د ښځو ورځ لمانځل کافی نه دی؛ باید بنسټیز کارونه وشی

گزارشگر:18 حوت 1392 - ۱۷ حوت ۱۳۹۲

mnandegar-3د ولسی جرګې غړی او د ښځو د حقونو فعالانې وایی، چې د ښځو لپاره بنسټیزو چارو ته اړتیا ده، څو ښځې له اوسنیو ستونزو خلاصې کړی. هغوی وایی، د ښځو له نړۍ والې ورځې یوازې یادونه او نمانځنه کافی نه ده.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې سفیرې هم پر حکومت نیوکه کړې، چې د ښځو حقونو ته پام نه کوی او افغان ښځې په ناوړه وضعیت کې اوسېږی.
ولسمشر حامد کرزی تېره ورځ د ښځو د ورځې په لمانځغونډه کې د ښځو په برخه کې شته پرمختګونه وستایل؛ خو ویې ویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم یوه ستونزه ده. هغه وویل، چې د ښځو زده کولای شی دا ستونزه له منځه یوسی.
د ولسی جرګې غړې رنګینې کارګر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ښځو لپاره په تېرو دیارلسو کلونو کې اساسی کارونه نه دی شوی، چې له امله یې د ښځو وضعیت بنسټیز بدلون وکړی او ښه والی په کې راشی.
د دې په خبره، دغه راز له دیارلسو کلونو وروسته هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د یوې سترې ټولنیزې ستونزې په توګه پاتې ده؛ چې حکومت یې د لمنځه وړلو لپاره بنسټیز کار نه دی.
هغه وایی، په کار وه چې څو کاله وړاندې هغه هغه کسان د خپلو اعمالو په سزا رسېدلی وای، چې له ښځو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.
د ولسی جرګې د دغې غړې په وینا، د حکومت له لوری د معافیت کولتور پلی کېدو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتېدو ته زمینه برابره کړې او عاملین یې په سزا نه رسېږی.
نوموړې زیاته کړه، دوی غواړی چې راتلونکی حکومت د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د مخنیوی، د ټولنیز عدالت او نور هغه قوانین چې په دې برخه کې رامنځته شی په پوره توګه پلی کړی، څو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پاته ورسېږی.
اغلې کارګر وویل، که څه هم چې د مارچ اتمه یا د ښځو نړۍ واله ورځ په افغانستان کې په پلازمېنه کابل کې هر کال لمانځل کېږی؛ خو په ولایاتو کې یا نه لمانځل کېږی او یا هم په محدودو کړیو کې ترې یادونه کېږی.
د هغه په اند، په کلیو او ولسوالیو کې له دې ورځې ښځې حتی خبرې هم نه دی او نه پوهېږی، چې د دوی لپاره هم کومه ورځ شته.
د نوموړې په خبره، خو بیا هم د دې لپاره چې د ښځو له هڅو او پر وړاندې یې له شته ستونزو یادونه وشی، ښه ده چې دا ورځ په پراخ ډول ولمانځل شی.
همدارنګه د افغانستان د ښځو د اجماع ټولنې مشره فتانه ګېلانی وایی، چې یوازې د ښځو د نړۍ والې ورځې لمانځل کافی نه دی؛ بلکې باید د ښځو لپاره بنسټیزې چارې ترسره شی.
هغې چې له ماندګار ورځپاڼې سره یې خبرې کولې وویل، ښځې باید امن، ثبات او سولې ته ورسېږی، اقتصادی وضعیت یې ښه شی او په ژوند کې یې مثبت بدلون رامنځته شی.
د دې په وینا، د مارچ اتمه یوازې د لمانځلو لپاره نه بلکې؛ په داسې وضعیت کې چې افغانستان ټاکنې په مخکې لری، باید ښځې دا یو فرصت وګڼی، همغږی شی او په ګډه حرکت وکړی.

اغلې ګېلانی زیاته کړه، په دې باید بحث وشی چې ښځو د دې فاسد او کمزوری نظام له امله او د تېرو جګړو له امله چې کوم زیانونه لیدلی او کومې ستونزې یې چې په مخکې شته ځانونه خلاص کړی.
د نوموړې په وینا، د حکوممت لپاره دا د ډېر شرم خبره ده چې یوازې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مساله په هره غونډه کې یادوی؛ ښونځیو ته د نجونو تګ ان ۵۰ کاله وړاندې دوام درلود او دا کومه نوې خبره نه ده.
د افغانستان د ښځو د اجماع ټولنې مشرې وویل، افغان ښځې دمګړۍ له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، امنیت نه لری، اقتصاد یې نیم ژواندی دی، کار ته لاسرسی نه لری، ډوډۍ نه لری، که په دوه درې ښارونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې شته نور په ټول هېواد کې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی، چې حکومت باید ورته پام وکړی. نوموړې په دې اند ده، چې افغان ښځې امن، سوله، ثبات، اقتصاد او کار غواړی.
د مارچ اتمه هر کال په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړۍ والې ورځې په توګه لمانځل کېږی. له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې دا ورځ هر کال په افغانستان کې هم لمانځل کېږی؛ خو د ښځو د حقونو فعالانې وایی، چې لا هم د افغان ښځو په ژوند کې بدلون نه دی راغلی. په لرو پرتو سیمو کې ښځې حتی په دې هم نه پوهېږی چې د دوی په نوم هم کومه ورځ شته.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.