پر لوېدیځ د ولسمشر نیوکې تر ډېره په ټاکنو پورې اړه لری

گزارشگر:16 دلو 1392 - ۱۵ دلو ۱۳۹۲

mandegar-3وروسته له هغې چې ولسمشر کرزی وویل، افغانستان د امریکا له پوځی شتونه نه ښېګڼه نه ده لیدلې، د ولسی جرګې ځینې غړی او د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې په افغانستان کې د امریکا حضور د افغانستان په ګټه و او ګڼې لاسته راوړنې لری.
دغه شنناندی وایی، د ولسمشر کرزی دا څرګندونې تر ډېره په ټاکنو پورې اړه لری څو عامه افکار په دې مساله مصروف وساتی او په پټه د ځانګړی نوماند لپاره کار وکړی. د ولسی جرګې غړی وایی، د ولسمشر واک ته رسېدل هم د امریکا په مرسته شوی دی.
د ولسی جرګې غړی فرهاد مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د دې پر ځای چې ولسمشر کرزی پر امریکا نیوکې کوی، باید عام افغانان پر امریکا نیوکې وکړی، ځکه امریکا وه چې ولسمشر کرزی یې په افغانستان کې د سیاسی حاکمیت خاوند کړ.
هغه وایی، په تېرو دولسو کلونو کې د امریکا د شتون له امله د ولسمشر کرزی د کورنۍ په شخصی اکاونټونو کې له تصور ډېرې پیسې لوېدلی دی.
د ده په وینا، د ولسمشر دا څرګندونې چې د امریکا شتون په افغانستان کې په ګټه نه و او ده ترې ښه خاطره نه ده لیدلې تر ډېره یوې لوبې ته پاتې کېږی، چې یا خو دا څرګندونې له جنون نه کېږی او یا هم د واک او صلاحیت له نشتون نه.
نوموړی زیاته کړه، ولسمشر کرزی په یوه سردرګمه حالت کې دی هغه ډول چې ټول سیاستوال د خپل سیاسی عمر په پای کې پرې اخته کېږی چې نشی کولای سمه پرېکړه وکړی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په خبره، دا ډول څرګندونې افغانستان او ملی ګټو ته له ضرر رسولو بله ګټه نه لری، داسې زیانونه رامنځته کوی چې بیا یې جبران سخت وی.
ښاغلی فرهاد مجیدی وویل، هیله من دی چې ولسمشر کرزی د خپل واک په پاتې دریو میاشتو کې د امریکا او خپلو نورو لوېدیځو ملاتړو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړی.
د ده په خبره، چې د ولسمشر کرزی د ټیم ډېر نېږدې کسانو هم تر اوسه ولسمشر سم نه دی پېژندلی، ځکه هغه یوه ورځ یو سیاست، یو دریځ او یوه خبره کوی؛ خو په سبا یې بیا دریځ بدل وی، چې دا کار د افغانستان ستونزې نورې هم ډېرې وی.
هغه وایی، د ولسمشر وروستۍ څرګندونې تر ډېره په ټاکنو پورې هم اړه لری، چې غواړی د خلکو فکر او پام امنیتی تړون او د کابل ـ واشنګټن ناندریو ته واړوی او دوی د پردې تر شا د یوه ځانګړی نوماند لپاره د خپلو شخصی ګټو په خاطر په کار کولو لګیا دی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی محمد ناطقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا شتون د افغانستان په ګټه دی او په تېرو دولسو کلونو کې یې هم افغانستان ډېره ګټه ترلاسه کړې ده.
د ده په وینا، چې په دې وروستیو کې پر لوېدیځ د ولسمشر کرزی د توندو نیوکو له امله، له لوېدیځو ملاتړو سره د کابل اړیکې غیر دوستانه شوی دی، چې له امله یې له امریکا سره امنیتی تړون هم لاسلیک نشو.
هغه وایی، په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان هېڅ هم نه لرل؛ خو په هېواد کې د نړۍ والې ټولنې د شتون له امله نن یوه مناسبه فضا رامنځته شوې، دوه ځلې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او بیا هم ټاکنې را روانې دی، افغانستان له درې سوه زرو ډېر امنیتی ځواکونه لری، چې دا ټولې یې پایلې دی.
نوموړی زیاته کړه، ځکه دوی له نړۍ سره په ښو اړیکو او له امریکا سره د امنیتی تړون په لاسلیک ټینګار او د ښو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کوی: (( موږ نوی سلنه په بهرنیو مرستو تکیه یو. د خپلو ملی امنیتی ځواکونو اکمالات د بهرنیو او په ځانګړی ډول د امریکا په مرسته کوو. که نړۍ واله ټولنه نه وی موږ د دې وړتیا نه لرو، چې دغه کارونه په خپله ترسره کړو.))
ده وویل، افغانستان باید له نړۍ سره د شیکاګو، بروکسل او نورو نړۍ والو ناستو پر ژمنو عمل وکړی، ځکه نړۍ به د دې ژمنو د پلی کېدو په بدل کې هر کال میلیاردونه ډالره مرستې افغانستان ته ورکړی.
ښاغلی ناطقی زیاتوی، له لوېدیځ سره ښې اړیکې د افغانستان په ګټه دی او که چېرې دا اړیکې او له تېرو یوولسو کلونو را پیل شوې پروسه له منځه ځی دا به د افغانستان په زیان وی: (( څومره چې نړۍ موږ ته اړتیا لری له هغو څو چنده ډېر موږ نړۍ والې ټولنې ته اړتیا لرو. موږ په ملی، سیمه ییزې او نړۍ واله کچه همپالنې او همګرایۍ ته اړتیا لرو او دا مو په ګټه ده.))

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.