گزارشگر:سه شنبه 9 قوس 1395 - ۰۸ قوس ۱۳۹۵
په کندهار کې د سولې شورا خبر ورکوی چې په دې ولایت کې شاوخوا ۱۳۰۰ طالب وسلهوالو جګړه پرېښې او په خپله خوښهیې عادی ژوند پیل کړی.
د کندهار د سولې شورا د ولایتی کمېټې مشر عطا محمد احمدی ازادی رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ولسوالیو په سطحه د دوی سیمهییزې کمېټې په دې توانېدلی چې یو شمېر وسلهوال راضی کړی څو خپلې وسلې پر ځمکه کېږدی او عادی ژوند کولو ته راوګرځی.
د احمدی په وینا شاوخوا ۲۰۰ وسلهوال چې یو شمېر یې د لوړې کچې قوماندانان پهکې شامل دی په رسمی ډول د سولې د پروسې سره یوځای شوی او شاوخوا ۱۳۰۰ نورو طالب وسلهوالو جګړه پرېښې او په خپله خوښهیې عادی ژوند پیل کړی.
ښاغلی احمدی زیاته کړه:
“په ولسوالیو کې زموږ د کمېټو په همکاری او د دوی د خپلوانو لهخوا تبلیغ ورته شوی اوس چې په کور کېناستلی شمېر یې ۱۳۰۰ یا اضافه تر دې دی.”
د سولې د شورا ولایتی مشر ښاغلی احمدی وایی، هغه کسانو چې له جګړې لاس اخیستی او عادی ژوند یې پیل کړی یو شمېر یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مرسته حرفوی کورسونو ته د کسب زده کولو لپاره معرفی شوی او یو شمېر نورو د خپل ژوند او امنیت په خاطر ځانونه نهدی ښکاره کړی.
ښاغلی احمدی زیاته کړه:
“موږ د دوی په خوښه کارونه پیدا کړی ځینې مو کسب زده کولو ته معرفی کړی ځینې چې سواد یې نهدرلود ښاروالۍ ته د کار کولو لپاره معرفی کړی دی.”
د سولې شورا سیمهییز مشر دغهراز وایی چې په دې وروستیو کې له دوی سره د طالبانو د خپلمنځی اختلافاتو او د روسیې سره د دغه ډلې د اړیکو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د وسلهوالو تماسونه زیات شوی.
نوموړی په ټینګار سره وایی چې د حکومت زیات وسلهوال مخالفین د سولې پلویان دی خو دوی د خپل امنیت په اړه اندېښنه لری.
کارپوهان په سیمهییزه کچه د وسلهوالو مخالفینو سره د سولې شورا دغه ډول تماسونه ګټور بولی.
د کارپوهانو په باور که څه هم د افغان دولت او وسلهوالو مخالفینو تر منځ د لوړې کچې خبرې د نامعلومو دلایلو په وجه درېدلی خو کندهار کې د سولې د بهیر سره د وسلهوالو یوځای کېدل د دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو پر امنیت کولای شی اغېز وکړی.
Comments are closed.