د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ټاکل شوی کسان بې پرې نه دی

- ۰۷ اسد ۱۳۹۲

د مدنی ټولنو یوشمېر فعالان وایی، چې د ولسمشر کرزی له لوری ټاکنو د خپلوا کمېسیون د غړو او ولسمشر ته د اوه ویشتو کسانو د ټاکنې کمېټې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په ټاکلو کې په یوشمېر معیارونو سترګې پټې کړی دی.
هغوی وایی، دغه کار به لامل شی، چې پر کمېسیون د خلکو باور نور هم کم شی او کمېسیون به بې پرې نه وی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوی مشر جانداد سپین غر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره د نهو ټاکل شویو غړو په اړه په ستونزو کې د ولسمشر مسوولیت ډېر نه راځی، بلکې دا مسوولیت د هغې کمېټې پر غاړه دی، چې ولسمشر ته یې د اوه ویشتو کسانو لېست برابر کړی و.

هغه وایی، د ولسمشر لپاره د اوه ویشتو کمېشنرانو د ټاکنې کمېټه، چې باید د ټاکنو د ندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون له مخې یې باید معیارونه ټاکلی وای او د هغو معیارونو له مخې بیا دغه اوه ویشت کسان وړاندیز کړی وای.
د ده په خبره، په تاسف سره چې د ټاکنې کمېټې هغه معیارونه چې د قانون هدف دی، یانې داسې معیارونه چې وګړی باید د ټاکنو مسلک او تجربه ولری او له سیاسی ډلو سره تړلی نه وی، چې یادې کمېټې په دغو دوو معیارو کاملاً سترګې پټې کړې.
ښاغلی سپین غر زیاتوی، دې کمېټې اوه ویشت کسان د دغو معیارونو خلاف ولسمشر ته وړاندیز کړل او طبیعی ده چې ولسمشر به په کې د خپلې خوښې وړ خلک ګوماری.
هغه وایی، دا چې کمېشنران دغه ډول ګومارل کېږی، وبه نشی کولای چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه زیانمن شوی باور چې په تېرو څو کلونو کې زیانمن شوی و، بېرته ورغوی.
د فیفا د یاد چارواکی په خبره، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو ته د باور تر څنګ مسلکی والی او د هغې وړتیا شتون اړین دی، چې وکولای شی په سختو شرایطو کې د ټاکنو بېلابېل مراحل او پړاوونه مخ ته بوځی، همدارنګه کمېسیون بې پرې وی، چې په اوسنیو کمېشنر ټاکلو کې به دا خبرې نه وی، کمېسیون به د خلکو باور خپل نه کړی، مسلکی او ناپېیلی به نه وی.
نوموړی وویل، تر کومه چې کمېسیون بې پرې او مسلکی نه وی؛ نو ټاکنو پایلې به هم تر پوښتنې لاندې وی.
د ده په وینا، دا یوه اندېښنه، چې د کمېشنرانو د ټاکنې له کمېټې نه یې سرچینه واخیسته او هغوی په بېلابېلو ډولونو سره په دې کمېټه کې د مدنی ټولنې د استازی مخه ونیوله او ټوله کمېټه د دولتی دوایرو له مشرانو جوړه وه او هغه ډول چې قانون ویلی ول هغسې ونشو.
ښاغلی جانداد سپین وایی، د دې ستونزې د حل لپاره بله لاره نشته؛ خو یوازې مدنی ټولنې او سیاسی ګوندونه به له قانونی لارو خپل اعتراض وکړی.
نوموړی وایی، د دې کار زیان به ولس او هېواد ته ورسېږی، ځکه د ۲۷ ټاکل شویو کسانو په بې پرېوالی او ټاکلو خلکو پراخې نیوکې درلودې او کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بې باوره شی زیان یې ټول ولس ته رسېږی، چې مسوولیت به یې ولسمشر او د کمېشنرانو د ټاکنې کمېټې پر غاړه وی.
په همدې حال کې د ازادو او رڼو ټاکنو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له نېکه مرغه چې دا ځل د راتلونکیو ټاکنو لپاره قانون شته او د تقنینی فرمان پر ځای به دا ځل ټاکنې د قانون له مخې کېږی، چې دا خپله په دې برخه کې یو پرمختګ دی.
هغه وایی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو د ټاکنې کمېټه چې یوه مشترکه کمېټه ده بل پرمختګ دی چې وړ کسان ولسمشر ته وړاندیز کوی؛ خو دا چې دغه کمېټه څومره توانېدلې خپلې چارې په سمه توګه پرمخ یوسی، دا بله مساله ده.
د ده په خبره، د ټاکنې کمېته له بده مرغه چې د ځینو معیارونو په پام کې نه نیولو سره ۲۷ کسان ولسمشر ته وړاندې کړل، چې لومړی معیار یې د ناپېیلتوب او بل یې هم مسلکی والی دی.
ښاغلی ایوبزاده وویل، هیله من دی چې نهه ټاکل شوی کسان به د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د خلکو باور خپل کړی؛ خو زیاتوی دا اندېښنې هم ورسره شته چې د دوی په کار کې شخصی ګټې او شخصی مسایل مطرح نه وی او که دا مطرح وی نو ګڼې ستونزې را زېږولای شی.
دده په خبره، که ټاکل شوی کسان یوازې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ژمن وی او د یوه ټیم په توګه د ښو ټاکنو د ترسراوی لپاره هڅې وکړی، پایلې به یې ښې وی او باور به ژر خپل کړی.
د ټیفا د ادارې مشر وایی، لا هم په دې اړه پوښتنې شته چې ټاکل شوی کسان څومره مسلکی دی، ځکه د ټاکنې کمېټې ورته کوم معیارونه نه دی وضع کړی؛ خو هیله مندی ښیی، چې ټاکل شوی کسان به په خپلو چارو کې روښانه کړی، چې مسلکی دی.
وروسته له هغې چې د ټاکنیزو کمېشنرانو کمېټې ولسمشر ته د اوه ویشت کسانو لېست واستوه ولسمشر کرزی تېره ورځ له دغو وړاندیز شویو اوه ویشت کسانو نه نهه تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو په توګه وټاکل.
په دغو کسانو کې عبدالرحمن هوتکی، سریراحمد برمک، پوهاند محمد حسین گرزیوانی، محمدعزیز بختیاری، قاضی سلېمان حامد، ډاکټر احمد یوسف نورستانی، گلالۍ اڅکزۍ، لیلا احراری او شریفه زرمتی وردک شامل دی.
په دې اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلی، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی به د لوړې له مراسمو وروسته په خپله لومړنۍ ناسته کې د یاد کمېسیون مشر، مرستیال او منشی وټاکی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.