د ولسی جرګې غړی: د نورستان ادارې له کونړ، لغمان او ننګرهار نه اداره کېږی

- ۳۱ سنبله ۱۳۹۲

په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو استازی وایی، چې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر له صفر سره ضرب او له خنډونو سره مخ دی.
هغوی وایی، د نورستان په دریو ولسوالیو کې په بشپړ ډول ښوونځی تړلی او په پاتې نورو کې یې هم سم نیمایی ښوونځی د زده کوونکیو پر مخ تړل شوی دی.
په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو استازې ډاکټر پروین نورستانۍ ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په نورستان کې پوهنیز بهیر له خورا ستونزو سره مخ او کړکېچن دی.
هغه وایی، له یوې خوا امنیتی ستونزو او له بلې خوا د لارو خرابوالی ښوونځیو ته د زده کوونکیو د تللو مخه نیولې ده.
نوموړې زیاتوی، د نورستان په ډېری ولسوالیو او سیمو کې د نا امنۍ له امله د پوهنې مامورین، مدیران او نور پرسونل نشی کولای خپلې چارې په سمه توګه پرمخ یوسی او په دې ولایت کې په دریو ولسوالیو کې چې د مخالفانو په ولکه کې دی په بشپړ ډول ښوونځی تړلی او په پاتې نورو ولسوالیو کې هم سم نیم ښوونځی د امنیتی ستونزو له امله تړل شوی دی.
مېرمن نورستانی وویل، په وایګل ولسوالۍ کې چې تازه د حکومت لاسته لوېدلې ټول ښوونځی تړلی دی، دغه راز په کامدېش، برګمټال، دواب او منډول ولسوالیو کې هم له نیمایی ډېر ښوونځی تړل شوی دی.
د هغې په خبره، په تېر کال کې د نورستان د پوهنې پخوانی رییس خپلې چارې له کابل او ننګرهار نه تر سره کولې؛ خو اوس دغه ستونزه ختمه شوې او پخوانی رییس له دندې ګوښه شوی دی.
ډاکټر پروین نورستانۍ زیاته کړه، په نورستان کې د پوهنې کچه دومره کمزورې ده، چې په ۱۳۹۱ کال کې له سلو تنو فارغو شویو ځوانانو د کانکور له لارې یوه هم لوړو زده کړو ته لار ونه مونده او یوازې څلور تنه د کانکور ازموینې له لارې نیمه لوړو زده کړو ته بریالی شول.
دې وویل: (( نو په داسې وخت کې به څنګه موږ نورستان ته ډاکټر، انجینر او یا نور خلک پیدا کړو، دا خپله د پوهنې بهیر روښانه کوی.))
په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو دغه استازې وایی، که چېرې د دې ولایت د پوهنې په برخه کې د یوشمېر ادارو، ولایت مقام او خلکو لاسوهنه نه وی، ښایی د پوهنې بهیر د پرمختګ لور ته ګامونه واخلی؛ خو ستونزه دا ده چې یوشمېر نورې غیر مسوولې ادارې په پوهنیز بهیر کې لاسوهنه کوی.
هغه وایی، خو یوشمېر نورې ادارې او ریاستونه شته چې مشران یې په کونړ او ننګرهار کې دی او له هغه ځایه خپلې چارې سمبالوی.
نوموړې زیاتوی، په وار وار یې د پوهنې له وزارته د نورستان د پوهنیز بهیر د ودې او د ستونزو د لرې کېدو غوښتنه کړې او هم یې له امنیتی ځواکونو غوښتی، چې په دې ولایت کې دې امنیتی ځواکونه ډېر شی، څو امنیت تامین شی او خلک وکولای شی په ډاډه زړه ښوونځیو ته لاړ شی او په امن کې ژوند وکړی.

همدارنګه په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو بل استازی مولوی احمدالله موحد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په جرئت ویلی شی په نورستان کې د ناسمې رهبرۍ له امله ټولې ادارې غیر فعالې دی.
هغه وایی، که څه هم چې د پوهنې نوی رییس په مرکز پارون کې اوسی خو د نورو ډېرو ادارو مشران په کونړ، لغمان، ننګرهار او کابل کې اوسی: (( اوسنی د پوهنې رییس فعاله دی خپله هم په مرکز کې اوسی او کور یې هم هماغلته دی. مخکینی رییس په کونړ او جلال اباد کې اوسېده. د اکثریت ادارو مشران په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ کې اوسی، د خپلو ادارو ټاپې یې په جېبونو کې دی.))
ده زیاته کړه، په نورستان کې پوهنه له صفر سره ضرب ده او یوشمېر هغه ادارې چې د پوهنې په برخه کې کار کوی یوازې له وزارتونو د تش کاغذ پر مخ راپور اخلی او نور کار نه کوی.
نوموړی وایی، په پوهنې وزارت کې د ظرفیت جوړونې پروګرام پیل شوی د نورستان لپاره یې هم ډېرې پیسې بېلې کړی؛ خو دا اداره تر اوسه نورستان ته نه ده ورغلې او پیسې یې خوړلی دی او د کومو توکیو مرستې چې په بازار پلورل شوی دی.
د ولسی جرګې د دې غړی په خبره، د وزارت یوشمېر چارواکی هم له دې ادارې سره په روان فساد کې شریک دی.
ښاغلی موحد وایی، سره له دې چې په وار وار یې دولتی چارواکیو او د رسنیو له لارې خپل غږ پورته کړی خو په دې ګنهګار ولس تر اوسه چا رحم نه دی کړی.
د هغه په وینا، سره له دې چې د نورستان په ځینو سیمو کې ښوونځی تړل شوی؛ خو په کومو سیمو کې چې پرانستی دی د پوهنې مسوولینو او ځایی مدیرانو له طالبانو سره معاملې کړی او هغوی یې به بدل کې ښوونځی پرانستی پرېښی؛ خو دا یې ونه ویل چې دا معاملې څه ډول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.