چین په افغانستان کې امریکا تشه نشی ډکولای

گزارشگر:4 حوت 1392 - ۰۳ حوت ۱۳۹۲

mandegar-3وروسته له هغې چې افغانستان له چین نه وغوښتل چې ورسره پوځی مرستې وکړی او له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونه وروزی، د پوځی او سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چین نشی کولای له افغانستان سره پوځی مرستې وکړی او یا له امریکا سره مقابل شی.
دغه شنناندی دغه راز وایی، ولسمشر کرزی د اصلی چارو پر ځای په فرعی واټونو درومی او د دې لپاره چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ امنیتی تړون لاسلیک کړی چین او هند ته د ګدایۍ لاس غځوی.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو څېړونکی فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې د امریکا او ناټو خلاف د هر ډول کړنې او ګام اخیستل به منطقی نه وی، ځکه په افغانستان کې امریکا او ناټو پوځی حضور لری، له افغانستان سره په اقتصادی، پوځی او سیاسی برخو کې مرستې کوی.
هغه وایی، دا ناممکنه ده چې چین دې افغانستان ته خپل پوځی سرتېری را واستوی او له ۲۰۱۴ کال وروسته دې په افغانستان کې د امریکا او ناټو تشه ډکه کړی.
د نوموړی په خبره، له چین نه د افغان حکومت د پوځی مرستو او افغان ځواکونو د روزنې غوښتنه، د امریکا پر وړاندې د ولسمشر کرزی غبرګون دی، چې ښې پایلې نه لری.
ده وویل، هغه مرستې او چارې چې امریکا او ناټو یې په افغانستان کې ترسره کوی، چین یې وړتیا نه لری.
ښاغلی بشر زیاتوی، چین نشی کولای له افغانستان سره په پوځی، اقتصادی، بیارغونې او سیاسی برخه کې په میلیاردونو ډالرو او پوځی تجهیزاتو مرستې وکړی، ځکه چین دا وړتیا او توان نه لری.
د سیاسی چارو د دغه شنناند په باور، د ولسمشر کرزی د حکومت دا غوښتنه او کړنه له سیاسی پلوه له خپل مسیر نه د هغه د انحراف په مانا ده.
هغه زیاته کړه، ناټو او امریکا پوهېدلې چې ښاغلی کرزی دا تړون نه لاسلیک کوی؛ خو د ولسمشرۍ ټول نوماند، ملی شورا او د لویې جرګې غړو د دې تړون له لاسلیک سره موافقه ښودلې او حکومت ته یې سلا ورکړې، چې دغه تړون لاسلیک کړی.
د کابل پوهنتون یاد استاد وویل، بله مهمه خبره دا ده چې یو ځل په افغانستان کې د کمونستانو راتګ او شتون تجربه شوی، چې خلک ترې ښې خاطرې نه لری، نو افغانان هم دېته چمتو نه دی، چې یو ځل بیا په افغانستان کې د کمونستان په ځانګړی ډول د چین شتون ومنی.
استاد فاروق بشر زیاتوی، چین هم نه غواړی چې د امریکا پر وړاندې ودرېږی او په افغانستان کې پوځی حضور ولری، یا له افغانستان سره پوځی مرستې وکړی: (( بله مهمه خبره دا ده چې چین د پاکستان ستراتېژیک دوست دی. هرکال په میلیونونو ډالرو وړیا او پور مرستې ورکوی. د پاکستان پوځ روزی او مرسته ورسره کوی. نو دا هېڅ عقل نه منی چې چین دې په یوه وخت کې هم د پاکستان پوځیان وروزی او هم د افغانستان. هم دې له پاکستان سره پوځی او اقتصادی مرستې وکړی او هم دې له افغانستان سره پوځی او اقتصادی مرستې وکړی. که چېرې چین له افغانستان سره په دې برخو کې مرستې وکړی پاکستان به هم غبرګون وښیی.))

په همدې حال کې د پوځی چارو شننونکی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، افغان حکومت خپلې اساسی چارې پریښی او په فرعی واټونو روان دی.
نوموړی زیاتوی، افغان حکومت د دې پر ځای چې له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړی، چې د افغانستان د پوځی، اقتصادی او سیاسی مرستو او وضعیت تضمینوونکی دی، چین ته د ګدایۍ لاس غځوی او له هغوی خیر غواړی.
هغه په دې اند دی، چې دا مسایل په سوال نه حلېږی، باید تړون لاسلیک شی؛ خو کرزی د تړون د لاسلیک پر ځای له دې تړون نه باج غواړی، خپلې شخصی ګټې په کې لټوی او ملی ګټې یې له یاده ایستلی دی.
جنرال امان وایی، چین، روسیه، هند او ایران سیاستونه، اقتصادی وړتیا، سیمه ییز نزاکتونه او رقابتونه دا اجازه نه ورکوی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د تشې ډکولو خیال وکړی او نه دا وړتیا لری.
هغه زیاته کړه، په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې اجیره اردو رامنځته شوه، مسلکی کسان په سلیقوی ډول ګوښه او نور یې په ځای ونه روزل شول، هغه تجهیزات چې افغان اردو یې د امنیت د تامین لپاره ورته اړتیا لری، تر اوسه د پوځ په واک کې نه دی ورکړل شی، افغان ځواکونه سم نه دی روزل شوی او نه د دې توان لری، چې د خپلې خاورې امنیت ونیسی.
د ده په اند، په کار ده چې ناټو او امریکا په دې برخه کې په خپلو ژمنو وفا وکړی او ولسمشر کرزی له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړی.
ښاغلی امرالله امان وویل، دا به د افغان حکومت تېروتنه وی چې له چین نه د پوځی مرستو او حضور غوښتنه وکړی، ځکه چین دا وړتیا نه لری چې له افغانستان سره پوځی مرستې وکړی او نه یې کورنی سیاستونه دا اجازه ورکوی چې په افغانستان کې پوځی حضور پیدا کړی.
دا په داسې حال ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په یوې خبری غونډه کې له خپل چینایی سیال نه وغوښتل، چې له افغانستان سره په پوځی برخو کې مرسته وکړی. هغه همدارنګه ویلی ول، چې چین دې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د ځواکونو په روزلو کې مهمه ونډه واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.