو غصه را وپاروله او له دې دفتر سره یې مخالف وکړ.
ولسمشر کرزی ویلی ول، چې امریکا ورسره د دې دفتر د پرانستې بل ډول موافقه کړې وه او له د همدې لپاره جان کېری ګواښ وکړ که طالبان خبرو اترو ته چمتو نه وی نو دغه دفتر به بېرته وتړی.
د افغان حکومت له مخالفت وروسته قطر له دې دفتره د اسلامی امارت لوحه او بیرغ ښکته کړل؛ خو طالبان وایی، چې لا هم لوحه او بیرغ په خپل ځای دی.
د حکومت سیاسی اپوزیسیون هم له دې دفتر سره مخالفت ښودلی او ویلی یې دی، چې یوازې باید دغه دفتر د سولې د خبرو اترو لپاره وی نه د نورو اهدافو لپاره. ولسمشر کرزی په خپل تازه غبرګون کې ویلی، چې د قطر دفتر د پرانستو دسیسه یې شنډه کړې ده.
هغه ویلی، هیچاته اجازه نه ورکوی، چې پر افغانستان د سولې په بدل کې ملوک الطوایفی تحمیل کړی.
ولسمشر حامد کرزی دغه څرګندونې په خپله اونیزه راډیو وینا کې کړی او ویلی یې دی، په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو مخکې شوې موافقه یو ډول وه خو د پرانیستو پرمهال د طالبانو اقدامات بل ډول شول.
ولسمشرحامد کرزی په همدې وینا کې یوځل بیا طالبانو ته بلنه ورکړه چې جګړه پرېږدی، له خپلو مدنی او سیاسی حقوقو څخه ګټه واخلی او په هېواد کې دننه ژوند وکړی. ولسمشر کرزی همدا راز ټینګار وکړ، چې افغان حکومت به په هېواد کې د سولې د ټینګولو تر وخته خپلو هڅو ته دوام ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.