ځینې کړۍ په کابل کې ځانوژونکی بریدګر ساتی او امکانات ورکوی

گزارشگر:سه شنبه 10 دلو 1396 - ۰۹ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د مشرانو جرګې یو شمېر غړی وایی، ځان وژونکی بریدګر د کابل ښار په مختلفو سیمو او کورونو کې ساتل کېږی او د دوی لپاره ټول امکانات په واک کې ورکول کېږی.
په کابل کې په وروستیو دوو اوونیو کې د ځان وژونکو بریدونو او ډله ییزو حملو له زیاتېدو سره یو وار بیا په نظام کې د وسله والو مخالفینو نفوذی عواملو ته ګوته نیول کېږی.
د مشرانو جرګې د اداری هیئت یو شمېر غړی وایی چې ځینې حلقې چې دوی یې د پردیو مهرې بولی، د دولت له وسله والو مخالفینو سره همکاری کوی.
د دې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقی وایی، معامله کوونکی او هغه حلقې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېږی، کابل ته د ځان وژونکو بریدګرو او د چاودېدونکو توکو په راوړلو کې لاس لری او ان کورونه او امکانات د هغوی په واک کې ورکول کیږی.
ښاغلی صدیقی وویل:
«په داخل د ښار او په هر ځای کې ځان وژونکی بریدګر ځای پرځای شوی، حتی کورونه او دفترونه ورته نیول شوی او په هماغه مربوطه ځای کې ورته مواد ځای پر ځای کېږی، له مربوطه ادارې ورسره تماس نیول کېږی او دوی عاجل خپل ځای همغې نقطې ته رسوی.»
خو ښاغلی صدیقی دا ونه ویل چې دغه کسان څوک او د نظام په کومه کچه کې دی؟
خو د ځینو نورو چارواکو په څېر یې د خپلو ادعاو د سپیناوی لپاره کوم سند وړاندی نه کړ.
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې په تېرو دوو اونیو کې کابل د ډله ییزو او ځان وژونکو خونړیو بریدونو شاهد و.
په دې بریدونو کې د تبیانو فرهنګی مرکز، د کابل شش درک سیمه، د انټر کانټیننټال هوټل، د شنبې په ورځ د صدارت څلور لارې او وروستۍ هغه یې د ۱۱۱ فرقې جزوتام و چې د وسله والو مخالفینو له خوا په نښه شول.
له دې ټولو سره سره هرکله چې په کابل کې ځان وژونکې حملې او چاودنې کېږی، سیاسیون او په ولسی جرګه کې د خلکو استازی په دې پېښو کې پنځم ستون شریک ګڼی، خو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلای چې دغه خلک وپېژنی.
خو دا چې رښتیا هم د نظام ځینې حلقې او خلک د دولت وسله والو مخالفینو سره مرسته کوی که څنګه؟ او ولې کشفی بنسټونه او امنیتی ادارې په دې نه دی توانېدلی چې په کابل کې د بریدونو مخه ونیسی، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل:
«په دې وروستیو کې چې کومې پېښې په کابل کې زیاتې شوی، دا د افغانستان د دښمنانو ضعف دی، دوی دا پېښې په کابل کې ترسره کړې دی، دوی سره چې همکاری شوې ده، دا په لویه کچه ورسره د سیمې د استخباراتو همکاری ده او دا تحمیلی جګړه ده، له شک پرته دغه کسان چې راځی، دوی سره به ملګری وی، همکاری به ورسره کوی، یا د نظام دننه او یا هم له نظامه بهر او په ډېریو مواردو کې دا ډول کسان د قانون منګولو ته سپارل شوی هم دی.»
د امنیتی چارو یو پوه صدیق ساحل وایی، اوس چې پاکستان د امریکا د فشارونو لاندې دی، غواړی ښکاره کړی چې ترهګریزې ډلې په افغانستان او حتی ددې هېواد په مرکز کابل کې موجودې دی.
دی وایی، لازمه ده چې د افغانستان استخبارات «سی. ای. اې» او «اف. بی. آی» چې په افغانستان کې فعالیت کوی، دغه حلقې او کسان په نښه کړی.
دغه شان دی وایی، اړتیا ده چې په کابل کې عملیات پیل او کورونه تلاشی شی، تر څو له پلازمېنې د ترهګرو بستره ټوله شی، کنه روان وضعیت به بدې پایلې ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.