فیفا: د فزیکی امنیت ترڅنګ دې د رایه ورکوونکیو روانی امنیت هم تأمین شی ټیفا: د امنیتی ځواکونو رپوټ له واقعیته لرې دی

گزارشگر:24 جدی 1392 - ۲۳ جدی ۱۳۹۲

mandegar-4وروسته له هغې چې امنیتی ځواکونو په خپل هغه رپوټ کې چې ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې سپارلی او ادعا یې کړې وه، چې د ۹۵ سلنې امنیت تامینولای شی، د ټاکنو څارونکی ډلې وایی، چې دغه رپوټ له واقعیت ډېر لرې دی.
دغه نهادونه وایی، چې باید د فزیکی امنیت ترڅنګ د خلکو روانی امنیت هم تامین شی.
د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ټاکنو د امنیت ساتنې په اړه د افغان ځواکونو هڅې د ستاینې وړ دی؛ خو وروستی خپور شوی رپوټ له واقعتیه ډېر لرې دی.
هغه وایی، ښایی امنیتی ځواکونو هڅه کړې وی، چې د دې راپور په خپراوی سره چې په کې د ۹۵ نوی سلنې د امنیت تامین ادعا په کې شوې، د خلکو عامه ذهنونه ښه کړی، خلک په ټاکنو کې برخه اخیستو ته وهڅوی او د دې لپاره چې د ناوړه تبلیغاتو مخه ونیول شی دا رپوټ یې خپل کړی دی.
د ده په خبره، خو دغه رپوټ له واقعیتونو ډېر لرې دی ځکه امنیتی ځواکونه نشی کولای له نوی سلنې ډېر د رایه ورکونې د مرکزونو امنیت تامین کړی.
ښاغلی ایوبزاده په دې اند دی، چې د امنیتی ځواکونو له لوری وروستی خپور شوی رپوټ د اوسنیو شرایطو په رڼا او ارزونه کې جوړ شوی، هېڅ تضمین نشته چې د ټاکنو تر ورځې پورې به وضعیت بدلون نه کوی او د مخالفانو بریدونه او فعالیتونه به نه ډېرېږی.
د نوموړی په وینا، په تېرو ټاکنو کې هم امنیتی ځواکونو د بشپړ امنیتی تدابیرو خبرې کولې او ډاډ یې ورکاوه، چې د ټاکنو امنیت تامنیولای شی خو د ټاکنو په ورځ روښانه شوه چې ډېری د رایه ورکونې مرکزونه او محلونه د نا امنۍ له امله تړلی ول او یا په کې د خلکو ونډه خورا کمه وه.
د ټیفا مشر وویل، طالبان، اسلامی حزب او ګاونډی هېوادونه د ټاکنو د امنیت د خرابېدو هڅې کوی، ځکه راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې خورا مهمې دی او دوی نه غواړی چې دغه ټاکنې په بریالیتوب ترسره شی، له همدې امله ده چې وضعیت به د ټاکنو ترورځې خراب شی.
هغه له امنیتی ځواکونو وغوښتل چې د ټاکنو د امنیت د تامین په اړه په واقعیتونو اتکا او جدی عمل وکړی.
ښاغلی محمد نعیم ایوبزاده زیاته کړه، دی د امنیتی ځواکونو دې رپوټ ته خوشبین نه دی، ځکه د امنیتی ځواکونو د عمل او ګزارش ترمنځ ډېر توپیر شتون لری.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند محمد فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، اوس باید په همدې راپور اتکا وشی ځکه دا روښانه نه ده چې تر کومه حده دا رپوټ کره دی، د دې رپوټ د نیمګړتیا او کره والی په اړه به وروسته هر څه روښانه شی.
هغه وایی، د دې رپوټ د نیمګړتیاوو او د امنیتی ځواکونو د وړتیاوو په اړه به پوره ارزونه هغه مهال وشی، چې کمېسیون ټولو مرکزونو ته خپل توکی واستوی، کارمندان استخدام کړی، څارونکی او نظارت کوونکی سازمانونه خپل استازی ور واستوی.
د ده په وینا، د امنیتی ځواکونو له لوری د دې راپور خپرېدل د کمېسیون د مهالوېش له مخې یو اړین کار دی، چې د کمېسیون لپاره مهم دی؛ خو په اړه به یې ارزونه له وخت وړاندې وی.
د نوموړی په خبره، تهدید یوازې دا نه دی، چې د ټاکنو په ورځ به ۴۱۴ مرکزونه تړلی وی، بلکې نور تهدیدونه هم شته چې امنیتی ځواکونه باید ورته پاملرنه وکړی او ښایی په دې رپوټ کې یې هم ورته پاملرنه کړې وی.
ښاغلی نعیمی زیاته کړه، د ښځینه پولیسو شمېر باید زیات شی، څو د ښځینه مرکزونو امنیت تامین شی، د غلچکی بریدونو او ځانمرګیو بریدونو مخه باید ونیول شی، ملی امنیت باید خپل استخباراتی فعالیتونه زیاته کړی او د غیر مسوولو وسله والو او زورواکانو مخه باید ونیول شی.
د فیفا ویاند وایی، په کار ده چې امنیتی ځواکونه د فزیکی امنیت ترڅنګ خلکو ته روانی امنیت هم برابر کړی، ځکه یوازې فزیکی امینت نشی کولای خلک خوندی کړی، یا یې په ټاکنو کې برخه اخیستو ته وهڅوی: (( داسې نشی چې خلک رایه ورکړی او کله چې بېرته کور ته ځی طالبان پرې برید وکړی.خلک چې رایه ورکولو ته ځی او بېرته کورته ستنېږی باید امنیت یې خوندی وی. یوازې د مرکزونو امنیت ساتل کافی نه دی.))
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ امنیتی ځواکونو د راتلونکیو ټاکنو د امنیت تامینېدو په اړه خپل پلان اعلان کړ. په دې اعلان کې ویل شوی ول، چې امنیتی ځواکونه کولای شی چې د ۹۵ سلنې مرکزونو امنیت تامین کړی او یوازې به ۴۱۴ مرکزونه د رایه ورکونې په ورځ تړلی وی.
خو د ملی شورا یوشمېر غړی دا راپور ناسم بولی او وایی، چې په دې راپور کې له مبالغې کار اخیستل شوی دی.
د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې په ورځ په خپله عمومی غونډه کې دا ګزارش ناسم وباله او نیوکې یې و کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې به یوازې کابو دېرش سلنه د رایه ورکونې مرکزونه پرانستی وی او امنیتی ځواکونه له دې ډېر د ټاکنو تامین وړتیا نه لری.
د کورنیو چارو وزارت په هغه راپور کې چې د ټاکنو کمېسیون ته یې سپارلی ویلی چې د ټاکنو د ۶۸۴۵ مرکزونو له ډلې ۴۱۴ یې ښایی د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وی.
خو د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلی چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به هڅه وکړی د دغو مرکزونو نور امنیت هم تامین کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.