له پروژو باج اخیستنه د دې پروژو پر کیفیت منفی اغېز کوی

گزارشگر:10 قوس 1392 - ۰۹ قوس ۱۳۹۲

mandegarد کلیو او پراختیا وزارت چارواکی وایی، چې په لرو پرتو سیمو کې له پلی کېدونکیو پروژونه ځایی امنیتی کسان باج اخلی چې دغو کړنو یې په چارو بده اغېزه کړې ده.
خو د کورنیو چارو وزارت یې دغه ادعا نه منی او وایی، تر اوسه هېڅ داسې موار نه لری چې پولیس دې د بیارغونې له پروژو باج واخلی او یادې د امنیت له تامین پرته نور دخالت ولری، ځکه یاد وزارت تر اوسه له دوی یوازې د امنیت د تامین غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې یوشمېر غړی د کلیو او پراختیا له وزارته غواړی، ژر تر ژره دې د هغو کسانو نومونه افشا کړی چې د بیارغونې له پروژو باج اخلی؛ که نه په دې مطبوعاتی جګړه کې به پر امنیتی ځواکونو د خلکو باور ته زیان ورسېږی.
د کلیو پراختیا وزیر ویس احمد برمک وایی، ځینې سیمه ییز امنیتی کسان د دوی د کارونو په وړاندې خنډونه جوړوی او د کارکوونکو او پروژو د امنیت ساتلو په وړاندې یې باج غواړی.
هغه وایی، غواړی د دې ستونزې د حل لپاره د کورنیو چارو له وزیر سره هم خبرې وکړی او د حل یوه لاره ورته را وباسی.
ښاغلی برمک وایی دغه راز کړنې پر ودانیزو چارو او د پروژو پر کیفیت مخامخ اغېز کوی: «شرکتونه د پروژو بودیجه کموی او دوی ته یې ورکوی. چې په دې سره خامخا د پروژې کیفیت اغېزمن کیږی. او شرکت نه شی کولای پروژه له ټاکلو معیارونو سره سم بشپړه کړی، چې د دې زیان مخامخ خلکو ته رسیږی››.
خو د کورنیو چارو وزرات دا نه منی او وایی، چې تر اوسه ورسره داسې پېښه نه ده ثبت شوې.
د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب الله دانش ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، پولیس د بیارغونې د پروژو او د هغوی د کارکوونکیو د امنیت د تامین دنده پر غاړه لری او نور هېڅ ډول دخالت په کې نه لری.
هغه وایی، دا نشی منلی چې پولیس به له پروژو په باج اخیستو کې ښکېل؛ خو که په ځینو سیمو کې پولیس په کې ښکېل وی له قانونی چلن سره به مخ شی.
ښاغلی دانش زیاتوی، تر اوسه ورته د کلیو او پراختیا وزارت په دې اړه رسمی اطلاع نه ده ورکړې او نه یې ترې د امنیت له تامین پرته د بلې همکارۍ غوښتنه کړې ده او هیله من دی چې یاد وزارت ورته په دې اړه رسمی اطلاع ورکړی.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړی عبدالحنان حق ویون ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په کار ده چې د کلیو او پراختیا وزارت روښانه کړی، چې په کومو سیمو کې چا د دوی د پروژو له پلی کېدو باج اخیستی دی.
نوموړی زیاتوی، که چېرې د دغو کسانو نومونه افشا نشی، د دې وزارت پر ادعاوو شک کېدای شی، ځکه که څوک له پروژو باج اخلی په کار ده چې نومونه یې هم روښانه شی: (( که یې نومونه افشا نه شی دا یو مطبوعاتی جنګ دی په هر چا ادعا کېدای شی؛ خو نباید ټول امنیتی ځواکونه تورن شی، ځکه ټول امنیتی ځواکونه خو له چا باج نه اخلی. په دې سره ټول امنیتی ځواکونه بدنامه کېږی او پرې د خلکو باور را کمېږی.))
هغه وایی، ښایی په ځینو سیمو کې دغه ډول پېښې شوی؛ خو په کار نه ده چې ټول امنیتی ځواکونه پرې تورن شی.
د مشرانو جرګې د یاد غړی په خبره، دغه ډول ادعاوې به پر امنیتی ځواکونو د خلکو باور ته زیان واړوی او که واقعیت ولری باید مخنیوی یې وشی.
ښاغلی حق ویون وویل، له پروژو باج اخیستنه به نه یوازې دا چې د پروژو چارې ټکنۍ کوی، په کیفیت یې هم اغېزه کوی او هر څومره چې له پلی کوونکیو ډېرې پیسې واخیستل شی په هماغه اندازه د پروژو کیفیت ښکته راځی.
د کلیو پراختیا وزارت پراختیایی او رغنیزې پروژې د افغانستان په کچه بریالۍ بلل کیږی. د لارو جوړولو، روغتیایی، ښوونیزو، برېښنا او ګڼو نورو پروژو په ګډون تر ډېره ټولګټې دی.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا په تېرو لسو کلونو کې دوی د شاوخوا دوه نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت تر ۶۳ زرو ډېرې پروژې بشپړې کړی او شاوخوا شل زره نورې پروژې یې تر کار لاندې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.