افغان حکومت د کانونو لپاره ملی ستراتېژی نه لری

گزارشگر:3 جدی 1392 - ۰۲ جدی ۱۳۹۲

mandegar-1اقتصاد پوهان نیوکه کوی، چې د افغان حکومت چارې په اقتصادی منطق ولاړې نه دی چې له امله یې هره ورځ اقتصادی ستونزې را پیدا کېږی.
شنناندی دغه راز زیاتوی، افغان حکومت تر اوسه د اقتصادی ودې او پراختیا اساسی لیکلې کرښې نه لری او نه پوهېږی، چې د کومې اقتصادی پالیسۍ له مخې چارې ترسره کړی.
دا اندېښنې وروسته له هغې را پورته کېږی، چې د افغانستان د کانونو لومړۍ ستره پروژه مس عینک دماتې خبرې را پورته شوې چې چارې یې په ټپه ولاړې دی.
خو د مس عینک کان د استخراج چینایی کمپنۍ وایی، چې دغه پروژه لا دوام لری او په سیمه کې د لرغونو اثارو شتون یې د کارونو مخه نیولې وه.
د مس عینک کان د استخراج د چینایۍ کمپنۍ مشر وایی، دوی تر اوسه په دې پروژې کابو ٣۶٠ میلیونه امریکایی ډالره لګولی او هېڅکله به له دې پروژې لاس په سر نه شی.
د مس عینک کان چې په سیمه کې کې د مسو ستر کان دی، د استخراج تړون په ۲۰۰۸ کال کې له یوې چینایی کمپنۍ سره شوی و.
د سوداګریزو خونو د بهرنیو چارو مشر او د اقتصادی چارو شننونی اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د مس عینک کان د قرار داد په پیل کې ټولو هیله مندی ښودله او له دې کان نه سالمې ګټې اخیستنې کولای شول د افغانستان له اقتصادی پیاوړتیا سره ډېره مرسته وکړی.
هغه وایی، له بده مرغه چې افغان حکومت او چینایی کمپنۍ د دې تړون جزیات پټ وساتل: (( حتی زه چې د منتخب هیئت غړی وم ماته یې هم معلومات نه راکول. په وار وار مې خپل اعتراض له رسنیو سره شریک کړ، په وزیرانو شورا کې مې ولسمشر ته هم خپل غږ ورساوه خو د دې تړون جزیات پټ پاتې شول.))
د ده په وینا، د کانونو وزارت چارواکیو هغه مهال داسې افاده کولای، چې د دې تړون له مخې به یاده چینایی کمپنۍ له شمال نه تر کابله او له کابله تر تورخمه رېل پټلۍ جوړوی. همدارنګه به د پروژې له پیل وړاندې ۸۰۰ میلیونه ډالره د بونس په توګه افغان حکومت ته ورکوی او کله چې استخراج پیل شوی، نو دغه رقم به ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته راښکته کېږی.
ښاغلی حافظی زیاتوی، له بده مرغه چې دا خبرې ټولې دروغ وې، کله چې حکومت له چینایی کمپنۍ نه د رېل پټلۍ جوړېدل وغوښتل، هغوی یې په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه وکړه.
نوموړی وویل، د مس عینک کان د پروژې چارې په ټپه ولاړې دی، ځکه افغان حکومت په دې تړون کې روڼتیا نه درلوده او له ډېرو نیمګړتیاوو سره سره دغه تړون لاسلیک شوی و.
د سوداګریزو خونو دغه چارواکی وایی، افغان حکومت په لوړه کچه حتی د ولسمشرۍ دفتر په کچه اقتصادی پالیسی او اقتصادی اساسی کرښې نه لری، او نه پوهېږی چې د کومې اقتصادی پالیسۍ له لارې عمل کوی.
د ده په خبره، حکومت د کاونونو، د سوداګرۍ د بېلانس، کار موندنې، د ملی خالصو عوایدو د زیاتېدو او نورو برخو کې هېڅ ډول پلان او پروګرام نه لری او د دې کار لپاره لیکلې ستراتېژی او پالیسی لری.
د هغه په باور، همدغه حالت افغان حکومت له ستونزو سره مخ کړی دی، ځکه تل ژمنې کوی، خلکو ته دوکه ورکوی خو ژمنې یې ټولې دروغ وی.
ښاغلی اذرخش حافظی وایی، د امو حوزې د تېلو د استخراج تړون چې له کومې چینایی کمپنۍ سره شوی دی یوه ژمنه یې دا وه، چې په افغانستان کې به تصفیه خانه جوړوی، خو تر اوسه یې په زرګونه ټنه خام تېل ایستلی او د تصفیه خانې د جوړېدو چارې یې نه دی پیل کړی.
نوموړی وویل، یاده کمپنۍ خام تېل د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تصفیه کېدو لپاره لېږدوی، چې دوه سوه ډالره پرې کرایه راځی او ډېر ضایعات هم ورکوی؛ خو په کور دننه یې د تصفیه خانې له جوړولو تر اوسه ډډه کړې ده: (( که چېرې د افغان حکومت چارې په اقتصادی منطق برابرې وای، ښایی داسې نه وای شوی. چارې یې شفافې او معقولې نه دی.))
خو د مس عینکو د پروژې د استخراج د چینایۍ ایم سی سی کمپنۍ مسوول لېو، رد کړه چې ګویا دغه پروژه له ناکامۍ سره مخ ده.
ده زیاته کړه، له امنیتی پلوه، چې تېر کال او د سږکال په لومړیو کې کومې ستونزې موجودې وې، هغه اوس هوارې شوې دی او له دې اړخه کومه ستونزه نه لری.
د هغه په وینا، د مسو پر استخراج به هغه مهال عملی کار پیل شی، کله چې د لرغونو اثارو د کېندو چارې بشپړې شی؛ تر هغه پورې به دوى د پروژې نورې تخنیکې چارې سمبال کړی؛ د اوس لپاره د دوى تحقیقاتی او نور کارونه ښه پرمخ روان دی.
د افغانستان د کانونو په اړه لومړنى لوی قرارداد د لوګر ولایت د عینک په سیمه کې د مسو د کان د را ایستلو په اړه د چین د متالوجۍ او جیانګزی د مسو شرکت په نوم له یوه چینایی شرکت سره د ۲۰۰۸ کال د مې میاشتې په ٢۵ مه لاسلیک شو.
دغه شرکت ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په دې برخه کې ٢،٩ میلیارده امریکایی ډالره پانګونه وکړی.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.