پاکستان غواړی افغانستان د ترهګرۍ په ځالې بدل کړی

گزارشگر:4 سرطان 1393 - ۰۳ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې له وزیرستان څخه راغلیو کډوالو کې کېدای شی یوشمېر وسله وال هم خوست ته را واوړی، چې افغانستان به ورسره ډېر زیانمن شی.
د هغوی په خبره، پاکستان غواړی له خپلې خاورې د ترهګرۍ ځالې افغانستان ته را ولېږدوی او افغانستان پرې بدنامه کړی.
د سیاسی چارو شننونکی میاګل وثیق ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له شمالی وزیرستان څخه خوست ته را کډه شویو کډوالو کې د دې امکان شته چې وسله وال جنګیالی هم را واوړی.
هغه وایی، دا چې ځایی اوسېدونکی له جګړو افغانستان ته را اوړی کوم باک نه لری او افغان حکومت ورسره مرسته کولای شی؛ خو د دې کډوالو ترمنځ د وسله والو جنګیالیو را اوښتل او په افغانستان کې یې مېشتېدل خطرناک دی.
نوموړی په دې اند دی، که چېرې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله وال جنګیالی ځای ونیسی نو له څو اړخه افغانستان ته ښې پایلې له ځانه سره نه لری.
ښاغلی وثیق زیاته کړه، پاکستان هڅه کوی چې په لوی لاس وسله وال ترهګر افغانستان ته را واړوی او دلته یې مېشت کړی: (( یو دا چې که وسله وال جنګیالی په افغانستان کې ځای ونیسی؛ نو هغوی به له دې ځایه پر پاکستان بریدونه کوی او هم به په افغانستان کې له افغان طالبانو سره په همغږۍ په افغانستان کې هم خپل فعالیتونه پیل کړی. دویمه دا چې پاکستان غواړی له دې حالته ګټه پورته کړی. دلته وسله وال را واستوی او بیا نړۍ ته وښیی چې د ترهګرۍ ځالې په افغانستان کې دی.))
د سیاسی چارو دغه شننونکی په دې اند دی، چې پاکستان غواړی په دې کار سره افغانستان په نړۍ واله کچه بدنام کړی.
د هغه په خبره، پاکستان تل د افغان دولت د مخالفانو ملاتړ کړی دی او اوس هم دې ملاتړ ته دوام ورکوی؛ خو هڅه کوی چې خپله ملامتی پر افغانستان واچوی.
دی زیاتوی، کېدای شی په خوست کې د پاکستانیو وسله والو شتون د دواړو هېوادونو په اړیکو هم منفی اغېز وکړی: (( دا کار به پاکستان ته یوه ستره لاسته راوړنه وی چې افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ د ځالې په توګه ور وپېژنی.))
نوموړی له امنیتی ادارو غواړی چې له پاکستانه را اوښتونکیو کډوالو ته خورا دقیق و اوسی، څار پرې زیات کړی، د وسله والو د را اوښتو مخه ونیسی او په دې برخه کې له ناټو او ایساف نه هم مرسته وغواړی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی خالد روښان یوسفزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، پاکستان اوس له ترهګرۍ په تنګ شوی دی. هغوی غواړی چې له خپلې خاورې وسله وال وباسی؛ خو په عین حال کې چمتو نه دی چې په خپل کنټرول کې لرونکې وسله والې ډلې له لاسه ورکړی.
د ده په وینا، پاکستان نه غواړی طالبان کاملاً نابود کړی؛ بلکې غواړی چې د ترهګرۍ د ځالې جغرافیه بدله کړی: (( دا د نوازشریف عمده پالیسی وه، چې د تېرو حکومتونو له بدنامۍ ځان وژغوری او له ستونزو پاکستان خلاص کړی. دا د نوازشریف د پالیسۍ په سر کې ځای لری چې پاکستان له اوسنۍ بدنامۍ وژغوری، په دغه هېواد له یوې خوا د امریکا او نړۍ باور بېرته پیدا کړی او له بلې خوا غواړی په افغانستان کې د هند د زیاتېدونکی نفوس مخه ونیسی.))
ښاغلی یوسفزی په دې اند دی، پاکستان انګېری چې کېدای شی د افغانستان نوی حکومت له هند سره ښې اړیکې ولری؛ نو له همدې امله یې په طالبانو د کمزوری باور له امله غواړی نور وسله وال چې د پاکستان په کنټرول کې دی په یو ډول نه یو ډول افغانستان ته را ننباسی.
هغه وویل: (( پاکستان هم په دې امتیاز اخلی، چې ګویا په وزیرستان کې یې د القاعدې او طالبانو خلاف عملیات وکړل او هم افغانستان ته د کډوالو ترمنځ د خپلو جنګیالیو په را استولو سره ځان هدف ته رسول غواړی.))
دی له امنیتی ځواکونو غواړی چې په ټولو سرحدی ولایتونو په ځانګړی ډول په خوست کې خپل استخباراتی او کشفی ارګانونه پیاوړی او څار زیات کړی. هغه وایی، افغان حکومت باید دا ټول راغلی کډوال په خپله ولکه کې ولری او اجازه ور نه کړی چې په افغانستان کې ترې نورو سیمو ته سرایت وکړی او یا یې ترې ځانونه نادرک کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.