د سولې عالی شورا: په دوبۍ کې د حکومت او طالبانو ترمنځ له خبرو بې خبره یو

گزارشگر:22 جدی 1392 - ۲۱ جدی ۱۳۹۲

mandegar-3وروسته له هغې چې اې پی خبری اژانس رپوټ ورکړ، چې په دوبۍ کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ پټې خبرې شوی دی، د سولې عالی شورا له دې خبرو اترو بې خبری ښیی او وایی، که دغه ډول خبرې شوی وی ګټورې دی.
خو د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې دغه ډول خبرې پایله نه لری او نه په کې له بند نه خوشې شوی طالبان مرسته کولای شی، ځکه هغوی تازه له بنده خوشی شوی او دریځ یې روښانه نه دی.
له بلې خوا افغان ولسمشر د سعودی د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې په اړه خبرې اترې کړی دی.
د سولې د عالی شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې ویول، چې د سولې راوستل او د سولې لپاره هلې ځلې د ټولو افغانانو وجیبه ده، ځکه دا پروسه یوه اسلامی او ملی پروسه ده چې د ټولو هڅې غواړی.
هغه وایی، دی په دوبۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له پټو خبرو اترو خبر نه دی او نه ورته چا اطلاع ورکړې خو عموماً دغه ډول خبرې د سولې لپاره ګټورې دی.
د ده په خبره، هیڅوک نشی کولای د سولې له عالی شورا پرته د سولې په اړه پرېکړه وکړی؛ خو مقدماتی خبرې، د سولې خبرو اترو ته د اسانتیاوو او زمینو برابرول، سولې ته د وسله والو هڅول د هر چا کار دی او که حکومت دغه کار وکړی یو ښه ګام دی.
ښاغلی شاهد زیاته کړه، دا په دې مانا نه ده چې د سولې د عالی شورا په شتون کې حکومت د سولې خبرې پر مخ وړی، بلکې هغوی زمینه برابروی.
همدارنګه د سولې د عالی شورا غړی او د سیاسی چارو شننونکی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې دی په دوبۍ کې د طالبانو او افغان حکومت له خبرو اترو خبر نه دی.
هغه وایی، دا چې د اې پی خبری اژانس په رپوټ کې یادونه شوې، چې په دې خبرو کې له زندان نه خوشې شوی طالب مشران ونډه لری، فکر نه کوی چې له بند نه خوشی طالبان دې په دې خبرو اترو کې ونډه ولری.
د نوموړی په وینا، دا چې له بند نه خوشی طالبان تازه خوشی شوی، هغوی تر اوسه ښکاره دریځ نه لری او نه دا روښانه ده چې هغوی دې په طالبانو کې له کوم موقف او نفوذ نه برخورداره وی؛ نو څنګه کېدای شی چې هغوی د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړی.
ښاغلی مبارز وایی، دا چې د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې لپاره هڅې پیل کړی، که چېرې په دې هڅو کې رښتینی وی، پاکستان تر فشار لاندې ونیسی څو د سولې له پروسې سره یې رښتینې مرستې ته اړ باسی کېدای شی د سولې په خبرو اترو کې پرمختګونه وشی.
تېره ورځ امریکایی خبری اژانس اې پی د افغان حکومت او طالبانو د سرچینو له قوله رپوټ ورکړ، چې په دوبۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پټې خبرې اترې روانې دی.
په دې رپوټ کې د طالبانو له قوله ویل شوی دی، چې په اماراتو کې د دوی او د افغان حکومت د چارواکو تر منځ خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
دغه آژانس په خپل راپور کې ویلی، چې د افغان حکومت دوه وزیرانو په اماراتو کې د طالبانو له استازو سره کتلی او د سولې په اړه یې خبرې اترې ورسره کړې.
د نوموړی آژانس د راپور له مخې د افغان چارواکو او طالب استازو تر منځ دا خبرې هغه مهال شوې، چې پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو د بهیر له پیلېدو سره د مرستې لپاره د طالبانو په لسګونو غړی خوشی کړل.
اسوشیتید پریس د طالب مشرانو په قول وایی چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو له وتلو وروسته به هم دا ډله او نورې وسله والې ډلې د افغانستان د حکومت پرضد جګړې ته دوام ورکړی.
د دوی په وینا د طالبانو مشران غواړی چې له حکومت سره خبرې وکړی. خو د دوی د جبهې قومندانان نه غواړی چې خبرې وشی، بلکې هغوی د جګړې په زور د حکومت د پرزولو غوښتونکی دی.
په همدې حال کې د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل له ولسمشر حامد کرزی سره په یوې ټیلفونی اړیکه کې د افغان سولې او په کې د سعودی په ونډې خبرې اترې کړی دی.
ولسمشر کرزی په دې خبرو کې یو ځل بیا د سولې په پروسه کې د سعودی او په ځانګړی ډول د دې هېواد د پادشا ملک عبدالله رول مهم بللی دی.
همدارنګه الفیصل د مرستو د بهبود او د ګډو ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې کابل ته د پاکستان د لومړی وزیر میا نواز شریف د وروستی سفر او تر دې مخکې اسلام آباد ته د هېواد د ولسمشر کرزی سفر مهم بللی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.