داعش ډله په شمال زون کې د بیا ځل فعالیت په هڅه کې ده

- ۰۲ سنبله ۱۳۹۸

mandegarد داعش ډلې ازبکستانی غړی په هڅه کې دی چې د بیا ځل لپاره په شمال زون کې دغه شبکه فعاله کړی.
په شمال زون کې یو لوړ پوری امنیتی چارواکی وایی چې داعش ډله په ځینو شمالی ولایتونو کې د خپلو تشکیلاتو د جوړېدو په حال کې ده او دا ترورېستی ډله هڅه کوی ترڅو د خپلو بهرنیو ځواکونو په ملاتړ بیا د حکومت پر ضد په جوزجان او فاریاب کې فعالیت وکړی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولی محمد احمدزی ازادی راډیو ته وویل چې داعش ډله د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی ولسوالۍ او همداراز د جوزجان ولایت په یو شمېر سیمو کې ځان ته د وفادارو ځواکونو د تجهیز په حال کې ده.
د جنرال احمدزی په خبره چې په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ازبکستانی وګړی د داعش ډلې مشری کوی.
هغه وویل: په جوزجان او فاریاب کې بعضې ازبک خلک دی چې له ازبکستان سره تعلق لری او څو شپې دمخه زمونږ د ځانګړو عملیاتو په ترځ کې د فاریاب په خواجه ناموسی سیمه کې د دغې ډلې دوه مشران له منځه ولاړل.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر وایی چې په ځینو مواردو کې د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې هم د داعش ډلې ځینی کسان پېژندل شوی چې د هغوی پر پټنځایونو د هوایی او ځمکنی ځواک له خوا حملې شوی.
جنرال ولی محمد احمزی زیاته کړه: په کوهستاناتو کې زمونږ قوتونه شته، مونږ هلته هوایی او ځکنی تحرکات ترسره کړی، زه دا منم چې داسې راپورنه شته چې ښایی په ځینو سیمو کې دا کسان حضور لری، زمونږ هوایی استخبارات هم هڅه کوی چې د داعش ډلې په اړه هر راپور چې ترلاسه کړی، دوی به هلته په نښه کړی.
د جنرال احمدزی په خبره چې د ملی اردو ځواکونه په هڅه کې دی ترڅو په شمال زون کې د داعش ډلې پټنځایونه پیدا او له منځه یوسی.
د سرپل ولایتی شورا غړی هم په دغه ولایت کې د داعش ډلې د بیا ځل فعالیت په اړه اندېښمن دی او وایی چې ډېر ژر د یادې ترورېستی شبکې د له منځه وړلو په خاطر هڅې وشی.
د سرپل ولایتی شورا یو غړی حسین مجاهدزاده وایی: د افغانستان حکومت باید د داعش ډلې د تمویل سرچینې او شمالی ولایتونو ته د هغوی د بهرنیو غړو د راتګ لارې پیدا او مسدودې کړی.
په همدې حال کې د افغانستان د ملی امنیت شورا هم د داعش ډله د دغه هېواد لپاره یو تاکتیکی خطر بولی او ویلی یې دی چې له دغې شبکې سره د نورو ترورېستی ډلو د غړو یو ځای کېدل به داعش ډلې ته ولسی رېښه ور وبخښی او هغه مهال به دا په یو ستراتیژیک ګواښ بدل شی.
تر دې دمخه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ویلی چې د طالبانو سره د سولې بهیر دې ګړندی شی، ترڅو دا مسئله په افغانستان کې د داعش ډلې شکست تقویت کړی.
داعش ډلې په کابل کې خپله وروستۍ حمله د شهر دُبۍ د واده پر تالار ترسره کړه چې په پایله کې یې ۶۳ تنه ووژل شول او همدارنګه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۵ کسان یې ټپیان کړل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.