د پاکستان د اصلی پرېکړه کوونکیو برخلیک به څه کېږی؟

- ۲۴ سرطان ۱۳۹۲

پاکستان کې له ټاکنو او د لومړی وزیر له ټاکل کېدو وروسته اوس په دې هېواد کې د مهمو چارواکیو دندې مخ په پای ته رسېدو دی.
که څه هم چې د لومړی ځل لپاره په پاکستان کې واک په سوله ییز ډول انتقالېږی او نوی ټاکل شوی لومړی وزیر د پوځ له کړنو په تېره کې ناوړه خاطرې لری اوس به د یوشمېر مهمو چارواکیو په انتخاب کې خورا دقیق وی.
په پاکستان کې د ولسمشر اصف علی زرداری، د سترې محکمې د رییس افتخار چوهدری او د پوځ د لوی درستیز اشفاق کیانی دندې په راتلونکیو څو میاشتو کې پای ته رسېږی او پر ځای به یې نوی چارواکی وټاکل شی.
د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې په راتلونکو میاشتو کې به د ولسمشر اصف علی زرداری د ولسمشرۍ دوره پوره شی او د هغه پر ځای به مسلم لیګ ن ګروپ، چې په پارلمان کې اکثریت لری د خپل ګوند یو غړی د پارلمان په رایو غوره کړی.

د راپورونو له مخې، نوازشریف غواړی چې د ملی امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز، چې په خټه پښتون دی، ولسمشرۍ ته کاندید کړی.
دغه راز د پاکستان د سترې محکمې د جنجالی رییس قاضی افتخار چودری د کار موده هم بشپړېدونکې ده. که څه هم ښاغلی چودری له نوازشریف سره ښې اړیکې لری؛ خو د نوموړی پر ځای د یوه بل قاضی الاقضات ټاکنه به د نوازشریف راتلونکې اندېښنې راکمې کړی.
د پاکستان له قوانینو سره سم باید د سترې محکمې د هر رییس د دورې په پای کې د دې محکمې هغه قاضی بې له ځنډه باید قاضی الاقضات شی چې په دې محکمې کې یې تر ټولو زیاته موده کار کړی وی او تر نورو یې رتبه لوړه وی.
د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی د لوی درستیزۍ دوره هم ختمېدو ته نژدې شوې ده. د پاکستان له قوانینو سره سم نوی لوی درستیز باید رتبې او د کارسابقې ته په کتو د لومړی وزیر له لوری ونومول شی. په خپله کیانی په وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلی وو، لېوال نه دی چې د کار موده یې وغځول شی.
ځینو پاکستانیو ورځپاڼو اټکل کړی چې ښایی د پوځ د لوجستیکی چارو اوسنی رییس سترجنرال هارون اسلم، چې په خټه پنجابی دی، د جنرال کیانی ځای ونیسی. د ای ایس ای د اوسنی رییس جنرال ظهیر السلام او څو نورو جنرالانو نومونه هم د کیانی د احتمالی ځای نیوونکیو په توګه اخیستل کېږی. دا هم ویل کېږی چې نوازشریف له ظهیر السلام سره ښې اړیکې لری.
ګومان کېږی نوازشریف به، چې تېر ځل یې له پوځه بد ګوزار خوړلی، هڅه وکړی داسې څوک د پاکستان د پوځ مشر (لوی درستیز) وټاکی چې د مشرف او ضیا الحق په شان د ټول قدرت د انحصارولو شوق په سر کې نه لری.
د نوازشریف حکومت د هېواد د انتخاباتو له کمیسونه غوښتی دی چې په راتلونکیو اوونیو کې د نوی ولسمشر د انتخاباتو لپاره نېټه وټاکی. له قانون سره سم د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه باید د ولسمشر د کار د مودې تر بشپړېدو یوه میاشت مخکې وی.
د پاکستان ولسمشر، چې د کار دوره یې پنځه کلنه وی، د خلکو په مستقیمو رایو نه غوره کېږی بلکې د پارلمان غړی رایې ورکوی.
د ښاغلی زرداری د کار موده د سږکال د سپټمبر په نهمه (سنبله ۱۸مه) پای ته رسېږی. د پوځ د لوی درستیز جنرال کیانی د کار موده په اکتوبر یا میزان او د سترې محکمې د رییس افتخار چودری ماموریت د سږکال په نومبر یا عقرب کې بشپړېږی.
دا چې څوک به ټاکل کېږی له وخت وړاندې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.