طالبانو او د سولې عالی شورا په دوبۍ کې ناسته وکړه

- ۱۹ سنبله ۱۳۹۲

په دوبۍ کې د طالبانو او د سولې د عالی شورا تر منځ ناسته شوې او په دې اړه یې بحثونه کړی، چې څنګه کېدای شی د طالبانو لپاره په سعودی عربستان کې دفتر پرانیزی.
د سیاسی چارو شننونکی وایی، د غونډې برخوال هڅه کوی چې د طالبانو لپاره د دویم دفتر د پرانستلو له لارې طالبان په دوو ډلو ووېشی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان اعلان کړی د طالبانو دویم مشر ملا عبدالغنی برادر چې دا مهال په دغه هېواد کې د بند شپې تېروی ترکیې او یا هم سعودی عربستان ته وسپاری. نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې په پاکستان کې ونیول شو.
د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، کله چې په قطر کې د طالبانو لپاره پرانستل شوی دفتر وتړل شو، پاکستانیانو هغه هېواد ته د ولسمشر کرزی د سفر په لړ کې له نوموړی سره موافقه وکړه چې افغانستان، پاکستان، سعودی عربستان او امریکا به په ګډه په سعودی عربستان کې د طالبانو لپاره یو بل دفتر پرانیزی.
د ده په وینا، د دې کار هدف دا دی چې طالبان په دوو ډلو ووېشی او افغان حکومت له پاکستانه وغوښتی چې هغه کسان دې ورسره خبرو ته کېنوی، چې دوی پرې کنټرول لری.

ښاغلی مژده زیاتوی، همدا اوس ( تېره ورځ ) په دوبۍ کې یوه غونډه ده چې درې تنه طالب مشرانو او دوو نورو طالبانو په کې برخه اخیستې ده، چې لومړی سعودی عربستان ته لاړل او له هغه ځایه دوبۍ ته راغلل.
هغه وایی، په دې کسانو کې د طالبانو د سیاسی کمېټې پخوانی مشر ملا اغاجان معتصم، د طالبانو د واکمنۍ د کډوالو چارو وزیر ملا نقیب الله، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل او بلخ ولایتونو والی ملا عبدالمنان نیازی او څلورم کس که څه هم چې طالب نه دی خو اوس له طالبانو سره کار کوی هغه اکبر بای دی چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی دی.
نوموړی وویل، اکبر بای طالبان نه و، یو مهال یې له عبدالرشید دوستم سره و او اوس په دوبۍ کې له طالبانو سره دی.
دغه سیاسی شنناندی په دې باور دی، چې دغو کسانو د سولې د عالی شورا له یوه پلاوی سره هم کتلی او په خپلو منځونو کې هم په دې بحثونه کوی، چې د طالبانو لپاره بل دفتر پرانیزی؛ خو په وینا یې چې تر اوسه یوې موافقې ته نه دی رسېدلی.
د ده په خبره، پاکستانیانو ولسمشر کرزی ته ویلی ول، چې د طالب بندیانو خوشې کېدل ګټور نه دی، تر هغې چې د دوی لپاره یو دفتر پرانستل شوی نه وی، نو په کار ده چې د طالبانو لپاره یو دفتر پرانستل شی او بیا ملا برادر هلته واستول شی او هغه دفتر به یو اهمیت پیدا کړی.
ښاغلی وحید مژده زیاته کړه، حامد کرزی له اسلامی حزب نه یوه ښه تجربه لری، چې د دې ګوند کسان یې را وغوښتل دفتر یې ورته پرانست او بیا د حزب ټول کسان کابل ته راغلل او هغوی ډاډه شول، چې دلته ژوند کولای شی.
دی وایی، اوس یوازې ګلبدین حکمتیار په پېښور کې اوسېږی؛ نو ولسمشر کرزی غواړی همداسې طالبانو ته هم یو دفتر پرانیزی او بیا به نور طالب مشران هم دې دفتر ته ورځی او ملا عمر به یوازې پاتې شی.
د نوموړی په وینا، دی په هغو اوو کسانو چې پاکستان د سولې له خبرو اترو سره د مرستې په مقصد له بنده خوشې کړی ایله درې تنه پېژنی؛ خو تر اوسه د هېڅ له بنده خوشی طالب په اړه معلومات نه دی خپاره شوی، چې چېرته ځی او څه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.