په نورستان کې د ښوونکیو معاشونه طالبانو ته ورکړل شوی دی

گزارشگر:عرفان مومند - ۰۸ اسد ۱۳۹۲

د ملی شورا ځینې غړی وایی، چې په دې ولایت کې د ښوونکیو او د پوهنې د مامورینو معاشونه طالبانو ته رسېدلی دی.
په ملی شورا کې د دې ولایت استازی وایی، چې په لوی لاس ځایی چارواکیو د ښوونکیو معاشونه طالبانو ته په رشوت ورکړی دی.
په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازی حافظ عبدالقیوم ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې درې ورځې وړاندې ورته په دې اړه خبر ورسېد، چې د دواب ولسوالۍ د ښوونکیو او د پوهنې د مامورینو معاشونه په کاردیوا سیمه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه ده او حکومت پرې واک نه لری، ورک شوی دی.
هغه وایی، دغه پیسې چې پنځوس لکه افغانۍ کېږی دواب ولسوالۍ ته د ځایی چارواکیو له لوری په مرموز ډول په غرنۍ پلې لار وړل کېدې، چې ورکې شوی دی.
د ده په خبره، د یادو پیسو تری تم کېدو څرنګوالی ته په کتو روښانه کېږی، چې دغه پیسې د ځایی چارواکیو له لوری طالبانو ته په رشوت ډول ورکول شوی دی.
ښاغلی حافظ عبدالقیوم د دې پوښتنې په ځواب کې چې د څه لپاره طالبانو ته په رشوت ورکړل شوی وویل، ښه دا ده چې په دې اړه له ولایت مقام نه وپوښتل شی؛ خو په داسې سیمه کې چې عام خلک پرې پلی تګ راتګ نشی کولای، څنګه حکومتی میلونه افغانۍ معاشونه پرې په بوجیو کې انتقالېږی؟ خو په حقیقت کې له رشوت پرته بله هدف نه لری.
د ده په وینا، جالبه دا ده هغه کس چې یادې پیسې یې لېږدولې خپله راخوشې شوی، خو پیسې طالبانو ترې اخیستی دی.
د مشرانو جرګې دغه غړی وایی، د معاشونو د ورکېدو خبره یې په ملی امنیت شورا کې په داسې حال کې چې د نورستان والی هم ناست و، ولسمشر ته یاده کړې؛ خو والی په یاده غونډه کې له دې پېښې ناخبری وښوده خو له غونډې وروسته یې تایید کړه.
هغه وویل، دا خبره یې تر ولسمشره رسولې، دا چې وړاندې به حکومت څه کوی په هغوی پورې اړوند ده.
ښاغلی عبدالقیوم زیاتوی، په کار ده چې د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې وپوښتل شی، چې نورستان ته یې څه ډول چارواکی استولی، چې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل یې د غلا ډنډورې پورته کېږی، چې کله د پولیسو معاشونه ورکېږی، کله بانک لوټل کېږی او کله هم د ښوونکیو.
ده وویل، له تېر یونیم کال راهیسې دا رسوایۍ په دې ولایت کې روانې دی؛ خو دوی اندېښمن په دې دی، چې مرکزی حکومت یې پر وړاندې جدی غبرګون نه ښیی.
په همدې حال کې په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوی احمدالله موحد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې هم ومنله چې یاد معاشونه ورکړل شوی دی.
هغه وویل، متمدینو لوېدیځ نورستان ته د طالبانو تر نفوذ لاندې لاره باندې، چې د هغوی مهم مرکز هم دی، د ښوونکیو معاشونه لېږدول.

دی وایی، په نورستان کې د رهبرۍ د کمزورۍ او د مرکزی حکومت د نه غبرګون له امله دغه ډول پېښې په نورستان کې معمول ګرځېدلی، ځکه د پولیسو د معاشونو ورکېدو، د بانک لوټل کېدو او نورو پېښو عاملینو ته سزا ورنکړل شوه.
نوموړی زیاتوی، په نورستان کې دغه ډول پېښې معمول ګرځېدلی او ښایی په راتلونکی کې ډېرې ورته نورې پېښې هم وشی، ځکه په نورستان کې قانون نشته چې له مخې یې خلکو ته سزا ورکړل شی او د دغسې پېښو عاملین محاکمه شی.
ښاغلی مولوی موحد سره له دې چې وایی، د دغو پیسو ورکېدل د یوې معاملې په ترڅ کې شوی؛ خو وایی ښایی والی او نور لوړ پوړی چارواکی په کې لاس ډېر ونه لری او اړونده ادارو کېدای شی معامله کړې وی.
د ده په خبره، چې ورکې شوی پیسې ۲۵ لکه افغانۍ دی، چې ورکې شوی دی.
هغه وایی، په وار وار یې له مرکزی حکومت سره د نورستان د ستونزو او دې پېښو په اړه خبرې کړی؛ خو تر اوسه چا اقدام نه دی کړی.
نوموړی زیاتوی، تېر کال د پولیسو د معاشونو د ورکېدو پر مهال یې له کابله ځینې پلاوی هم نورستان ته بوتلل څېړنې یې وکړې او په پایله کې روښانه شوه، چې دا یو قصدی عمل دی؛ خو مرکزی حکومت یې اړونده کسانو ته سزا ورنه کړه او له همدې امله دا پېښې په نورستان کې مخ په ډېرېدو دی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د نورستان د والی تمیم نورستان او د پوهنې وزارت د ویاند امان الله ایمان نظر هم واخلو دواړو ته له پرلپسې ټېلفونو کولو سره سره یې د بوختیاوو له امله خبرو ته زړه ښه نه کړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.