د تخار د لاریونو تر شا پرتې موخې!

- ۰۹ سرطان ۱۳۹۲

د تخار چارواکی وایی، چې په دې ولایت کې د شنبې د ورځې له خونړیو لاریونونو وروسته اوس وضعیت نورمال حالت ته ګرځېدلی دی.
د تخار د امنیه قوماندان خلیل اسیر رسنیو ته ویلی، چې له کابل ورغلی هیئت له لاریون کوونکیو سره په خبرو اترو اخته دی خو لا یې پایلې نه دی روښانه شوی.
له تېرو شپږو ورځو راهیسې په تخار کې د عبدالرشید دوستم د پلویانو له لوری لاریونه روان دی، چې د والی او یوشمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو د لرې کېدو غوښتنه کوی.
دغه لاریونونه د شنبې په ورځ چې د لاریون د پیل شپږمه ورځ کېده په تاوتریخوالی واوښتل او درې تنه په کې ووژل شول.
که څه هم چې ویل کېږی لاریونه د دوستم د پلویانو له لوری کېږی؛ خو د تخار والی او امنیه قومندان د مخالفانو او د حکومتی چارواکیو د پلویانو ترمنځ د اخ وډب سبب شوې چې په لړ کې یې درې تنه وژل شوی او شاوخوا پنځوس تنه نور یې ژوبل کړی دی.
په جوزجان کې د جنرال دوستم تر امر لاندې مظاهره چیان بریالی شول چې د کرزی د حکومت والی له دې ولایته ایستلو ته اړباسی.
په جوزجان کې د دوستم پلویانو تر مظاهرې مخکې د والی محمد عالم ساعی پر کور وسله وال برید کړی و. شاهدان وایی چې ډېری کسان د لاریون کوونکیو له خوا پر یو بل د ډبرو د ویشتلو له کبله ژوبل شوی دی.
د شنبې د ورځې د تاوتریخوالی په اړه ویل کېږی، چې په کې ډزې هم شوی او داسې ویل شوی چې د دواړو خواوو د مظاهره چیانو په منځ کې وسله والو کسانو پر یو بل ډزې کړی دی.
پولیسو پر چا ډزې نه دی کړی؛ خو نه دی توانېدلی چې د مظاهره چیانو د دوو ښکېلو ډلو ترمنځ د اخو ډب مخه ونیسی.
د تخار ولایت د مجاهدینو د شورا په نوم یوې ډلې، چې دا مظاهرې یې تنظیم کړی دی، ویلی: تر څو چې والی او امنیه قومندان نه وی لری شوی لاریونونو ته به دوام ورکړی.
په تخار کې د مجاهدینو شوراء پلویان وایی ترهغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوی ترڅو چې د تخار په سیمه ییزې حکومتدارۍ کې د ملی مشارکت اصل په پام کې نه وی نیول شوی، دوی د والی احمد فیصل بیګزاد او امنیه قوماندان عبدالحنان آغاګل قطغنی له دندو د ګوښه کېدو غوښتنه کوی.
همدارنګه یوشمېر د تخار اوسېدونکی سرټکوی، چې ځینې خبریالان د دې لاریونونو په اړه له افترا ډک رپوټونه ورکوی او په قصدی ډول په کې د ازبک لاریون کوونکیو شمېر لوړ ښیی.
د دغو له کبله د تخار ښار تړل شوی دی، دغه ښار ته ورغلی ټول سړکونه بند دی. د شنبې په ورځ یوشمېر کسانو چې له روان وضعیت نه ستړی شوی ول، د ازبک لاریون کوونکیو پر وړاندې یې په لاریون لاس پورې کړ او په پایله کې یې تاوتریخوالی رامنځته شو.
د تخار ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر حفیظ الله صافی ویلی، د دری تنو لاریون کونکیو جسدونه او له پنځوسو نه زیات ټپیان دولتی او خصوصی روغتونونو ته وړل شوی، چې ټپیان ډېری په ډبرو او لرګیو وهل شوی دی.
د دې ولایت سوداګر او دوکانداران وایی، له یوې اونۍ راپه دېخوا یی کاروبار بند شوی، سوداګری یې په ټپه ولاړه او ورته درون مالی زیان اوښتی دی.
ټاکل شوې چې ولسې جرګه به د سه شبنې په ورځ یادې کشالې ته د حل موندلو لپاره د دغه ولایت استازی د یوه پلاوی په توګه ور واستوی څو مسایل له نېږدی وڅاری اود کرارۍ لازمی چاری ورته ومومی.
د تخار یوشمیر اوسیدونکی دا هم وایی، چې لاریونونه له بهره تنظیمیږی او سیاسې موخو ته رسېدو په خاطر په لاره اچول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.