شننونکی: د طالب بندیانو خوشې کېدل د طالبانو لیکې پیاوړې کوی

- ۱۵ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د ډېرو بندیانو په خوشې کېدو چې ویل کېږی اکثریت یې طالب بندیان دی، لاس پورې کړی دی، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی او د ولسی جرګې غړی وایی، چې حکومت په دغه کار سره غواړی، چې د طالبانو لیکې پیاوړې کړې کړی. هغوی همدارنګه وایی، چې حکومت دغه کار سولې ته د طالبانو د لېواله کولو لپاره کوی؛ چې هېڅ پایله به ورنه کړی. د سیاسی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، سره له دې چې د جګړې د یوه قربانی په توګه د هر بندی په ځانګړی ډول د سیاسی بندیانو په خوشې کېدو خوشاله کېږی؛ خو زیاتوی چې حکومت د خپلې بې برنامه ګۍ له امله، له دې خوشې کېدلو نه د سولې په پروسه کې د یوې اړخیزې کړنې په توګه ګټه پورته کوی. نوموړی وایی، سره له دې چې حکومت ویلی د دغو بندیانو دوسیې په قانونی ډول څېړل شوی او د بند موده یې پای ته رسېدلې خو په دې کې شک نشته، چې یوشمېر یې د طالبانو او یا هغو کسانو په سپارښتنه چې په طالبانو کې له نفوذ نه برخمن دی خوشې کېږی. ښاغلی کوهستانی زیاتوی، له دې کړنې نه د کابل حکومت برداشت دا دی چې ګواکې په دغه کار سره به وکولای شی، چې د یوشمېر هغو طالبانو چې له نفوذ نه برخمن دی او یا هم د هغو کسانو چې په زندان کې یې ورسره لیدلی او ترې ژمنې یې اخیستی دی چې د طالبانو لیکو ته په تلو سره به د یوه فعال په توګه د سولې په پروسه کې مرسته کوی، همکاری وکړی یو څو سلنه محدود کسان به د سولې پروسې ته خوشبین او یا هم را ګډ کړی. د دغه سیاسی شنناند په وینا، د دغه کار یوه روښانه پایله د طالبانو د لیکو پیاوړی کېدل دی، ځکه کله چې عدالت نه پلی کېږی د جرایمو کچه لوړېږی هغه که په سیاسی برخه کې وی او یا هم په جرمی او ټولنیزه برخه کې. هغه وایی، کله چې یو څوک ترهګریز فعالیتونه تر سره کوی او پرې عدالت نه پلی کېږی په یو ډول سره د هغوی هڅونه ده. د ښاغلی کوهستانی په اند، د دې کار بله پایله دا ده چې د حکومت ناتوانی او کمزورتیا په ډاګه کوی، چې پرته له دې کاره نورې د ترسراوی وړ چارې او وسیلې نه لری. نوموړی وویل، که چېرې له حکومت سره داسې لارې چارې وې، چې طالبان خبرو ته وهڅوی او خوشاله یې کړی؛ نو زندانیان به یې په مشروط او مقید ډول خوشې کول. د هغه په خبره، د بندیانو دغه خوشې کېدنه د حکومت کمزوری، ناتوانی او ضعف ښیی، چې په ټولو برخو کې کومه لاسته راوړنه نه لری اوس غواړی، چې په دغه ډول سره هغه تر پوښښ لاندې راولی او زمینه سازی وکړی. د ولسی جرګې غړې شاه ګل رضایی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، د یوشمېر هغو کسانو چې په قانونی ډول یې دوسیه فیصله کېږی او د بند موده یې ختمېږی خوشې کېدل یې کومه ستونزه نه لری. هغه وایی، د یادو یوشمېر بندیانو خوشې کېدل د سولې په پروسه کې د حکومت د وروستیو کړنو او خوشامندیو پورې هم اړه لری، چې هېڅ پایله به ونه لری. د نوموړې په خبره، د دغو کسانو خوشې کېدنه به له دې پرته چې بېرته د طالبانو لیکو ته ور داخل شی او د افغانانو خلاف جګړه پیل کړی، نور به کومه پایله ونه لری. مېرمن رضایی وایی، په تېرو کلونو کې هم دغسې ترخې تجربې تکرار شوی دی، چې یوشمېر کسان له زندانه خوشې شی او بېرته طالبانو ته ورشی او د افغانانو پر ضد یوشمېر پېښې د دوی له لوری وشی. د ولسی جرګې دغه غړې وایی، د دغو بندیانو هغه برخه چې په طالبانو پورې اړه لری، له کوم پلان او طرحې پرته، د دې لپاره چې طالبان خوشاله او د سولې پروسې ته لېواله شی، دا به تر شا یو خطرناک پیغام ولری. هغه وایی، دا خطرناک پیغام به دا وی، چې خوشې شوی طالب زندانیان به بېرته د… ادامه صفحه ۷ د طالب بندیانو خوشې… افغانانو خلاف وسلې ته لاس کړی. مېرمن شاه ګل رضایی وویل، تر اوسه د دغو بندیانو د خوشې کېدو او د هغوی د دوسیو په اړه ولسی جرګې ته معلومات نه دی ورکړل شوی او که چېرې دغه کار شوی هم وی؛ نو ښایی عدلی او قضایی ځانګړی کمېسیون ته ورکړل شوی وی؛ خو وایی، ښه دا ده چې حکومت په دغو بندیانو کې یوه تفکیک ته قایل شی. هغه وایی، د سولې سیاست طالبانو په خوشامندۍ او باج ورکونې سره نه تر لاسه کېږی، ځکه که فکر کېږی چې طالبان به د هغوی د بندیانو په خوشې کېدو او یا ورته د امتیاز په ورکونې سره د سولې خبرو ته حاضر شی، دا به یو خیال وی چې ستونزې به نورې هم ډېرې کړی. اغلې شاه ګل رضایی وایی، سره له دې چې د دغو بندیانو کره شمېر او دا چې څومره یې په طالبانو پورې اړه لری ولسی جرګې ته نه دی ورسپارل شوی؛ خو د دغو بندیانو ډېره برخه په طالبانو پورې اړه لری، چې خوشې کېدل یې د سولې په خبرو پورې اړه لری او دا یو ناسم مسیر دی چې حکومت خپل کړی دی. همدارنګه د ولسی جرګې غړې ذکیه سنګین وایی، حکومت په دغه کار سره هڅه کوی، چې طالبان د سولې خبرو اترو ته کېنوی؛ خو په وینا یې چې دغه ډول کړنې به هېڅ اغېز ونه کړی. د مېرمن سنګین په خبره، احتمال شتون لری چې ښایی دغه خوشې شوی بندیان بېرته د طالبانو لیکو ته ورشی. نوموړې همدارنګه په قضایی ادارو نیوکه وکړه چې نشی کولای په بشپړ ډول په بندیانو عدالت پلی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.