د سولې عالی شورا د ولسمشر کرزی څرګندونو ته په اشارې: نباید پاکستان ته د ولسمشر سفر منفی و ارزول شی

- ۰۲ سنبله ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ ولسمشر کرزی پاکستان ته په رسمی سفر لاړ ولسمشر کرزی تېره ورځ په یوه خبری کنفرانس کې وویل، چې پاکستان ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه ډاډمن نه دی، خو هیله من دی.
هغه ویلی، په دې هیله داسفر کوی چې؛ په افغانستان او پاکستان کې د امنیت لپاره نتیجه ورکړی.
خو د سولې د عالی شورا چارواکی وایی، چې نباید دغه سفر منفی وارزول شی او شرایط اوس د دې برابر شوی چې پاکستان له افغان سولې سره رښتینی مرسته وکړی.
سولې د عالی شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې پاکستان ته د ولسمشر کرزی د سفر په اجنډا کې به د سولې مساله تر نورو مهمه وی او دا چې په پاکستان کې نوی منتخب حکومت راغلی؛ نو دغه سفر به یو تشریفاتی سفر نه وی.
هغه وایی، دا سفر له یوې مشخصې اجنډا سره تر سره کېږی او له پاکستانیو پوځی او ملکی چارواکیو یې نه هیله دا ده چې دا ځل د سولې په برخه کې رښتینی مرسته وکړی.
د ده په وینا، پاکستان ته د ولسمشر په دې سفر کې چې به د دواړو هېوادونو تر منځ کومې ژمنې او تعهدات چې کېږی، هغه به په صداقت بنا وی، همکاری به جدی همکاری وی، ځکه د وخت اړتیا دا ده چې د سولې لپاره دې تر هر څه ډېر جدی کار وشی.
ښاغلی شاهد د ولسمشر کرزی دې خبرې ته چې پاکستان ته د سفر لپاره هیله من دی خو ډاډه نه دی وویل، ښایی ولسمشر کرزی تېرو تجربو ته په کتو سره دغه ډول خبرې کړی وی؛ خو له شک پرته چې اوس د افغانستان د سولې پروسه یوازې تر افغانستانه محدوده نه ده، بلکې یوه پېچلې مساله ده، چې افغانی، سیمه ییز او نړیوال بعدونه لری.
د سولې د عالی شورا ویاند وایی، د سولې د پروسې حلول د خاصو کړیو په وس پوره نه ده او هغه زیانونه چې د جګړې له امله رامنځته کېږی دواړو هېوادونو ته یو جدی ګواښ دی، چې حتی نړۍ له دې اوره سوځی؛ نو د ده هیله دا ده، چې له مخکې نه نباید دې سفر ته په منفی ډول وکتل شی.
نوموړی په دې باور دی، چې دا یو زرین او طلایی فرصت او چانس دی او ټولو ولسونه، دولتونه، قومی مشران، ځوانان، مدنی ټولنې او رسنۍ له داسې سفرونو کلک ملاتړ وکړی او ورسره خپلې غوښتنې هم مطرح کړی.
مولوی شهزاده شاهد وایی، هر هغه پروګرام او برنامه چې د سولې لپاره ګټور تمامېږی چې هغه د طالبانو له دفتره ملاتړ، د بندیانو خوشې کېدل، د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې لپاره ګډه مبارزه، په ټولو برخو کې رښتینی همکاری او نور دا ټول د دوی غوښتنې او وړاندیزونه دی او باید دواړه هېوادونه په رښتینی ډول سره همکاری وکړی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی سیداسحاق ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دا سفر به هېڅ پایله ونه لری او یوازې به ولسمشر له پاکستان سره هغه هېواد ته د سفر لپاره خپله ژمنه پوره کړی.
دی وایی، په کار وه چې مخکې له مخکې د دې سفر په اجنډا کار شوی وای، د بهرنیو چارو وزیر یا د ملی امنیت د شورا سلاکار له پاکستانیانو سره په ټولو خبرو سلا شوی وای، پایلې ته رسېدلی وای او وروستی لاسلیک یې ولسمشر کرزی پاکستان ته د خپل سفر پر مهال کړی وای.

نوموړی زیاتوی، خو د ولسمشر په دې سفر کې ټول کارونه د ولسمشر په غاړه دی، هغه پاکستان ته ځی خپله خبر کوی او بېرته راځی، نور په بل چا باور نه لری او له همدې امله ده چې دا سفر به پایله ونه لری.
ښاغلی ګېلانی په دې باور دی، دغه سفر به هغه پایلې ونه لری چې خلکو یې هیله درلوده، چې د تلپاتې سولې په اړه به خبرې وشی، د طالبانو په مسایلو به خبرې وشی، د ټرانزیټ په اړه او هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه به خبرې وشی.
د ولسی جرګې دغه غړی د حکومتی او د سولې د عالی شورا چارواکیو دې څرګندونو ته چې په پاکستان کې نوی حکومت راغلی او کېدای شی دغه حکومت د سولې په برخه کې رښتینی مرسته وکړی وویل، چې دا هغه خیالات دی چې هېڅکله به ځای ته ونه رسېږی.
ده وویل، د پاکستان نیت او خیالات هغه مهال بدلېدای شی چې زموږ له خوا پاکستان ته د سولې، د سیمې د امنیت او د کډوالو د ایستلو په اړه یوه پروژه پاکستان ته وړاندې شی، په هغه قناعت وکړی او قانع شی چې دغه ضروریتونه د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
ښاغلی پیر سیداسحاق ګېلانی په دې نظر دی، چې په نیمه ورځ سفر کې ټول وخت په تشریفاتو او ډوډۍ تېر شی او د افغانستان مسایل په کې په ذمنی توګه یاد شی نو یقیناً چې نه د پاکستان حکومت دا مسایل جدی نیسی او نه کومه پایله ورکوی او اصلاً افغان حکومت نه غواړی چې په هېواد کې سوله راشی او خلک په امن کې ژوند وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.