ولسی پاڅون کوونکی نوې ډول وسلې له ځانه سره لری

- ۱۲ سنبله ۱۳۹۱

په ننګرهار او یوشمېر نورو سیمو کې د ولسی پاڅون کوونکیو او ورسره د وسلو
په انځورونو کې لیدل کېږی، چې پر ولسی پاڅون کوونکیو نوې ډول وسلې وېشل شوی دی.
که څه هم چې روښانه نه ده دغه وسلې به د کوم هېواد او چا به په ولسی پاڅون کوونکیو وېشلې وی؛ خو د دغو ولسی پاڅون کوونکیو په انځورونو کې چې رسنیو خپاره کړی، ښکاری داسې وسلې ورسره دی چې تر اوسه په افغانستان کې نه لیدل شوی او نه هم کارول شوی دی.
د پوځی چارو شننونکی وایی، چې دغه وسلې ډېرې پرمختللې او پیاوړې دی، چې یو شاژور لری او په لرې فاصله کې هم د کارېدو وړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ملی شورا هم ولسی پاڅون کوونکیو ته د وسلو او نورو امکاناتو په اړه اندېښنه ښودلې او له امنیتی ځواکونو یې غوښتنه کړې، چې په دې اړه باید پلټنې وکړی.
د وسله والو طالبانو پر وړاندې پاڅون د لومړی ځل لپاره د غزنی له اندړو ولسوالۍ نه پیل شو، چې مشرانو یې ادعا کوله په کور کې ورسره شته زړه وسله یې را ایستلې او تر دې دمه ورسره چا مرسته نه ده کړې.
له غزنی وروسته دغه پاڅونونه په سمنګانو، لغمان، ننګرهار، پکتیا، لوګر،  نورستان او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پیل شول.
په هېواد کې ډېری شننونکی دې ولسی پاڅونونو ته د شک په سترګه ګوری او فکر کوی، چې په راتلونکې کې به یوه بله وسله واله ډله سر راپورته کړی، چې د افغانانو لپاره به بل سرخوږی جوړ کړی.
په همدې حال کې پاکستانی نومیالی لیکوال او ژورنالېست احمدرشید په یوې تازه مقاله کې لیکلی، چې د دغو ولسی پاڅونونو تر شاه د حکومت لاس دی.
له بلې خوا، ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپراوی سره ویلی، چې په نړۍ کې د سپکو وسلو پلورل زیات شوی دی.
په دغه راپور کې راغلی دی، د دې تر څنګ چې د امریکامتحده ایالاتو خلک د سپکو وسلو له ساتلو سره علاقمندی لری، په افغانستان او عراق کې روانې جګړې هم د سپکو وسلو د سوداګرۍ د زیاتوالی له عمده عواملو څخه ګڼل کېږی. د راپور له مخې چې په ایران، شمالی کوریا او عربی اماراتو کې بیا د سپکو وسلو د پلور په برخه کې هېڅ شفافیت شتون نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.