ابراهیمی: د انتخاباتو کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ظرفیت نه لری

گزارشگر:یک شنبه 12 حمل 1397 - ۱۱ حمل ۱۳۹۷

د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نېټې تر اعلان وروسته د ولسی جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمی وایی، د انتخاباتو کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ظرفیت نه لری.
د ښاغلی ابراهیمی په خبره، کمېسیون پرته له دې چې د انتخاباتو په اړه د خلکو اندېښنو ته واضح ځواب ووایی، د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه یې اعلان کړه.
نوموړی چې د شنبې په ورځ یې د جرګې په عمومی غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې ولسی جرګې د کمېسیون چارواکی له همدې امله د جرګې عمومی غونډې ته استجواب کړی وو، خو په خبره یې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوی ته په استولی مکتوب کې لیکلی چې په خپلو چارو کې خپلواک دی او له راتګه یې انکار کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
«زموږ غږ دې ولسمشر ، اجرائیه رئیس او هغوی چې په افغانستان کې له ډموکراسۍ ملاتړ کوی، واوری چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون قطعاً د انتخاباتو د ترسره کېدو اراده نه لری، ظرفیت یې نه لری او له خلکو سره په دې اړه تعهد نه لری، نو له دې کبله نه راتګ یې موږ محکوموو او د قانون خلاف یې بولو.»
ښاغلی ابراهیمی دا هم وویل چې د انتخاباتو په ملی پروسه کې ناغېړی ملی خیانت دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.