ایمل فیضی: له پاکسـتانه د ملابرادر ادرس غواړو

- ۰۵ عقرب ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې افغانستان، پاکستان بیا په لندن کې د برېټانیا په منځګړیتوب څلورمې درې اړخیزې ناستې ته چمتوالی نیسی، ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې په دې غونډه کې به د تېرو مسایلو په تعقیب بحثونه وشی.
د ترهګرۍ او افراطیت خلاف مبارزه، د سولې پروسه او ځینې نور مسایل هغه موضوعات دی چې د دې ناستې په اجنډه کې به د سر ځای ولری.
خو د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی بیا دې غونډې ته هیله من نه دی او وایی، چې یاده غونډه به هم د تېر په څېر بې پایلې پای ته ورسېږی.
شنناندی زیاتوی، تر هغې چې لومړی د امریکا او برېټانیې تر منځ د افغانستان په اړه توافق نه وی رامنځته شوی او بیا دغه ډول غونډې وشی، اوسنۍ ناستې پایله نه ورکوی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د روانې میاشتې په پای کې به د افغانستان، پاکستان او برېټانیې مشران د څلورمې درې اړخیزې ناستې لپاره په لندن کې پر یوه مېز سره راټول شی.
هغه وایی، په دې درې اړخیزه ناسته کې به د تېرو غونډو اجنډاوې تعقیب شی او په پخوانیو مسایلو به بحثونه وشی، چې لا هم ورته اړتیا ده.
نوموړی زیاتوی، له ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه، د سولې پروسه او ځینې نور مسایل د دې درې اړخیزې ناستې په اجنډا کې شامل دی.
د هغه په باور، په دې غونډه کې نوی شوی یوازې د پاکستان د نوی لومړی وزیر ګډون دی چې په لومړی په دې غونډه کې د پاکستان په استازیتوب برخه اخلی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې په ګویا پخوانیو ناستو پایله نه ده ورکړې دې ناستې ته هیله مندی څومره ده؟ وویل، پاکستان د افغانستان ګاونډی دی، چې له اقتصادی، امنیتی او نورو برخو کې سره اړیکې لری، مذاکرات یې کړی او لا هم دوی ورسره د یوه ګاونډی په توګه چلن کوی.
ښاغلی فیضی وویل، د دې غونډې د سولې پروسې یوه برخه د ملابرادر په اړه له پاکستانه د وضاحت غوښتو ده او له پاکستانه به وغواړی، چې ملابرادر خوشې کړی.
دی زیاتوی، پاکستان د خپلو ژمنو په لړ کې ملا برادر له زندانه خوشې کړ، خو لا هم تر کلک څار او نظارت لاندې دی او په دې ناسته کې به افغانستان له پاکستانه د هغه ادرس وغواړی، دغه راز به وغوښتل شی چې هغه ازاد پرېښودل شی څو د سولې عالی شورا ورسره په اسانۍ اړیکه ونیول شی.
د ولسمشر ویاند وایی، دوی تر اوسه نه پوهېږی چې نوموړی چېرته دی؛ خو له پاکستانه به وغواړی چې د هغه ادرس ورکړی.
ایمل فیضی زیاته کړه، چې ولسمشر کرزی به د روانې میاشتې په نهه ویشتمه نېټه په لندن کې د اسلامی مجمع په غونډه کې برخه واخلی او په دېرشمه نېټه به د افغانستان، پاکستان او برېټانیې درې اړخیزه ناسته جوړه شی.
د سیاسی چارو شننونکی محمد یونس فکور ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د پاکستان نوی لومړی وزیر نواز شریف غواړی د پخوانیو مشرانو خلاف له افغانستان سره اړیکې ښې کړی، د پاکستان اقتصاد په پښو ودروی؛ خو دا روښانه نه ده چې له پوځه به څومره ځان خپلواک کړی.
هغه وایی، که چېرې د افغانستان او پاکستان مشران د یوه مېکانیزم، ستراتېژۍ او یا هم تړون له مخې چې هغه عملی بڼه خپله کړی او د نړۍ د سترو قدرتونو په منځګړیتوب د مسایلو د حل لپاره خبرې وکړی او ژمنې وکړی پایله به ورکړی.
نوموړی زیاتوی، که چېرې امریکا او برېټانیا لومړی په خپلو کې د افغانستان او پاکستان په اړه سره توافق وکړی او له هغې وروسته د افغانستان او پاکستان مشران ور وغواړی او منځګړیتوب په کې وکړی، هیله من دی چې پایله به یې خورا ښه وی.

ښاغلی فکور وویل، خو دا چې د پاکستان لومړی وزیر یو ځل امریکا ته ځی او له هغې وروسته له برېټانوی مشرانو او بیا ولسمشر کرزی سره له امریکا کناره خبرې کوی او ګوری دا پاکستان د دوو قدرتونو پر وړاندې بې باوری کوی او په اړیکو کې یې یو درز رامنځته کوی.
د ده په خبره، که چېرې خبرې په تفاهم مخ ته لاړې شی پایله به یې ښه وی او که داسې ونشی د تېرو غونډو په شان به دغه غونډه هم پایله ورنه کړی.
نوموړی زیاتوی، د دې سفر اجنډا به د نړۍ والو ځواکونو له وتلو وروسته پر امنیتی وضعیت، ټاکنو، سولې او نورو مسایلو را څرخی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی وایی، تر هغې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه ستراتېژیک تړون ته زمینه برابره نشی دا ستونزې نه حلېږی، ځکه د افغانستان او پاکستان قضیې درې او څلور اړخیزې دی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی محمدعظیم محسنی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د تېرو غونډو په شان دې غونډې ته هم چندان خوشبین نه دی.
نوموړی وایی، دا اوس لکه لمر ټولو ته روښانه شوې چې له دغه دول دوه اړخیزو او درې اړخیزو ناستو هېڅ پایله نه شی ترلاسه کېدای.
د ده په وینا، سره له دې چې په پاکستان کې رهبری بدله شوې نوی حکومت راغلی او نوازشریف هڅه کوی، چې اړیکې ښې کړی، دغه راز اوس پاکستان هم پوه شوی چې نشی کېدای د تل لپاره افغانستان ته د خپل ستراتېژیک عمق په سترګه وکتل شی.
هغه وایی، پاکستان تل په خپلو ژمنو او وعدو کې رښتینی نه دی او کومې ژمنې یې چې تر اوسه کړی یوه یې هم نه ده عملی کړې؛ نو له همدې امله دې غونډې ته هم ډېره هیله مندی نشی کېدای.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، تر هغې چې پر پاکستان یو عملی فشار رانه وړل شی، دغه ډول غونډې بې پایلې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.