د سولې د عالی شورا غړی عبدالحمید مبارز: د سولې د عالی شورا یوشمېر چارواکی طالبی مفکوره لری

گزارشگر:9 جدی 1392 - ۰۸ جدی ۱۳۹۲

mandegar-2د سولې د عالی شورا غړی وایی، چې په دې شورا کې ځینې د طالبی مفکور لرونکی وګړی واکمن دی چې په خپله پرېکړې نیسی او د دې شورا د ټولو غړو نظر په پرېکړو کې نه اخیستل کېږی.
دغه راز د دې شورا غړی سعودی عربستان ته د سولې د عالی شورا د پلاوی سفر بې پایلې بولی. خو د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې سعودی ته تللی پلاوی به د افغان سولې غږ نړۍ والو ته ورسوی.
د سولې د عالی شورا غړی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د دې شورا رهبری د یوشمېر پخوانیو طالب چارواکیو، د اسلامی حزب او جمعیت اسلامی د غړو په ولکه کې ده، چې ټولې پرېکړې د هغوی له لوری کېږی او د شورا نورو غړی پرې نه خبرېږی.
هغه وایی، د دې شورا یوشمېر د رهبرۍ هیئت غړی حتی طالبی مفکوره لری چې نشی کولای وضعیت ته بدلون ورکړی او د سولې په برخه کې پرمختګ وکړی.
د نوموړی په وینا، له همدې امله ده چې د سولې د عالی شورا یو اجرایوی پلاوی سعودی عربستان ته په اسلامی کنفرانس کې د ګډون لپاره په سفر بوخت دی.
ښاغلی مبارز زیاتوی، دغه سفر به هېڅ مثبته پایله ونه لری، ځکه سعودی عربستان له طالبانو او پاکستان سره نېږدې او ښې اړیکې لری.
د هغه په خبره، سعودی عربستان لومړنی هېواد و چې د طالبانو واکمنی یې په رسمیت وپېژنده او له پاکستان سره هم نېږدې اړیکې لری، همدارنګه اسلامی نړۍ وال سازمان هم د سعودی تر اغېز لاندې دې دی، چې د افغانستان له سولې سره به هېڅ راز مرسته ونشی کولای.
د سولې د عالی شورا دغه غړی وایی، سعودی له طالبانو او پاکستان سره د نېږدې اړیکو له امله نشی کولای پاکستان ته دې مجبوره کړی، چې په خپلو پالیسو کې بدلون راولی.
نوموړی وایی، د سولې په برخه کې د پرمختګ یوه اغېزمنه لاره په امریکا کې د سیاسی ارادې شتون دی، چې وکولای شی پر پاکستان فشار راوړی، څو دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو پالیسیو بدلون ته اړباسی: (( تر هغې چې امریکا ونه غواړی چې پاکستان تر فشار لاندې ونیسی، ځکه امریکا کولای شی پاکستان دېته مجبوره کړی، چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړی، د سولې په برخه کې د پاکستان پوځیان همکاری نه کوی. ))
د ده په خبره، بله دا چې په پاکستان کې یوشمېر افراطی ډلې او شخصیتونه چې له پاکستانیو پوځیانو او استخباراتو سره نېږدې اړیکې لری، لکه مولانا سمیع الحق او نور اوس هم له طالبانو ملاتړ کوی.
ښاغلی عبدالحمید مبارز وویل، تر هغې چې پاکستان د امریکا له لوری لازم فشار ونه وینی په افغانستان کې به له خپلو هغو اهدافو او ستراتېژیک عمق نه چې دوی ټاکلی لاس وانخلی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې سعودی عربستان ته د سولې عالی شورا سفر پایلې نه لری، ولې یې له امریکا سره په دې اړه خبرې نه کولې چې پاکستان تر فشار لاندې ونیسی، وویل: د سولې عالی شورا اجرایه کمېټه د تګلارې او سیاستونو په غوره او ټاکلو کې ورسره هېڅ راز همغږی او مشوره نه کوی؛ بلکې یوه ځانګړې کړۍ ده چې د پخوانیو طالبانو، اسلامی حزب او جمیعت اسلامی له غړو جوړه ده او ټولې پرېکړې هغوی کوی.
د ده په وینا، دوی یوازې کولای شی په عمومی مجالسو کې خپل نظر روښانه کړی. خو زیاتوی، چې دی حکومت متوجه کوی، چې له پاکستان سره د خبرو اترو له لارې د دواړو هېوادونو غوښتنې په منځ کې کېږدی، بحث پرې وکړی او د خبرو اترو له لارې یوې پایلې ته ورسېږی.
نوموړی وویل، دواړه هېوادونه مسلمان هېوادونه دی او افراطیت د اسلام او هېوادونو په ګټه نه دی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې سعودی عربستان د جهاد له وختونو له افغان مجاهدینو او بیا طالبانو سره ښې اړیکې لری او که وغواړی چې د سولې په برخه کې مرسته وکړی اغېز به یې زیات وی.
هغه وایی، په اسلامی کنفرانس کې د سولې د عالی شورا د غړو ګډون به د افغانستان د سولې غږ ټولې اسلامی نړۍ ته ورسوی چې یو ښه اقدام دی.
د ده په وینا، د افغان حکومت د بې کفایتۍ له امله تر اوسه په افغانستان کې د متخاصمو ډلو څېره نړۍ والو ته په درست ډول نه ده رسېدلې او له شک پرته چې افغان دولت په تبلیغاتی برخه کې ناکام سیاست درلود.
ښاغلی مجیدی زیاتوی، که چېرې افغان حکومت د خپلو مخالفانو اصلی څېره، کړنلارې او اهداف نړۍ والو ته رسولی وای او د جګړې له وجوهاتو یې خبر کړی وای دا به د افغان حکومت په ګټه وای.
د نوموړی په اند، په تېرو یوولسو کلونو کې د افغان حکومت او سعودی عربستان ترمنځ واټن ډېر شوی خو د سولې عالی شورا دغه سفر کولای شی دا واټن تر یوه ځایه راکم او د سولې په برخه کې د مرستو غوښتنه وکړی.
د ولسی جرګې د دې غړی په خبره، پاکستان او سعودی عربستان تل په افغانستان کې ګډ دریځ غوره کړی و او په ګډه یې ستراتېژی جوړوله دا چې پاکستان اوس د سولې لپاره د رښتینې مرستې غږ کړی ښایی سعودی عربستان هم د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.