محمد یونس فکور: د پاکستان نوې ژمنې، تکتیکی لوبه ده

گزارشگر:عرفان مومند - ۰۴ سنبله ۱۳۹۲

د افغانستان او پاکستان له تازه ژمنو او د سولې په برخه کې د نویو تعهداتو له کولو وروسته چې تېره ورځ افغان او پاکستانیو مشرانو په اسلام اباد کې وکړې، یوشمېر افغان شننونکی وایی، چې دغه ژمنې د پاکستان تکتیکی لوبه او د ولسمشر د اغفال لپاره ده.
خو یوشمېر شننونکی بیا دا هم وایی، چې ګویا پاکستان اړی دی چې له افغان حکومت سره مرستې وکړی.
د سیاسی چارو شننونکی محمدیونس فکور ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له هغه وروسته چې په پاکستان کې حکومت بدل شو هیله مندی ورسره پیدا شوه چې نوی حکومت به په زړو پالیسو او ستراتېژیو له سره کتنه وکړی؛ خو حقیقت دا دی چې دا په ملکی حکومت پورې اړه نه لری بلکې دا د پوځی چارواکیو کار دی.
هغه وایی، په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی او افغان دولت وایی، چې پاکستان له طالبانو نه د خپل سیمه ییز سیاست د ابزارو په توګه ګټه اخلی او طالبان په پاکستان کې روزل کېږی؛ نو ولې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځنګړیتوب کوی او د سولې په برخه کې مرسته کوی؟
نوموړی زیاتوی، دا یوه تکتیکی لوبه ده چې پاکستان یې له ولسمشر کرزی سره کوی، چې غواړی د هند او امریکا پر وړاندې یې استعمال کړی او په تورو نخودو پسې یې ولېږی.
ښاغلی فکور وویل، افغانستان له امریکا سره د ستراتېژیک تړون د لاسلیک او په کور دننه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوی په درشل کې دی او پاکستان د دې لپاره چې ولسمشر په تمه کې وساتی او له دې چارو نه یې په څنګ کړی دغه ډول تکتیکی لوبه کوی.
هغه په دې باور دی، چې دا ژمنې د پاکستان ستراتېژیک بدلون نه دی بلکې غواړی ولسمشر کرزی له خپلو هغو چارو نه وباسی، چې د خوندی، ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسراوی د زمینې برابرول او له امریکا سره د تړون لاسلیکول دی او په دې تمه یې ساتی چې نن یا سبا به پاکستان طالبان ورسره خبرو ته کېنوی.
دی زیاتوی، د دینا د سیاستونو معمول دا دی چې څه به ورکوې او څه به اخلې نو ولسمشر کرزی پوهېږی، چې پاکستان ته هېڅ شی هم نشی ورکولای او له همدې امله د دې سفر پایلو ته خوشبین او پرې ډاډه نه دی.
همدرانګه د سیاسی چارو شننونکی عمر ساپی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، که د پاکستان اقتصادی، سیاسی او امنیتی وضعیت ته وکتل شی، دا هیله مندی پیدا کوی چې د ولسمشر سر به پایله ورکړی.
هغه وایی، په دې وروستیو کې د هند او پاکستان لوبه هم ګرمه شوې، ځکه له یوې خوا ۲۰۱۴ کال را روان دی، چې د امریکایی ځواکونو شمېر په افغانستان کې کمېږی او داسې هم اټکل کېږی، د لوبې لومړی لوبغاړی افغانستان کې خپل ځای درېیمې او دویمې کچې لوبغاړو ته پرېږدی؛ نو له همدې امله پاکستانیان هڅه کوی چې په افغانستان کې یې ونډه ډېره او پراخه وی.
دی زیاتوی، نو پاکستان به د دې ونډې د ترلاسه کولو لپاره هم افغان حکومت ته څه ورکړی او له بلې خوا د پاکستان امنیتی وضعیت د دې هېواد په ستراتېژۍ کې هم یو څه بدلون راوستی دی او فکر کوی چې باید د افغانستان لپاره نوې ستراتېژی ولری.
د ښاغلی ساپی په وینا، پاکستان اړ دی چې له افغانستان سره له نورو لارو چارو اړیکې ښې او په افغانستان کې خپل رول ډېر کړی، ځکه که خپلې پخوانۍ چارې په افغانستان کې ترسره کوی دا خپله د هغوی په زیان تمامېږی.

دغه پوځی او سیاسی شنناند وایی، پاکستانی طالبان د دې لپاره رامنځته شول چې د ای اېس ای او افغان طالبانو تر منځ یوه مشترکه ژبه او شرعی لاره پیدا شی څو ای اېس ای له دې لارې نورې اجنډاوې پر افغان طالبانو ومنی او پرې عملی کړی یې کړی.
د هغه په خبره، خو دا چې نصیرالله بابر، کرنل امام او نورو په ګوښه کېدو او کشمیر لور ته د نورو پاکستانیو پوځیانو او ای اېس ای پام اړولو سره پاکستانی طالبان ځواکمن شول او پاکستان حکومت یې تر ګواښ لاندې راوست.
ده وویل، دا چې اوس په افغانستان کې د هند مساله ډېره ګرمه شوې او پاکستان له اقتصادی رکود او کړاو څخه ځورېږی نو اړتیا لری چې افغانستان منځنۍ اسیا ته د یوه پل په توګه وکاروی او که دا کار ونه کړی، هند به د چاه بهار له لارې پرې مخکې شی، نو له همدې امله پاکستان غواړی په طالبانو فشار راوړی چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوی.
ښاغلی ساپی زیاتوی، پاکستان په دې برخه کې له هغو طالب زندانیانو لکه ملابرادر او نور چې له دوی سره په زندان کې دی هم ګټه واخلی او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوی، څو له یوې خوا امنیتی وضعیت ښه او افغان حکومت سره مرسته وکړی او له بلې خوا منځنۍ اسیا ته د خپلو توکیو د استولو او خپل اقتصادی ودې لپاره زمینه برابره کړی.
هغه په دې باور دی، چې دا یو ښه فرصت دی خو په دې شرط چې افغانستان له دې لوبې نه په خپله نفع ښه ګټه پورته کړی.
افغان ولسمشر تېره ورځ پاکستان ته په خپل سفر کې له پاکستانیو چارواکیو د افغان سولې په برخه کې مرسته وغوښته. د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف له ولسمشر کرزی په ګډ خبری کنفرانس ته وویل، چې دوی له افغان سولې سره مرستو ته چمتو دی او په سیمه ییزه کچه به هم له افغان سولې ملاتړ وکړی.
د یادونې وړ ده چې وار وار پاکستان له افغان لوری سره د مرستو ژمنې کړی؛ خو تر اوسه یې عملی بڼه نه ده غوره کړې؛ خو دا ژمنې د تېرو هغو سره دا توپیر لری، چې د پاکستان د پخوانیو مشرانو پر ځای د نوی مشر نوازشریف له لوری کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.