ارگ: په امنیتی لیکو کې د کم عمره ځونانو شتون څېړل کېږی

گزارشگر:شنبه 12 سرطان 1395 - ۱۱ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3افغان حکومت په امنیتی لیکو کې د زلمکیو یا نویو ځوانانو د شتون په اړه څېړنه کوی.
د ولسمشر غنی د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایی، حکومت ژمن دی چې په امنیتی لیکو کې د کم عمره ځوانانو د استخدام مخه ونیسی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون هم د جګړې په میدانونو کې د زلمکیو د شتون موضوع د اندېښنې وړ ګڼی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایی چې ولسمشر غنی د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د شتون د معلومولو په هدف د څېړنو امر کړی دی.
د ولسمشر غنی د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په ځینو مواردو کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې زلمکی یا کم عمره ځوانان لیدل شوی، خو حکومت ژمن دی چې د ملی او نړیوالو اصولو سره سم په امنیتی ځواکونو کې د کم عمره ځوانانو د نیولو یا استخدام مخه ډب کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«ولسمشر ټولو امنیتی ارګانونو ته هدایت ورکړی چې په ټول افغانستان کې دغه ستونزه وڅېړی او ورسته یو مفصل راپور ولسمشر ته وړاندې کړی، د افغانستان حکومت په هیڅ صورت هیڅ ارګان ته اجازه نه ورکوی چې کم عمره ځوانان او ماشومان دې د امنیتی ځواکونو په لیکو کې استخدام شی.»
په دې ورستیو کې د بشر د حقونو د څارونکو نړیوال سازمان یا «هیومن رایست واچ» ویلی چې، افغان حکومت د پوځی ډوله ډلو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د جذب په مخنیوی پاتې راغلی دی.
دغه سازمان ویلی چې د دغه هېواد د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د کم عمر ځوانان ګمارل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د انسان د قاچاق په برخه کې په خپل کلنی راپور کې د هغو هېوادونو لست هم خپور کړ کوم چې په کې ماشومان د جګړې لپاره استخدامېږی.
خو په دغه راپور کې د افغانستان نوم د هغه هېوادونو د لست څخه وایستل شوی وو کوم چې ماشومان د جګړې لپاره استخداموی.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار وایی، که څه هم د پخوا په پرتله په پوځی ډوله لیکو کې د ماشومانو نیول کم شوی خو لا هم په دغو لیکو کې د دوی شتون د اندېښنې وړ دی.
هغه زیاته کړه:
«د افغانستان د بشری د حقونو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې لومړی خپل غږ پورته کړی، هم په سیمه ییزو پولیسو او د ولسی پاڅونکوونکو په لیکو کې کم عمره ځوانان یا ماشومان موجود دی، نو باید د دولت د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د دغه عمر کسان موجود نه وی.»
د ماشومانو او ځلمکیو د حقونو یو شمېر کارپوهان وایی چې په پوځی لیکو کې د ماشومانو او کم عمره ځوانانو استخدامول د بشری حقونو نه مراعاتول او حتا جنګی جنایت دی.
د دغو کارپوهانو له ډلې ډاکټر محب زغم ازادی راډیو ته وویل چې دغه مساله که له یو خوا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی له بله پلوه د یادو کسانو په روحیه هم ناسم اغېز لری او په راتلونکې کې ترې په تاوتریخوالی روږدی او د ټولنې د تمې خلاف کسان جوړېدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.