د مولانا فضل الرحمن سفر د سولې لپاره نه، بلکې د ټاکنو لپاره دی

- ۲۰ میزان ۱۳۹۲

د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر به د سولې له پروسې سره چندان مرسته ونه کړی، ځکه په کابل کې ټاکنو د سولې پر ځای لومړیتوب خپل کړی او مولانا فضل الرحمن د پردې تر شا نورې موخې تعقیبوی.
خو د ولسی جرګې یوشمېر نور غړی بیا د هغه راتګ د سولې به برخه کې اغېزمن بولی.
د ولسی جرګې غړې شکېبا هاشمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې کابل ته د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره د مولانا فضل الرحمن راتګ هېڅ ګټه نشی کولای.
هغه وایی، مولانا فضل الرحمن که څه هم چې د طالبانو له یو سر سخته ملاتړو څخه و؛ خو اوس په افغانی طالبانو کې نفوذ نه لری.
د دې په وینا، بله خبره دا ده چې اوس په افغانستان کې سوله لومړیتوب نه لری او افغانستان په یوه داسې وضعیت کې دی، چې له یوې خوا ټاکنې رانېږدې دی، له بلې خوا له امریکا سره د امنیتی تړون موضوع ګرمه ده او نړۍ ځواکونه هم له افغانستانه وځی.
اغلې هاشمی زیاته کړه، په اوسنی وخت کې ټول دولتی او سیاسی ځواکونه حتی د سولې عالی شورا په ټاکنو بوخته ده او د سولې مساله یې شاته غورځولې ده، چې له دې امله هم د سولې په برخه کې د مولانا فضل الرحمن هڅې بې نتیجې ښیی.
هغه وایی، مولانا فضل الرحمن سره له دې چې په پاکستانی طالبانو کې د احترام وړ څېره ده، د پاکستان له استخباراتی شبکې سره هم نېږدې اړیکې لری او افغانی طالبان چې اصولو ته هم غاړه ږدی د نوموړی خبره نه منی.
د ولسی جرګې د دې غړې په خبره، چې د افغانستان د سولې پروسه نشی کېدای یوازې د مولانا فضل الرحمن په منځګړیتوب حل شی، بلکې د سولې پروسه نړۍ وال ملاتړ، د امریکا پاملرنې او د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان رښتینو هڅو ته اړتیا لری.
هغه زیاتوی، که چېرې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړی او د سولې له پروسې سره رښتینې مرسته وکړی کېدای شی په دې برخه کې یو څه پرمختګونه هم وشی؛ خو افغانستان ته اوس تاکنې لومړیتوب لری.

نوموړې وویل، په داسې حال کې چې موږ له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کوو، ایران او پاکستان خپلې اندېښنې لری او هڅه کوی چې د افغانستان له ناورین نه خپلې ګټې پورته کړی.
مېرمن شکېبا هاشمی وایی، د مولانا فضل الرحمن راتګ د سولې تر څنګ ځینې پټې اجنډاوې هم لری چې له ښاغلی کرزی سره به یې له رسنیو پټ مطرح کړی او دا به ورته په ډاګه ووایی، چې له امریکا سره د افغانستان امنیتی تړون کې باید پاکستان ته زیان ونه رسېږی.
د دې په وینا، بله مساله په ټاکنو کې د کاندیدانو مساله ده چې مولانا به پرې له ولسمشر سره خبرې وکړی.
د ولسی جرګې دغه غړې دغه راز وایی، چې له امریکا سره امنیتی تړون کې ارګ هم خپلې ګټې غواړی او جګړه په دې روانه ده، چې ولسمشر وایی، باید په ټاکنو کې د ده د خوښې وړ نوماند بریالی شی.
هغه وایی، ارګ به تر وسې وسې هڅه وکړی چې په ټاکنو کې ګټې خوندی شی.
خو د ولسی جرګې بل غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې د مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق دریځ ګډ و او دواړو له طالبانو ملاتړ کاوه اوس ښایی د دواړو دریځونه سره بدل شوی وی.
هغه وایی، د همدې لپاره مولانا فضل الرحمن کابل ته سفر وکړ څو د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړی.
هغه وایی، د ده راتل اوس بې څه نه دی، ځکه په تېرو څو کلونو کې نوموړی د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره دغه ډول اقدام نه و کړی او دا اقدام یې په ښه پال نیسی.
د ښاغلی مجیدی په خبره، چې له افغانستانه د نړۍ والو ځواکونو په وتلو سره د سیمې او ګاوندی هېوادونه خپلې اندېښنې لری او پاکستان هم پوه شوی، هغه اور چې دوی بل کړی و اوس پاکستان ته هم رسېدلی دی او د دې اور مړ کېدل په افغانستان کې د سولې د راوستو له لارې کېدای شی.
نوموړی زیاتوی، دا چې ښاغلی مولانا فضل الرحمن له طالبانو سره ښې اړیکې لری او د همدې اړیکو له لارې کېدای شی د سولې له پروسې سره ښه مرسته وکړی او نوموړی د دې کار وړتیا لری.
د هغه په وینا، اوس مولانا فضل الرحمن ښایی دې پایلې ته رسېدلی وی، چې د جګړې له لارې طالبانو بریا خپله نه کړه او تل د جګړې پر ځای خبرې مطرح کېږی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د جمعې په ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر کرزی سره یې په دې خبرې وکړې چې څنګه کولای شی د سولې په پروسه کې مرسته وکړی.
دا لومړی ځل دی چې نوموړی د سولې په پروسه کې د مرستې خبره کوی، له دې وړاندې یې تل په جګړې ټینګار کړی دی له همدې امله دی چې خلک د سولې په برخه کې د مرستې لپاره د ده په نیت شک څرګندوی او هغه د یوې بلې لوبې پیل ګڼی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.