مسؤلین: ننګرهار کې به ۱۳ زره ماشومان د واکسین له کمپاینه پاتې شی

گزارشگر:دوشنبه 2 اسد 1396 - ۰۱ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایی، د پولیو ضد واکسینو په تازه کمپاین کې به دا ځل هم د نا امنۍ له امله شااوخوا ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې شی.
دغه څرګندونې د ننګرهار د عامې روغتیا سرپرست مرستیال ډاکټر میرویس شاهین د یکشنبې په ورځ د پولیو واکسینو د درې ورځنی کمپاین په پرانسته کې وکړې.
نوموړی وویل، په هغو سیمو کې چې د دولت وسله‎وال مخالفین په‎کې فعال دی، هلته د واکسینو کمپاین ستونزمن دی.
ښاغلی شاهین زیاته کړه:
“تقریبا د ۱۳ زرو په شااوخوا کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به له پولیو ضد واکسینونو پاتې کېږی چې هغه په هغو ناامنو سیمو کې لکه، پچیر اګام، کوټ او د شیینوارو ولسوالیو په ځینو سیموکې.”
نوموړی وویل، په پام کې لری چې له دې ناامنو سیمو پرته نور په ټول ولایت کې به شااوخوا ۷ لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی.
په ورته وخت کې دینی عالمان وایی، د پولیو ضد واکسین د اسلام له نظره هېڅ ډول ممانعت نه‎لری او دا د ماشومانو حق دی چې د هغوی د ښې راتلوونکې لپاره ورته تطبیق شی.
دوی وایی:
“زما نوم مولوی ګل نبی د حج او اوقاف ریاست د مساجدو عمومی مدیر، واکسین خو هر ماشوم ته ضروری دی چې د پولیو ناروغۍ نه وژغورل شی.”
“زما نوم مولوی عزیزالرحمن په سره رود کې د جامع مسجد خطیب، په دې مسئله ټول خلک پوهېږی چې دا واکسین هېڅ ضرر نه‎لری او نه کوم ممانعت شته، خو ځینې کسان د خپل موجودیت د ښکاره کېدو په خاطر خپلو بچو ته واکسین نه‎کوی، خو که څوک په دې اړه څه شک لری، موږ حاضر یوو چې ورته قناعت ورکړو چې دا د ماشومان حق دی چې باید واکسین شی.”
د ننګرهار د روغتیا ریاست د معلوماتو له‎مخې تر اوسه په ننګرهار کې د پولیو وایروس کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو په اوبو کې د پولیو وایروس ښکاره شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.