د ملی یووالی دولت رامنځته کېدل، دوامداره او عملی اقدام غواړی

گزارشگر:8 دلو 1392 - ۱۴ دلو ۱۳۹۲

mandegar-3په داسې حال کې چې افغانان د سیاسی واک د لېږد لپاره ټاکنو ته چمتووالی نیسی، له ډېرو افغانانو سره د ملی یووالی د دولت د رامنځته کېدو پوښتنې را ولاړې شوی دی. د ټاکنو په پایله کې د ملی یووالی د دولت د رامنځته کېدو په اړه چې تېره اونۍ په کابل کې جوړ شوی و، د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو یوولسو نوماندو د ملی اجنډا د طرحې له مخې د ملی یووالی د دولت له رامنځته کېدو ملاتړ او توافق وکړ.
د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې د ملی یووالی دولت رامنځته کېدل په شعار نه بلکې په عملی او دوامداره هڅو سره کېږی.
د سیاسی چارو شننونکی محمداسحاق اتمر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ملی اجنډا په کنفرانس کې چې تېره اونۍ په کابل کې جوړ شوی و، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندو په ځینو مواردو توافق وکړ، لکه د ټاکنو د پایلو منل، په ټاکنیزو کمپاینونو کې یو بل ته له سپکاوی او توهین ډډه کول او د ملی یووالی د دولت له رامنځته کېدو ملاتړ.
هغه وویل، د دې لپاره چې هېواد ناورین خوا ته لاړ نشی، باید یو اخلاقی کوډ موجود وی، د ټاکنو پایلې ومنل شی او دا د ملی یووالی د دولت رامنځته کېدو د مفکورې رامنځته کولو لپاره یوه ښه زمینه وه.
د ده په وینا، د ملی یووالی دولت د رامنځته کېدو لپاره د ملی اجنډا له طرحې سره سم ټولو نوماندو په دې پرېکړه وکړه چې په راتلونکی حکومت کې به مسلکی او با تجربه کسان په کار ګوماری، تخصصی ټیم به رامنځه کوی او د ملی یووالی د د دولت رامنځته کېدو لپاره به هڅې کوی.
ښاغلی اتمر زیاته کړه، هر کله چې له قوم، تنظیم، ډلو او ګوندونو نه را ووځو، له اوسنیو حساسو شرایطو نه زده کړه وکړو نو ملی یووالی ته رسېدلی شو.
د ده په اند، باید ټول نوماند او نخبه ګان د قوم، ژبې، سیمې او مذهب له دایرې را ووځی، په دې کړۍ کې پاتې نشی، له سره فکر وکړی، پراخ فکر وکړی، د تفاهم زمینه برابره کړی؛ څو ملی یووالی ته ورسېږو.
نوموړی وایی، باید د یوګو سلاویا، المان، جاپان، کوریا او نورو هېوادونو له تجربو زده کړه وکړو: (( د ملی یووالی د دولت رامنځته کول د یوې ورځې خبره نه ده. که دا غونډه وتوانېږی چې د ملی یووالی د دولت یوه مفکوره رامنځته کړی، راتلونکیو څو کلونو کې ورته پراختیا ورکړل شی، ټول خلک یې ومنی، ورته کار وکړی او عامه شی؛ نو بیا به خلک پرې باور وکړی او دا به وایی، چې ولې له دې مفکورې او فلسفې سره یو ځای نشی؟))
په همدې حال کې د کابل پوهنتون استاد او د چارو شننونکی پوهنمل فیصل امین ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دا چې اوس ټاکنیزې سیالۍ پیل شوی دی، هر نوماند د ملی یووالی له دولت نه د خپل ټاکنیز رقابت لپاره استفاده کوی، دا یوه خبره ده؛ خو د ملی یووالی د دولت رامنځته کېدل بله خبره ده.
هغه وایی، د ملی یووالی رامنځته کېدل ځینو مخکینو شرطونو او مؤلفو ته هم اړتیا لری: (( د ملی یووالی لومړۍ مؤلفه د ملی یووالی حکومت ته پاملرنه ده. دغه راز ملی ګټې، ملی فرهنګ، ملی اساسی قانون، د ملی یووالی دولت او ملی امنیت تامینول دی.))
نوموړی زیاتوی، د تاریخ په اوږدو کې ځینو شرایطو او غوښتنو ملی یووالی ته زیان رسولی دی، خو په تیوریو کې ډېر ټینګار په فرانسوی تیورۍ کېږی، چې د سیاسی مقتدر دولت په رامنځته کېدو ټینګار کوی.
د ده په خبره، د ملی یووالی لپاره د سیاسی مقتدر دولت رامنځته کول، د دې غوښتنه کوی چې باید د قومونو ترمنځ همفکری او همسویی رامنځته شی: (( په فرانسوی تیورۍ کې باید د قومونو ترمنځ تفاهم رامنځته شی، همفکری او همسویی رامنځته شی. خو زه خپله د المانۍ تیورۍ ملاتړی یم. ځکه په هغه کې مشترک تاریخ، ژبه او فرهنګ د ملی یووالی لپاره مهم دی. خو موږ باید فکر وکړو چې له کومې لارې ملی یووالی ته رسېږو. موږ د مشترک فرهنګ، تاریخ او یا ژبې له لارې غواړو ملی یووالی ته ورسېږو.))
ښاغلی امین زیاتوی، په افغانستان کې کېدلای شی، چې د دواړو تیوریو له ګډولې څخه هم ملی یووالی ته ورسېږو.
هغه وویل، خو کله چې د ملی یووالی غږ پورته کېږی باید شعار نه وی، دا یو دوامداره او عملی هڅې غواړی، چې په دې برخه کې کار وکړی، نه دا چې مقطعی او فصلی شعارونه ورکړل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.