په کرزی د امریکا او نړۍ باور ختم شوی دی

گزارشگر:24 قوس 1392 - ۲۳ قوس ۱۳۹۲

mandegar-1په د اسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز مارټین دېمپسی ویلی، که له افغانستانه نړۍ وال ځواکونه ووځی سیمه به بې ثباتۍ لور ته لاړه شی، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی،دا څرګندونې پر ځای دی.
سیاسی شنونکی وایی، امریکایی چارواکی له محاسبې پرته څرګندونې نه کوی او د دې امکان شته که نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی تېرې کورنۍ جګړې به بیا تکرار شی.
د سیاسی چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، تېرو کورنیو جګړو ته په کتو اوس افغان ملت ډېر په اندېښنه کې دی که چېرې نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی، بیا به کورنۍ جګړې پیل شی.
هغه وایی، دا خبره پر ځای ده که چېرې نړۍ وال ځواکونه له افغانستانه ووځی نه یوازې دا چې افغانستان به له اقتصادی او امنیتی ستونزو سره مخ شی، بلکې د سیمې هېوادونه به خپلو سیالیو ته پراختیا ورکړی او حتی سیمه به هم ورسره نا امنه شی.
د ده په خبره،په کار ده چې افغان ولسمشر د خلکو دا ستونزه درک کړی او هر څومره ژر چې کېدای شی دغه تړون لاسلیک کړی.
ښاغلی بشر په دې اند دی، په داسې حال کې چې افغان حکومت خپلو امنیتی ځواکونو ته معاش نشی ورکولای، بودیجه په بهرنیو مرستو ولاړ ده، پوځ هوایی ځواک، وسلې او نور تجهیزات نه لری؛ نو څنګه کېدای شی چې افغانستان خپل امنیت وساتی: (( افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا لری. همدا اوس افغانستان له اقتصادی رکود سره مخ دی. او که چېرې د نړۍ مرستې ودرېږی نو ستونزې به لا ډېرې شی.))
د سیاسی چارو دغه شننونکی زیاتوی، د دې تړون د نه لاسلیک له امله د خلکو ذهنیتونه وژل شوی، افغان ولس تر یوه فشار لاندې دی، که دا تړون لاسلیک نشی څه به کېږی. دغه وضعیت په کارو بار اغېز کړی دی، د افغانیو ارزښت را لوېدلی، د کورونو پلور په ټپه درېدلی، هېواد له اقتصادی رکود سره مخ دی، پانګونه بنده ده او هیڅوک ارام نه دی.
د نوموړی په وینا، باید د خلکو ذهنیت را ژوندی شی، هغوی ته ډاډ ورکړل شی، چې اوسنی حکومت د دې وړتیا نه لری تر هغې چې دا تړون لاسلیک نشی: (( دا تړون باید ژر لاسلیک شی ځکه د امریکا بودیجه په جون او جولای میاشتو کې جوړېږی او که وځنډېږی هغوی نشی کولای په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره پلان ګذاری وکړی.))
ښاغلی فاروق بشر وویل، دا چې ولسمشر د دې تړون له لاسلیک ډډه کوی څو خبرې شته، لومړی دا چې هغه په ټاکنو کې د خپل نوماند بریا غواړی،ځینې خلک فکر کوی که چېرې په ټاکنو کې بل څوک بریالی شی، ښایی د ولسمشر کرزی له ټیم او د حکومت له چارواکیو نه د هغوی د کارونو په اړه حساب وغواړی.
د ده په وینا، ښایی ولسمشر کرزی فکر کړی وی که دا تړون لاسلیک شی نو طالبان چې دی یې ورونه بولی؛ خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی: (( ولسمشر له دې هم ډارېږی چې دا مساله د ډیورنډ غوندې نشی. ))
نوموړی زیاتوی، خو که ولسمشر کرزی له دې مسایلو ډارېده د لویې جرګې جوړېدو ته اړتیا څه وه: (( ولسمشر کرزی له جان کېری سره په لیدنه او خبری ناسته کې وویل، چې موږ توافق ته رسېدلی یو. خو که لویې جرګې یې تایید وکړ ژر یې لاسلیک کوو. مګر لویې جرګې خو تایید کړه ولې یې اوس نه امضا کوی. که یې نه لاسلیک کاوه نو لویې جرګې ته اړتیا څه وه، چې شپېته میلیونه ډالره پرې ولګېدل، دولس دیارلس تنه په کې ووژل شول او نور هم خلکو ته زحمت ورکړل شو))
استاد بشر وایی، په ولسمشر کرزی د امریکا او نړۍ باور ختم شوی دی او خپله کرزی د دې تړون د موافقانو او مخالفانو کورنیو او بهرنیو تر فشار لاندې دی.
د ده په وینا، ولسمشر هم له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د امنیتی تړون په اړه سلا کوی او هم پرې بې باوره دی که امریکا لاړه شی دغه هېوادونه به په افغانستان کې لاسوهنه وکړی.
هغه زیاتوی، که ولسمشر دغه تړون لاسلیک نه کړی، راتلونکی ولسمشر به یې لاسلیک کړی او دا تړون به خامخا لاسلیک کېږی؛ نو په کار نه ده چې ولسمشر په کې ځنډ راولی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی سید مظفر دره صوفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د لویدیځوالو ډېری سیاستونه د محاسبې او حساب و کتاب پر اساس دی، هره کړنه او هره خبره چې کوی، په ډېر تامل سره ترسره کېږی.
د هغه په خبره، دا چې جنرال ډمپسی ویلی، له افغانستانه د امریکایی او نړۍ والو ځواکونو په وتلو سره به سیمه د بې ثباتۍ لور ته لاړه شی دا څرګندونې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره نه دی؛ بلکې دا څرګندونې یې د یوې محاسبې له مخې کړی دی او باید جدی ونیول شی.
هغه زیاتوی، دا چې ولسمشر کرزی له امریکا غواړی چې پرې فشار رانه وی او له هغه سره غیر دوستانه عمل ونه کړی، متناقضه خبره ده؛ ځکه دا پوښتنه د ولسمشر په اړه هم را پورته کېږی، چې د دې غوښتنې برعکس امریکا هم له کرزی غوښتنې لری، غواړی چې نوموړی له افغانستان سره د امریکا د مرستو په بدل کې له لجاجت نه لاس واخلی او تړون لاسلیک کړی.
د ده په خبره، له همدې امله ده چې د امریکا غوښتنه غیر معقول او استعماری نه ده.
ښاغلی دره صوفی زیاتوی، له بده مرغه چې کرزی د شخصی ګټو د لاسته راوړلو لباره د خپلو لوېدیځو ملاتړو غوښتنې نادیده نیسی او د افغان ملت له غوښتنو سره مقابله کوی.
هغه زیاتوی، دغه ډول لجاجت به په نهایت کې د هېواد د امنیت او ثبات او خپله ولسمشر کرزی په زیان تمامه شی: (( ښاغلی کرزی باید درک کړی چې ځان یې د ترازو په یوې پله، افغان ملت، نړۍ ټولنه او د افغانستان دوست هېوادونه یې په بله پله کې اچولی. چې ځان تر ټولو دروند ګڼی، چې په پایله کې به بې پېردونکی پاتې شی. ښه دا ده چې ولسمشر خپل وزن او په همدې وزن له نړۍ سره معامله وکړی.))

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.