د سولې عالی شورا: له ملابرادر سره د سولې هڅې همغږی کوو

- ۳۰ سنبله ۱۳۹۲

د سولې عالی شورا د پاکستان دهغه اقدام هرکلی او مننه کوی، چې د طالبانو پخوانی دویم مشر ملا عبدالغنی برادر یې له زندانه خوشې کړ.
د سولې د عالی شورا وایی، دا ګام به د سولې له پروسې سره مرسته وکړی او هڅه کوی چې له ملابرادر سره اړیکې ونیسی.
پاکستان تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې په خاطر یې ملا برادر له زندانه خوشې کړی دی. د ملابرادر د خوشې کېدو مساله څو څو ځله د افغانستان او پاکستان د چارواکیو د بحثونو موضوع ګرځېدلې؛ خو پاکستان ته د ولسمشر کرزی د وروستی سفر په ترڅ کې پاکستان ژمنه وکړه چې نوموړی به خوشې کړی.
خو د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې نوموړی به د سولې له پروسې سره چندان مرسته ونشی کولای.
د سولې د عالی شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دوی د پاکستان له لوری د طالبانو د دویم مشر ملا عبدالغنی برادر د خوشې کېدو هر کلی کوی.
هغه وایی، د ملا برادر خوشې کېدل د افغان دولت او د سولې د عالی شورا غوښتنه چې په وار وار یې له پاکستانه کړې وه او پاکستان له خپلې ژمنې سره سم نوموړی هغه تېره ورځ خوشې کړ.
ښاغلی شاهد زیاتوی، دا چې ښاغلی برادر زندان تېر کړی او له کورنۍ لرې پاتې شوی، څه وخت به له خپلې کورنۍ سره تېروی او درملنه به کوی او له هغې وروسته به ورسره دوی اړیکه نیسی او د سولې په برخه کې به ترې د مرستې غوښتنه کوی.
د هغه په خبره، دوی هڅه کوی چې له ملا برادر سره د سولې هڅې سره همغږی کړی او دوی هیله لری ټول هغه طالبان چې له بنده خوشې کېږی، باید د سولې له عالی شورا له تفاهم وروسته خوشې شی، ځکه چې د سولې لپاره یو ځای سره کار وشی: (( موږ به له ملابرادر سره اړیکې ټینګوو او د سولې هڅې به ورسره همغږی کوو او انشاالله دا به یوه ښه نتیجه ورکوی.))
د سولې د عالی شورا ویاند په دې باور دی، که څوک د سولې فکر ولری، د سولې ذهنیت ولری، علمی استعداد، نفوذ او قوم ولری، که زندانی هم شی له خپلو فعالیتونو به لرې شی؛ خو هیڅوک هم ترېنه د هغه فکر او ذهنیت نشی اخیستلی او هغه ورسره محفوظ دی.
دی زیاتوی، که څه هم چې اوس هغه له هر څه لرې پاتې شوی او بند یې تېر کړی خو د وخت په تېرېدو سره به بېرته خپل ځای ځایګی، په طالبانو کې خپل نفوذ او رسوخ پیدا کړی او له دې ټولو نه په استفادې سره به د سولې به برخه کې هڅې کوی.
ښاغلی مولوی شاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ملابرادره څه غواړی وویل: (( دی او د ده په شان نور هغه طالبان چې سولې ته تمایل ولری، باید د اسلامی ارشاداتو په رڼا کې، د افغانی غوښتنو او انسانی غوښتنو سره سم د افغانانو غوښتنو ته اعتنا وشی، ځکه خلک سوله غواړی، د خلکو غوښتنو ته دې اعتنا وشی، دی او د دې نور ملګری دې داسې زمینه سازی وکړی، چې بین الافغانی مذاکرات پیل شی او د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات راشی.))

د سولې د عالی شورا دغه غړی وایی، دوی له پاکستانه په وار وار غوښتی چې سوله، امن او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی؛ نو څومره چې د سولې په برخه کې د پاکستان د پوځی او ملکی چارو وس رسېږی هماغومره دې په دې برخه کې له افغانستان سره رښتینې مرسته وکړی.
دی زیاتوی، دا همکاری د طالب بندیانو خوشې کېدل وی، پر طالبانو د داسې ممکنه فشار واردول وی، چې هغوی له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره مخامخ خبرو ته اړ کړی او د جګړې پر ځای ډیالوګ، تفاهم او د نظرونو د تبادلې لپاره د مشروع غوښتنو له لارې دا ستونزې حل کړی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی الحاج عبیدالله بارکزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې تر اوسه ډېر نومیالی طالب مشران له افغان دولت سره یو ځای شوی خو د سولې له پروسې سره یې چندان مرسته نه ده کړې او نه یې هم د طالبانو په دریځ او تګلاره کې بدلون راوستی دی.
هغه وایی، تر اوسه ملا عبدالسلام ضعیف، وکیل احمد متوکل، محمد اسحاق نظامی، عبدالواکیل مجاهد، ملا اغاجان معتصم او ګڼ نور طالبان له حکومت سره یو ځای شوی، خو تر اوسه یې افغانانو ته د سولې کوم خاص پیغام نه دی راوړی.
ده زیاته کړه، لکه څنګه چې ملا برادر له افغان حکومت سره د خبرو په تور نیول شوی و او تر ټولو وروسته د افغان حکومت د بار بار غوښتنو په ځواب کې را خوشې کېږی نو یو څه هیله مندی ورسره پیدا کېږی؛ خو دا هیله مندی هغه مهال په عمل بدلېږی، چې نوموړی بېرته په طالبانو کې خپل پخوانی موقف او نفوذ پیدا کړی.
ښاغلی بارکزی وایی، ملابرادر به په هغو کسانو او ځوانانو چندان اغېز ونه کړی چې په تېرو دوو دریو کلونو کې د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی دی.
هغه په دې باور دی، که ملابرادر د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره په تفاهم د سولې په برخه کې هڅې وکړی دا به ډېره ګټوره وی او افغان حکومت ته به هم د منلو وی؛ خو که د ملاعمر په خلاف ـ البته دا کار نه کوی خو که یې وهم کړی ـ چندان ګټه به ونه کړی.
د طالبانو دویم مشر ملا عبدالغنی برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې وروسته له هغې ونیول شو، چې ګومان کېده له افغان حکومت سره یې د سولې خبرو ته تمایل ښودلی و. ملا برادر یو له هغو څلور کسانو دی چې په ۱۹۹۴ کال کې یې په کندهار کې د طالبانو تحریک بنسټ کېښود.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.