د نوماندو لومړنی لیست ولسمشر کرزی جوړ کړی و

- ۰۳ عقرب ۱۳۹۲

د نوماندو له لومړنی لېست نه ایستل شوی نوماندان، تور لګوی چې دغه لېست په ارګ کې جوړ شوی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ارګ لارښوونې عملی کوی.
هغوی وایی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه غیر عادلانه او له لاسوهنو ډکه ده.
د ټاکنیزو نوماندو له لومړنی لیست نه ایستل شوی نوماند داوود سلطان زوی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په دې لېست کې لاسوهنه شوې او لکه څنګه چې په کار و هغسې نه دی جوړ شوی.

هغه وایی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د دې لېست د جوړېدو لپاره منظم او سم کاری کړنلارې جوړې کړې وای او د هغو له مخې یې عمل کړی وای.
نوموړی زیاتوی، داسې اسناد په واک کې لری، چې د ټاکنیزو نوماندو لومړنی لېست په ارګ کې د اعلان له نېټې دوه ورځې وړاندې جوړ شوی و، او ولسمشر کرزی سپارښتنه کړې وه، کله چې تاجکستان ته ورسېږی د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې دغه لېست اعلان کړی.
د ده په خبره، د دې لېست په جوړېدو کې له اصولو کار نه دی اخیستل شوی او یوازې د ارګ د خښتو په شان پېیل شوی دی.
ښاغلی سلطانزوی وویل: (( دغه کسان چې په دې لیست کې راغلی یوشمېر حتی تر پرونه وزیران ول. په شپې یې ولسمشر استعفا ومنله او سهار یې نوملیکنه وکړه، نو څنګه دوی یو لک رایې پوره کړې؟ که دوی دغه رایې پوره کړې وی اعمال نفوذ یې کړی دی، له خپلې دندې یې ناوړه ګټه اخیستې او له قانون نه یې سرغړونه کړې ده.))
نوموړی وایی، د نوماندو او مرستیالانو د دوه ګونو تابعیتونو د څېړلو موضوع نه باید له بهرنیو چارو وزارت نه پوښتل شوی وای، باید نورې لارې چارې په کار اچول شوې وای او دا مساله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده نه ده؛ باید په دې اړه پرېکړه د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون کړې وای.
دغه احتمالی نوماند زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپله خپلواکی له لاسه ورکړې او یوازې د ارګ په لارښوونه یې دغه لېست اعلان کړی دی.
هغه دغه راز وویل، د ولسمشر د ورور قیوم کرزی دویم نوماند دوه تابعیته لرل، خپله قیوم کرزی هم پرې خبر و؛ نو دغه تقلب کړی او نوملیکنه یې کړه: (( بیا یې د هغه دوه تابعیته مساله پټه ساتلې ده، د جرم پټول خپله جرم دی. ده باید دوه ګونی تابعیت لرونکی خپل مرستیال نه وای ټاکلی، بیا یې چې ټاکلی ولې یې دغه مساله پټه ساتلې ده، یانې ده تقلب کړی دی.))
نوموړی وایی، که چېرې یې نومونه بېرته د ټاکنیزو نوماندو په لېست کې رانشی، پوره تیاری یې نیولی او په ټول هېواد کې به په لاریونونو او مدنی حرکتونو لاس پورې کړی.
هغه خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شی، د لویې جرګې د جوړېدو مخه به ونیسی، لویې او حتی د بهرنیانو لارې به وتړی، سوقیات او لوجستیکی فعالیتونه به د مدنی حرکتونو له لارې په ټپه ودروی.
په همدې حال کې د ټاکنیزو نوماندو له لومړنی لېست نه بل پاتې شوی نوماند بسم الله شېر هم ورته تور لګوی او وایی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ارګ ځانګړی کمېسیون دی.
هغه وایی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو په ټاکلو سره ټول هیله درلوده، چې دا ځل به رڼې، ازادې او سرتاسری ټاکنې تر سره شی او خلکو په کې د ونډې اخیستو ارزو درلوده؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې پرېکړې وښوده، چې دا یوازې د ارګ او د ارګ د ټیم کمېسیون دی.
د ده په وینا، دی هم د نوماندو د شمېر د کمېدو پلوی دی؛ خو وایی نباید ملی کسان او هغه څوک چې ملت ته وفادار دی او په ملت کې پلویان لری له دې لېسته و ایستل شی.
هغه په لومړنی لېست کې په راغلو نوماندو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بې رحمانه عمل تر سره کړ.
دی زیاتوی، سره له دې چې ارګ په واک کې د پاتې کېدو لپاره د ملت په برخلیک لوبې کوی؛ خو اوس ولس پوه شوی او دی د ټاکنو له لارې غواړی چې بدلون رامنځته کړی او ارګ په خپله دې غوښتنه کې کلکه ماتې خوړلې ده.
ښاغلی شېر وایی، افغانان پوه شوی چې یوې روښانه راتلونکی ته اړتیا لری، خلک غواړی د نورو هېوادونو د ملتونو په شان له حقونو برخمن او سوکاله ژوند ولری.
ده وویل، دا د دوی او ټول ملت حق دی او هیچا ته به اجازه ورنه کړی، چې دا حق یې تلف کړی او د دې حق د بېرته تر لاسه کولو لپاره به هڅې وکړی.
نوموړی زیاته کړه، د پنجشنبې په ورځ یې هم په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته مراجعه کړې وه او د ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نشی.
هغه وایی، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم ورسره ژمنه کړې چې دوی په افغانستان کې رڼو او عادلانه ټاکنو ته ژمن دی، د کمېسیون په وروستۍ پرېکړې اندېښمن او دې پروسې ته پوره ځیر دی.
ښاغلی بسم الله شېر په دې باور دی، چې دوی یوازې د ملت د برخلیک جوړونې، سوکالۍ او ارامۍ لپاره کار کوی.
دی وایی، تر هغې چې د ټاکنو کمېسیون خپله پرېکړه بېرته وانخلی او دوی په لېست کې ځای نه کړی، په پراخو لاریونونو او نورو مدنی حرکتونو به لاس پورې کړی.
نوموړی زیاتوی، دوی نه غواړی چې ولس له خنډونو سره مخ کړی؛ خو دا لارې چارې به غوره کړی، چې د منطق لارې وې، د خلکو د خیر لار وی او هدف ته د رسیدولپاره به هڅې کوی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د احتمالی نوماندو له نوملړه شپاړس تنه و ایستل او ایله لس تنه وتوانېدل چې د ټاکنیزو نوماندو لومړنی لېست ته لاره پیدا کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.